که زه اشرف غنی وایی د هلمند پيښه کې به مې څه کول؟

تاریخ او ژوند دوه هغه کلمې دي چې یو او د بل څارنوالی او محکمه کوي، ژوند تحقیق کوي، ژوند پرمختګ کوي، ژوند لوړې او ژورې تجربه کوی، ژوند لټه کوي تر څو فرصتونه را پیدا کړي دا هر څه تاریخ بیا ورته په زرینو او ځينې وخت بیا په بدنامو شکلونو ترسیم کوي.

هارون الرشید په اسلامې تاریخ کې یو ځلانده خلیفه تیر شوي هغه به وخت ناوخت علماء راغوښتل او د ځان د پاره به یې دنصحت غوښتنه ترینه کوله او کوښښ به یې دا وو چې خپل انسانې او اسلامې مسئولیت راتلوونکو نسلونو ته ځلانده پريږدي او په بدل کې د حشر د میدان کامیابی او الله ته د سوالونو ځوابونه ورکړي. د ځینو مشران څخه مې اوریدلی چې ظاهرشاه د افغانستان پخوانې جمهور رئیس هم ورته کار کولو خو په لږ توپير هغه به قومی مشران را وغوښتل له جرګو او افغانې دود سره به یې ځان لا آشنا کولو له هغوي څخه به یې مشوره اخیسته بیا به مخکې تللو.

په هر حال ژوند ټول وخت فرصتونه لري خو دا سرګردانه انسان دي چې سمه لټه نشې کولاي کنې فرصت هم لکه نور ژوند چې لوی نعمت دي او هره شیبه ترينه ګټه اخیستل کیږي. هوښیاران، مشران، رهبران او د بصیرت خاوندان هر وخت د فرصت په اړه زیات فکر کوي او ورته را دانګې او د خلکو په زړونو کې ځان ته د تاریخ د زرین کیدو دپاره پر ځای او د وخت سره سمه پریکړه کوي. تاریخ لکه د دوکاندار تله نه ده تاریخ د تیر ژوند ترسیم د راتلوونکو نسلونو ژوند ته لکه یوه پاکه هنداره ږدی.

دا به ومنو چې اشرف غنی د با ثباته هیواد دپاره کوښښ کوي خو سوال دا دي چې دا سودا په کوم قیمت پوره کوي؟

په افغانستان کې د نننې تپل شوي جنګ په اړه زیات تحلیل نه کوو، ځکه دا جنګ د تحلیل وړ نه دی هغه جنګ چې په اتلس کالونو کې یواځې ملکی کسان مړه او دجګړ دواړې غاړې تر زیاتې کچې پورې خپل منځ کې د یو هیواد د اشخاصو په نوم سره مړه کړې تعریف به یې څه وي؟ او نه هم دا جنګ د یوي ملی اجماع یا هم علمی اجماع له خوا تعریف شوي، کله ترهګر شې او کله هم مرور وروڼه دا جنګ پردي دي او افغانان د مینې خلک دي.

په جنګ کې اسلامی اخلاق دا دي چې له سپین ږیرو، ماشومانو او ښځو سره کار نه لري هغوي ته حتی لاس هم نه وروړي. د ډيمکراتې نړۍ بشری حقوق هم د ورته خبرې تائید کوي. خو بیا هم نه پوهیږو چې د یو مظلوم او تور سرې (ښځې) په وینو کې څه خوند دي چې داسې وژل کیږي؟
زما په فکر اشرف غنې ته ژوند هغه فرصت ورکړ چې باید خپل تاریخې مسئولیت یې پکې اداء کړي وي او حتی د هر افغان په زړه کې یې ځان ته ځای نیولی وي. هر حق په رضا او خوښه نه اخیستل کیږي دا نړۍ دومره بی انصافه ده چې هر څه به د ځان په ګټه در څخه اخلې. د افغانانو ولسمشر او انصاف مرکز همدا ښاغلې اشرف غنی دی او بس همدا کس دي چې د ځوریدلو ګریوانونه به ورته شکیږي، همدا اشرف غنی باید د یتیمو اوښکې پاکې کړي همدا اشرف غنی باید د ناهیلې د ګونځو ډک تندې ښکل کړي او که یې نه کړي څوک به یې کړي؟

په هلمند کې دری ماشومان چې مخ ته یې نه کتل کیږي پلار یې ورته مړ کړي، مور یې بندې کړي او کور یې ورته وران کړي پدې بی انصافه او له انسانیت څخه په لیرې دنیا کې دومره څوک نشته چې پر سر یې لاس را کش کړي. ای ربه دا د ذلت ژوند نور ختم کړي. دا دریمه لار ناموس یې هم رانه واخیست دا خاوره زموږ ده ددی خاورې واک زموږ دی دا خلک زموږ دی خو اوس دا د عقل څخه لیرې دنیا څنګه قانع کړو.

که زه د اشرف غنی پر ځای وي ما به هیڅکله هم احساساتې چلند نه وو کړي ما به د پردیو دپاره ژوند نه وو کړي ما به د اولس دپاره ژوند کولو. ما به همدا نن ارګ ته مطبوعات رابللی وي او په ژوندې بڼه به مې هغو چا ته ویلی وي کومو چې د هلمند څخه دوه د ټولو افغانانو ننګ او ناموس وړی دوه ساعت به مې وخت ورکړي وو که یې راته حاضرې کړي نه وي له ارګ څخه به مې د آزادی بیرغ اوچتولو. او که یې را ته حاضرې کړي وي د هغه دواړو په پښو کې به مې ځان اچولو او دومره به مې ژړل چې دا ټول هیواد مې ژړولې وایې او دوی ته به مې خپل د بی وسې او نا توانې لاسونه غبرګ نیولې واېې، بیا به د زړونو پاچاه وم بیا به مې هیڅ یو رقیب نه وو راته دریدلی اولس سره به زه وم او زما سره به اولس وو، نړۍ به مې ګوته په غاښ ځان ته نیولې وه.

بس دا هر څه د الله امتحان دي کله کله دومره سخت شې چې هره شیبه سړې ته زهر ورکوي. په القاعده د اور پورې شې الله یې د ريښې وچې کړي. دا د افغانانو ناموس دی دا ماشومان د افغانانو دي دا زموږ د زړه ټوټې دي. آه! تشه لاسه ته مې دښمن یې، د حساب کس نشته هر سړې تر موقف او لاپو پورې ملګرې دي.

د هلمند د دریو ماشومانو اوښکې په خپل مړه پلار پسی وچې دي هیڅ د هغو افسوس نه کوي ولی لکه د غره لمن د خپلی مور لمن غواړي. اوس به دا جرئت څوک کوی؟ اوس به بیا هم دا بی شرمه مشران د افغانستان د آزادی بی ننګه سندرې وایې. نور مخکې نه ځم زما ایمان هم لړزیږي. یا الله رحم.