ناشناس وپېژنئ

ناشناس وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

زوکړه او کورنی ژوند:
صادق فطرت ناشناس په ۱۹۳۵ز کال کې په کندهار ولايت کې وزږېد. ويل کيږي چې د نوموړي پلار يو ديني عالم وو او له دې سره نه وو موافق چې زوی يې سندرغاړی شي. نو صادق فطرت پر ځان د ناشناس يا ناڅرګند نوم کېښود او په دې ډول يې خپل هنر پيل کړ.
 
زده کړې:
صادق فطرت ناشناس د ښوونځيو زده کړو لپاره هندوستان ته لاړ او په نوي ډيلي کې يې په جاميه اسلاميه ښوونځي کې تر اووم ټولګي زده کړې وکړې. نوموړی بيا بېرته کابل ته راغی او لېسه دوره يې په حبيبه لېسه کې بشپړه کړه. وروسته يې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون په اقتصاد پوهنځي کې پيل کړې او ورڅخه فارغ شو.

ناشناس د نورو زده کړو لپاره مسکو ته لاړ، چې په روسيي او پښتو ژبو کې يې د ماسټرا او دوکتورا زده کړې وکړې. دی د افغانستان په ملي راډيو ټلويزون کې يې دندې تر سره کړې او همدا ډول يې په بيلا بيلو هنري پروګرامونو او ځانګړي ډول تر شپږ سوه پښتو، دري او اردو سندرې ثبت کړې دي.

صادق فطرت ناشناس په هېواد کې له جګړو وروسته امريکا او اروپايي هېوادونو ته کډوال شو او تر نن په کې اوسي. صادق فطرت ناشناس د افغانانو او په ځانګړي ډول د پښتنو په زړونو کې ځای درلود او هنر ته يې په لوړه کتل کېدل.

تازه تېره اونۍ نوموړي د خپل کتاب په لمانځ غونډه کې يو شمېر بې بنسټه څرګندونې وکړې، چې د پښتنو ليکوالانو او اديبانو سخت غبرګونونه او غوسه يې راپورته کړه. ناشناس وويل، چې د پښتو ژبې معتبر تاريخي او با ارزښته اثر (پټه خزانه) جعلي دی او داسې کوم څه نشته چې د دغه اثر ذکر شوی عمر ثابت کړي. صادق فطرت ناشناس دا هم وويل، چې د پښتو ژبې د ادب تاريخ د فارسي ژبې په پرتله خورا کم دی او تر ۴۰۰ کالونو رسيږي.

د ناشناس په خبره، چې په پټه خزانه کې د امير کروړ او د هغې د شاعرۍ په اړه ادعا رېښتنې نه ده. د امير پولاد په زامنو کې د امير کروړ په نوم کوم کس نه وو او د امير کروړ شعر چې: (زه يم زمری په دې نړۍ زما اتل نشته؛ بل په زابل نشته) د اوس وخت ژبه او ادبيات دي.

دغه کس د احمد شاه بابا په اړه وويل، چې احمد شاه بابا کوم ځانګړی چوپړ نه دی کړی، هند به يې ونېولو او بيا به يې بېرته خوشی کړی.

د نوموړي د دغه څرګندونو په اړه پښتنو ليکوالانو او پوهانو توند غبرګونونه وښوودل او په عملي دليلونو يې د صادق فطرت ناشناس خبرې رد کړې او بې بنسټه يې وبللې.

وروسته صادق فطرت ناشناس هم پر خپلو خبرو پېښماني څرګنده کړه او له بي بي سي سره په يوې مرکې کې يې پر خپلو نيمګړتياوو اعتراف وکړ. (صادق فطرت ناشناس د بي بي سي خبريال داود اعظمي د پوښتنو په ځواب کې وويل، چې پټه خزانه يې نېږدې ۴۰ کالونه وړاندې ولوستلې وه هغه يې هم په سر - سري ډول لوستې وه.

صادق فطرت ناشناس اعتراف کړی دی چې اصلي مسلک يې موسيقي ده او د پښتو ژبې د ادبياتو په اړه مطالعه نه لري. نوموړی وايي چې ماسټرا او دوکتورا يې يوازې د خپل پلار د خوښې لپاره کړې ده او په دې برخه کې مطالعه نه لري.

دواد اعظمي پوښتلي دي، چې د امير کروړ او بايزيد روښان د شعر په ژبه کې توپير دا کېدای شي، چې دواړه پښتانه په مختلفو جغرافيوي سيمو کې ژوند کړی. ناشناس هم دا خبره منلې ده ويلي دي چې په دې اړه يې مطالعه نه درلوده.

صادق فطرت ناشناس ويلي چې کومې څرګندونې يې چې کړې دي هغه يې د علمي بحث او مطالعې په اساس نه دي کړې بلکې يوازې يې د احساسات او ګمان وو.

نوموړي په بيا ځلې اعتراف کړی دی چې په دې برخه کې يې هېڅ اثر نه لوستلی او يوازې يې د خپلو احساساتو او پرته له مطالعې يې داسې توندې خبرې وکړي.

صادق فطرت ناشناس په اخير کې ويلي دي، چې درمل خوري، ناروغ دی او خپله حافظه يې لاس ورکړې ده.)