
امریکا او افغانستان ستراتیژیکه ملګرتیا لري. دغه ملګرتیا په دوه اړخیزه اړیکو، مناسباتو او همکاریو استواره ده. په دې کې شک نشته چې امریکا متحده ایالاتو له بل هر هیواد څخه له افغانستان سره په تېرو کلونو کې زیاتې همکارۍ کړي او لا هم ادامه لري. د ټرمپ له وروستیو څرګندونو او پر خلیلزاد د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له نیوکو وروسته ډېرو داسې انګېرله چې ممکن د دواړو هیوادونو اړیکې او مناسبات خراب شي. امریکا خپلې مرستې ودروي او له افغانستان څخه ووځي.
لومړی خو امریکا دغومره توند او احساساتي چلند نه کوي او نه هم امریکا د افغانستان له غمه مړه ده چې دلته یې خپل عسکر را استولي دي، بلکې امریکا خپلې موخې لري چې عمده موخه یې درتروریستانو ځپل او د هغو له منځه وړل دي، چې دا موخه تراوسه نه ده پوره شوې، ځکه تروریستان لا هم د سیمې او نړۍ لپاره ګډ خطر او تهدید دی. بله دا چې امریکا له افغانستان سره تړونونه او تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي او باید د هغو په رڼا کې اقدامات وکړي.
په دې کې شک نشته متحده ایالات یو خپلواک دولت او یو نړیوال قدرت دی او دوی دا حق لري چې له افغانستان سره خپلې همکارۍ پایته ورسوي، اما فکر نه کوو چې دا کار وکړي. د دې دلیل خیال نه، بلکې په استدلال او دوه اړخیزو ګټو استوار مذاکرات دي. که امریکا ناڅاپي له افغانستان څخه ووځي دا کار به د امریکا متحدو ایالتونو اعتبار او حیثیت ته لویه صدمه ورسوي او له دې امله به دوی هیڅ وخت دغه کار ونه کړي.
بله موضوع داده چې افغان دولت او ولسمشر غني هیڅ وخت د دې پلوی نه دی چې امریکا دې د اوږدمهال لپاره په افغانستان کې پاتې شي، ځکه افغانستان باید کرار کرار په خپلو پښو ودرېږي، په بهرنیو خپله اتکا را کمه کړي. ګام پر ګام مخته لاړ شي او بالاخره ځان د دې جوګه کړي چې په خپلو پښو ودرېږي، هم له امنیتي، هم له اقتصادي او هم له سیاسي او انکشافي پلوه. له دې پرته زموږ نظام، استقلال او مشروعیت تر پوښتنې لاندې راځي او د همدې لپاره ولسمشر غني پراخې هڅې پیل کړې دي.
د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو همکاري په زمان او مکان پورې مقیده نه ده، بلکې په امنیتي وضعیت، شرایطو او د ترهګرۍ د تهدید کچې پورې اړه لري. که دغه خطر او تهدید کم شي، البته اړتیا ده چې ځواکونه کم شي او هیواد پرېږدي، خو له بده مرغه چې دغه تهدید لا هم موجود دی او د دفعه کولو لپاره یې د امریکا او نړیوالې ټولنې دوامدارو همکاریو او جدي اقداماتو ته اړتیا ده.
د همدې لپاره د امریکا متحد ایالتونه د جنګ ترڅنګ په سوله هم تمرکز لري او زیات ټینګار یې دادی چې له وسله والو طالبانو سره باید د مذاکراتو له لارې دې نتیجې ته ورسېږي چې له تروریستي ډلو او القاعدې څخه خپله لاره جلا کړي او د سولې لاره غوره کړي. دا کار د القاعدې او تروریستانو د کمزوري کولو او د هغوی د ځپلو لپاره ګټور دی.