څنګه اتل شم

موږ په یوه داسې ټولنه کې ژوند کو، چې هره ورځ په کې یوه نوې پېښه کېدونکې ده، یاده پېښه په مستقیم یاهم غیر مستقیم ډول زموږ سره اړخ لګوي.
اوس پوښتنه دا ده، چې څنګه د پرتو خنډونو په وړاندې اتل شم؟
ځواب یې په لاندې دلایلو روښانه کولی او ویلی شو.
که غواړې، چې تر نور مخکښ او تل شي نو په ځان کې مو لاندې عادتونه پیدا کړئ.

۱- د ټولو ورځنیو چارو لپاره پلان درلودل.
۲- په خپله کاري ساحه کې له اخلاصه څخه کار اخیستل.
۳- احترام د مادیاتو او نسب نه بلکې د وړتیا او شخصیت کوي.
۴- د ژوند د هر پړاوو لپاره ځانګړې موخه لرل.
۵- داسې یو کار کوي، چې خپل ضمیر ته ملامت نشي.
۶- تر هر څه وړاندې وخت ته ارزښت ورکول.
۷- په خپل ځان باور کول.
۸- د نورو په کارونه کې بغېر له پوښتنې مداخله نه کول.
۹- که چېرته نه پوهېږې پوښتنه وکړه بیا پوښتنه وکړه او بیا پوښتنه وکړه.
۱۰- د ځان د اتلولۍ تعریف مه کوه، بلکې اتلولې دي خلکو ته په عمل کې وښیه.
۱۱- له هغه خلکو لرې اوسې، چې ستا په وړتیا شکي وي او ستا پرمختګ نشې زغملی.
۱۲- هیچا ته هیله مه کوه د دې پر ځای یوازې الله ج ته لاسونه لپه کړه تر څو دي خاورې لاس کې زر شي.

هغه کړنې، چې ستاسو د اتلولۍ مخ ډب کوي.
۱- د وخت په ارزښت نه پوهېدل.
۳- د روغ صحت په ارزښت نه پوهېدل.
۳- بې فکره او بې انګېزې ملګرو سره ملګرتیا.
۴- خپلې کړنې په غیر منظم ډول پر مخ وړل.
۵- ستونزو ته ژر تسلیمېدل.
۶- له تجربه لرونکو او پوهو کسانو سره مشوره نه کول.
۷- په ژوند کې تاویلو ما ویلو پسې ګرځېدل.
۸- له هر چا سره د ځان پرتله کول.
۹- بې فکره او بې تدبیره د کار شروع کول.
۱۰- په ژوند کې د موخې نه درلودل.
۱۱- بې پلانه مخ پر وړاندې تلل.
۱۲- له هرچا سره مشوره کول.
۱۳ او...

که پورتنۍ کړنې په خپل ورځني ژوند کې پلې کړو نو ویلی شو چې زیاترو مسایلو کې به اتلولي زموږ په برخه وي.

که چېرته اسلامې نړې ته نظر وکړو نو وبه وینو، چې حضرت محمد (ص) یو کس وو او خپله مبارزه یې جاري وساتله، ستونزې یې وزغملې... تر هغه چې بریالی شو او په نړۍ کې د ټولو انسانان لپاره د لارښود یو سمبول او اتل شو.

همدا رنګه کفري نړۍ کې هټلر هغه کس وو ،چې د خپل قوم لپاره یې اتلوي خپله کړې وه.
نو راځي اوس هم ناوخته نه ده خپل ژوند منظم او منسجم کړو، د خپل راتلونکې لپاره ځانکړې موخه ولرو او دیادو موخو د تر لاسه کولو لپاره له جلا، جلا پلانونو څخه ګټه واخلو. تر څو اتلان شو .