د څلورو لسیزو جګړو زموږ د ټولنې د ملا تېر چې اقتصاد دی داسې کاواکه او له حرکته غورځولی چې لا هم بېرته په پښو نه دی ودرېدلی. مګر په دې وروستیو کې د ولسمشر غني د اقتصادي برنامو او پلانونو له برکته اقتصادي وده خپل مسیر ته برابره شوې ده، ځکه د افغانستان حکومت څو ترانزیتي لارې او وچ بندرونه پرانیستل. له چین څخه د لومړي ځل لپاره په سوداګریزو مالونو بار اورګاډی افغانستان ته راغی.
د افغانستان جلغوزي چې تر دې وړاندې به د پاکستان په نوم نړۍ ته صادرېدل مستقیماً د هوایي دهلېز له لارې د افغانستان په نوم چین ته صادر شول او هغه میلیونونه ډالر ګټه چې هر کال به په قاچاقي او غیر قانوني ډول پاکستان کوله، سږکال افغان دولت، افغان تاجرانو او د جلغوزیو د تولید د سیمو اوسېدونکو وکړه.
د ترکمنستان – اقینې د اورګاډي کرښه هم پرانیستل شوه او افغانستان به له دغې لارې له ۵-۷ ورځو پورې د اروپا بازارونو ته ځان ورسوي. همدارنګه له ایران څخه هرات ته اورګاډی راورسېد. افغانستان او هند د ځانګړې هوایي کرښې د رامنځته کېدو په حال کې دي چې سوداګریز مالونه او د افغانستان صادراتي توکي په اسانه له دې لارې ولېږدېږي. بله دا چې افغانستان د نړیوال سوداګریز سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.
د دې ترڅنګ د لاجورد لار او چابهار بندر پرانیستل شول. افغان تاجران اوس د کراچۍ بندر څو بدیلې لارې لري. دغه لارې د کراچۍ بندر په پرتله ارزانه، لنډې، بې جنجاله او اقتصادي دي. افغانستان له دغو لارو څخه په استفادې د سوداګرۍ د ودې، د راکړې ورکړۍ، د اقتصادي همکاریو د پراختیا ترڅنګ د عایداتو په ترلاسه کولو سره د افغانستان اقتصادي وده لا باوري او د ډاډ وړ ګرځولې.
د حکومت د پرلپسې کوښښونو له برکته په افغانستان کې د پانګونې ګڼ فرصتونه تشخیص او ګڼ کورني او بهرني پانګوال پانګونې ته هڅول شوي دي. ولسمشر غني تل پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي او د امنیت په ګډون یې دوی ته د هر ډول اسانتیاو د برابرولو ژمنې ورکړي او اماراتو ته د خپل وروستي سفر پرمهال یې پانګوالو سره په کتنه کې وویل چې د دوی امنیت ته فوق العاده پاملرنه کېږي او په همدې موخه یې مسوولینو ته جدي لارښوونه کړې چې تر راتلونکو درې میاشتو پورې په کابل کې غیر مسوول وسله وال او زورواکان د قانون منګولو ته وسپاري، تر څو د افغان پانګوالو او تاجرانو په ګډون ټول هیوادوال دخوندیتوب او ارامۍ احساس وکړي.
سوداګري هم تر پخوا وده کړې، ځکه چاه بهار بندر جوړ شوی، افغانستان له قزاقستان او د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو او هند څخه خپل د اړتیا وړ اوړه او غنم رانیسي. همدارنګه افغانستان کوښښ کوي چې خپل د اړتیا وړ نور توکي له څو بېلابېلو هېوادونو څخه وپېري تر څو باکیفیته او ارزانه توکي وارد کړي.
د سوداګرۍ وزارت په پام کې لري چې د افغانستان صادرات په سږني کال کې تر یو میلیارد ډالرو پورې لوړ کړي. همدارنګه حکومت په پام کې لري چې د صادراتو او وارداتو بیلانس رامنځته کړي او په همدې موخه یې په کوردننه تولیدېدونکو توکو او افغاني محصولاتو ته لومړیتوب ورکړی تر څو پانګوال او تاجران لا زیات کار او فعالیت ته وهڅېږي.
وروستي