پاکستان دې له هنده زده کړي

افغانستان او هند دوه پخواني او ښه ملګري دي. د دوی تر منځ دوستانه اړیکې او مناسبات په دوه اړخیزو ګټو، باور او ښې ملګرتیا استوار دي. هند ورځ تر بلې له افغانستان سره د همنظره کېدو په حال کې دی. زموږ ترمنځ هیڅ هم پټ نه دي. دا د دوه هیوادونو ترمنځ شفافه اړیکې دي. موږ ګډې موخې او فرصتونه لرو.
 
پاکستان بیا له افغانستان سره په نااعلان شوې جګړه اخته دی او هند درګرده په افغانستان کې د انکشاف او بیارغاونې په برخه کې مرستې کوي چې ټول افغانان یې منندوی دي. هند په افغانستان کې د لویو لارو، بندونو، بندرونو، د تاسیساتو، ودانیو، روغتیا، زده کړو او نورو برخو کې ډېرې مرستې کړي او لا هم د هند مرستې ادامه لري.
 
مګر پاکستان برعکس افغانستان ته مزایل، توغندي، چاودېدونکي توکي، ترهګر، تروریستان، وسله وال، جګړه مار، مافیا او نور را صادروي. هند د افغانستان په ابادۍ او پاکستان د افغانستان په بربادۍ اخته دی. پاکستان هیڅ په هیڅ له افغانستان سره دښمني پالي. پاکستان ته ښایي چې له هند یې زده کړه.
 
دا مهال د پاکستان په پرتله له هند سره د افغانستان اړیکې او مناسبات په مراتبو ښه دي. سره له دې چې افغانستان له پاکستان سره په پوله پروت دی. په پاکستان کې څلوېښت میلیونه پښتانه او درې میلیونه افغان کډوال ژوند کوي. موږ له پاکستان سره دیني، ژبني او کلتوري مشترکات لرو، نو دې ټولو ته په کتو باید د هند په پرتله د پاکستان او افغانستان اړیکې او مناسبات زیات دوستانه وای، خو له بده مرغه چې پاکستان دا هر څه د خپل ناوړه چلند او دریځ له امله بایللي. اکثره افغانان د پاکستان له نوم سره نهایت حساس دي او ان د پاکستان له نوم څخه کرکه لري.
 
د پاکستان او افغانستان تر منځ اړیکې چې د ولسمشر غني په واکمنۍ کې څومره سړې شوې، نو بل لورته د افغانستان او هند اړیکې همدومره پراخه شوې. 
افغانستان د همکاریو په مرکز بدلېدل غواړي او په دې برخه کې د هند لومړی وزیر مودي او افغان ولسمشر محمداشرف غني فکري یووالی لري او د همدغې همنظرۍ په پایله کې د دواړو هیوادونو دوستانه اړیکې او مناسبات ورځ تر بلې پراخېږي.
افغانستان په هند کې یو نوم لري. د بابر له زمانې څخه چا چې ټاګور کابلي والا ته له افغانستان څخه مېوه راوړه، همدا ده چې یو مستقیم خط وجود لري. د افغانستان اکثره تاجران او ناروغان اوس د پاکستان پرځای هند ته ځي. سره له دې چې هند ته تګ د پاکستان په پرتله موږ ته څو برابره قېمته پرېوځي، مګر د دې باوجود موږ د پاکستان پرځای په هند کې د ارامۍ احساس کوو.
 
د افغانستان او هند تر منځ اړیکې اوس یوازې د دوه دولتونو نه، بلکې د دوه ملتونو دي. دوی د یو بل خواخوږي او صمیمیت درک کوي. د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړي چې د هند په کورنیو لوبډلو کې لوبېږي د هند هره کورنۍ یې له نوم سره بلده ده او دغې بلدتیا د افغانستان او هند د ملتونو تر منځ خواخوږي او ملګرتیا لا زیاته کړې ده. پاکستان ته ښایي چې له هند او افغانستان یې زده کړي او دا ومني چې د دښمنۍ پر ځای د دوستۍ لاره هم اسانه، هم ارزانه او هم بې جنجاله ده.