د تالندې کوکار

پاى د ژمې د بهار د ژوند اغاز يم
ترانه د مرګ او ژوند نشيب فراز يم

چې راوړى مې پيغام د نوى کال دى
نو قاصد د نوى ژوند او نوى راز يم

د نبات او د انسان حيوان په غوږ ښې
پوه کومه د ژوند ساغيبى اواز يم

مړواې ځمکې ته چه نغښتې ده کفن کې
غږوم د ژوند رباب ماهر شهباز يم

سارې ګه مه په ده نى مې اسمانونه
د اوو پردو عجب زير و بم ساز يم

زه غږېږم د (فنا) د زړه پردو کښې
ما د زړه په غوږو واوره چې اعجاز يم