افغانستان خپل مسیر موندلی

د ولسمشر غني د هڅو، پلانونو، برنامو او پرمختګونو له برکته افغانستان خپل اصلي مسیر موندلی او مخ په ښه والي دی. د فساد ضد مبارزه پیل شوې، زورواکي مات شوي، د غصب مخه نیول شوې، کمېشنکارۍ که ورکې نه وي، کمې شوي دي. افغان مېرمنې او ځوانان له حاشیې څخه متن ته راغلي. مهمې څوکۍ او مسوولیتونه ورسپارل شوي. اوس افغان مېرمنې د خپل قشر استازیتوب کوي. افغان ځوانان په واقعیت کې په یواځې ځان دې پړاو ته رسېدلي دي.

موږ د بدمرغه جګړې له امله درې نسله له لاسه ورکړي. دا لومړنی نسل دی چې د مهاجرینو او داخلي بې ځایه شویو له کمپونو څخه یې د نړۍ غوره پوهنتونونو ته لار وموندله، یعنې روزنیز ظرفیت یې ترلاسه کړ. له نړیوالې پوهې او تجربو او د وطنپالنې له عالي روحیې، کار او خدمت له شوق او مینې سره وطن ته راستانه شوي دي.

افغانستان اوس کولی شي چې د یوې مډرنې او پرمختللې ادارې لپاره له خپل نوي او ځوان نسل څخه چې د جګړې له اغېز، بدبینیو او تربګېنیو څخه خوندي دي وړ او مسلکي کارکوونکي استخدام کړي. دغه ځوانان د مالکیت او مدیریت حس لري. دا نسل د شبکو هغه نسل دی چې له یوه بل سره په اړیکه کې دی. دوی خبرې کوي، دوی په ټولنه کې رېښې لري او په مشترکه ژبه له خپلو ټولو ګاونډیانو او بین المللي ټولنې سره خبرې کولی شي.

اقتصاد په بنیادي توګه تحرک موندلی، افغانستان اوس له نړۍ سره د وصل ترانزیتي لارې، بندرونه او هوایي دهلېزونه لري. د زور او ځواک پر مټ د واک د ترلاسه کولو فرهنګ له منځه تللی. دلته اوس ټول د ولسواکۍ د مهم اصل په اړه چې ټاکنې دي اجماع لري او له همدې لارې په سوله ییزه توګه د ولس په اراده او خوښه واک له یوه منتخب ولسمشر څخه بل منتخب ولسمشر ته انتقالېږي.

په تېرو څلور نیمو کلونو کې یواځې ۳۹۰ قوانین تصویب شوي. دا یو متفاوت هېواد دی. ډاډه یم چې موږ کولای شو د ښه والي پر لور حرکت وکړو. تر ۲۰۲۴ کال پورې به افغانستان د خپلو لګښتونو په تامین قادر وي، ځکه دوام (پایښت) اقتصادي اساس ته اړتیا لري او افغانستان داسې یو هېواد دی چې خپل لیدلوری یې د څلورلارې په توګه چې مفکورې، افراد او توکي په کې جریان مومي، ترسیم کړی دی.

۱۱۷ کاله وروسته افغانستان د منځنۍ اسیا نه جلاکېدونکی جز دی. موږ عالي اړیکه لرو. موږ خپل بنیادي شریک متحده ایالاتو، د ناټو غړو او نورو هېوادونو سره زموږ د اړیکو هر اړخ ته د یوه فرصت په توګه ګورو. د سیمې په اړه موږ د خپلو نږدې او لېرې ګاونډیو سره د ښو اړیکو د ټینګولو په خاطر د یوه مثبت لیدلوري په لټه کې یوو.

افغانستان په تېرو څلور نیمو کالو کې خپل اصلي مسیر ته برابر شوی دی او ولسمشر غني کوښښ کوي چې لا یې هم د پرمختګ پوړیو ته ورسوي، خو درېغه چې په افغانستان تحمیل شوی جنګ لا هم د دولت زیات امکانات او فرصتونه ضایع کوي، نو که خدای کول او وطن ته تلپاتې او باعزته سوله راغله، نو افغانستان به په ډېر لږ وخت کې داسې بدلون او پرمختګ وکړي چې سیمه او نړۍ به ورته تعجب وکړي.