د شپونکى شپېلۍ

زه يم شپون او په دې ژوند مې افتخار دى
چه د خداى نبيانو کړى زما کار دى

زه لرم ښايسته پسونه ورى او مېږې
شنه واښه اغز ې او بوټى مې ګلزار دى

زه د جګو غرونو سرکې رمې بيايم
له پستۍ او ټيټ ژوندون نه زما عار دى

د تمام جهان شاهى به پرې ورنکړم
زما کور او زما ګور همدا کوهسار دى

زه څښتن د لوړ همت يم پروا نه کا
چه د تن جامې شکېدلى نس مې خوار دى

پسونه ورى او ميږې ساتم له ليوانو
تنفر مې له ظالم او له خونخوار دى

د حيوان خدمت کوم چه لوړ انسان يم
ګوره رحم عاطفه زما شهکار دى

غږومه د (فنا) خوږې نغمې زه
چه شپېلۍ مې خورا ډېر شيرين ګفتار دى