ډاکټر عبدالله ان له نوماندۍ دمخه دا منلې وه او په دې پوهېده چې نه ټاکنې ګټلی شي او نه یې ولس ملاتړ کوي، دلیل یې واضح دی، ځکه چې نوموړي نه یوازې په تېرو پنځو، بلکې په تېرو اتلسو کالو کې داسې کوم پام وړ کار نه دی کړی چې د ولس باور ورباندې راشي او د ولسمشرۍ لپاره هغه مناسب وبولي، مګر د دې باوجود هم نوموړي ځان نوماند کړ.
د نوماندۍ دلیل یې هم واضح دی، ځکه چې هغه په تېرو دوه ځله ولسمشریزو ټاکنو کې هم ماتې خوړلې وه، مګر دواړه ځله یې امتیاز ترلاسه کړ، د ولسمشر کرزي پر وړاندې یې چې ماتې وخوړه، نو دویم ځلي ټاکنې یې جنجالي کړې، حتی بېخي ورڅخه منحرف شو، مګر په دې شرط چې نغدې پیسې یې ترلاسه کړې.
په ۲۰۱۴ کال کې چې کله ډاکټر عبدالله د ولسمشر غني پر وړاندې په دویم راونډ ټاکنو کې ماتې وخوړه، نو بیا یې موضوع جنجالي کړه او د ټاکنو پایلې وځنډېدلې، هغه مهال چې د هیواد وضعیت هم نازک وو، ځکه له یوې خوا بهرني عسکر له افغانستان څخه وتلي وو او له بل لوري پر افغانستان د نړیوالو تمرکز کم شوی و، نو ولسمشر غني د هیواد ملي ګټو ته په کتو د ملي یووالي حکومت ومانه او ډاکټر عبدالله یې د اجرائیه رئیس په توګه قبول کړ او دا د زهرو غوړپ یې وکړ.
سږکال ډاکټر عبدالله عبدالله غواړي چې یو ځل بیا له خپلې ناکامۍ امتیاز ترلاسه کړي. مګر دا ځل به یې دا خوب او خیال پوره نشي، ځکه چې له یوې خوا حکومت پر واک او د قانون پر حاکمیت تر پخوا زیاتې منګولې خښې کړي دي او ډاکټر عبدالله یې د تېر په څېر د بحران په ایجاد نشي ګواښلی او بله دا چې په تېرو پنځو کالو کې ډاکټر عبدالله د ملي مسایلو او منابعو پر وړاندې داسې نازونه او مخالفتونه وکړل چې هم ولسمشر غني او هم ولس ورڅخه ستړی دی او په دې خاطر به دا ځل ډاکټر عبدالله د خپلې ناکامۍ امتیاز ترلاسه نه کړي.
وروستي