غزل

بيايې دسترګونه ګوهرتوېيږی
دتوروزلفويې عنبر توېيږي
په جانان ټول لکه دشاتو مچئ
دشنه پلوه چې سره زرتوېيږي
خاورې ايرې زموږ دالماسوغمی
نن مې سر ې وينې دپرهر توېيږي
نن تور يدلي دي هوسئ دجنت
شپيلۍ ده ګونګه سپين مرمر توېيږي
چې په نڅا به هغه دنګه پيغله
بنګړي دي مات لکه لاجبرتوېيږي
رمه دبلنډه ګران شپيلی ژغوی
دسورکو شونډويې زيورتوېيږي
چې په ډولو بې سندريزې نغمې
دا اتڼ بازي په ګودرتو ېيږي
نن وزرماتي شنه توتيان دوطن
بياسرې غوټۍ په لراوبر توېيږي
بلبلان مست کې دوحدت په نغمو
دشنه اسمانه لکه لمر توېيږي
الکوزی بې په سروګلو پوشم
لکه جامونه دکوثر توېيږي


منان الکوزی، کوټه