راشه زمادزړه په شاړه دښته
دیوه کورګي دجوړولووخت دی
دزمانې مامور
کتاب په لاس هرخواخطونه کاږي
د درد دښار ښاروال تصمیم نیولی
چې په دې شاړه دښته
یو ښار دتاندو هیلو ورغوي
ګوره بیا ونه وايې
چې زماپام نه وو خبره نه وم
بیابه ارمان کوې
چې کاشکي په دې ښکلي ښارکې
ما بینواهم کوم یو کور لرلی
۱۳۸۹-۷-۲۱
وروستي