هغه مرغۍ چې ۱۰ میاشتې په هوا کې الوتل کولای شي

روهي( څلورنۍ/۲۱ د وري)، مرغانو باندې څېړونکو ادارو نوو څېړنو ښودلې ده چې (ابابیل) مرغۍ کولی شي چې ۱۰ میاشتې بغیر له دې څخه چې په ځمکه باندې قدم کېږدي خپل سفر سرته ورسوي. دا په هوا کې خپل خواړه هم ترلاسه کوي، له دې مخکې ۶ میاشتې په هوا کې د مرغانو سفر اوږد سفر حسابېده. دا مرغان په عمومي ډول د ۲۰ کلونو پورې عمر لري. باید په یاد ولرو چې دا هغه مرغان دي چې د کعبې شریفې څخه یې ساتنه کړې وه. د دغو مرغانو یادونه په قران پاک کې هم شوې ده. دا هغه مرغان دي چې کله ابرهه غوښتي وو چې کعبه شریفه ورانه کړي نو هغه همدا مرغۍ وې چې د کعبې څخه یې دفاع کړې وه. ژباړن: محمد مبین هڅاند