منظور پښتين: پښتون په بېلا بېلو بڼو وژل کيږي

روهي (دوه نۍ/۲۶ د وري)، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظرو پښتين وايي چې په پاکستان کې په بېلا بېلو نومونو پښتون وژل کيږي او دغه دسېسې ورته د منلو وړ نه دي.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په ميرانشاه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشران او زرګونه پلويانو يوې سترې ناستې ته کړې دي.