کله چې وایوو چې افغانان په ازادۍ او خپلواکۍ مئین خلک دي او په دې برخه کې یې ډېرې زیاتې قربانۍ ورکړې دي، نو دا هم باید ومنو چې سیاسي او اقتصادي خپلواکۍ سره تړلې دي. له اقتصادي خپلواکۍ مه واره سیاسي خپلواکي بې مانا ده، نو که موږ رښتیا پر ازادۍ مئین یوو، نو بیاد هیواد اقتصادي ودې ته جدي توجه وکړو، تر څو هم به اقتصادي لحاظ غښتلي او بسیا شو او هم مو سیاسي خپلواکي لا باوري او پیاوړې شي.
نن سبا تر بل هر وخت د افغانستان اقتصادي وده زیاته ځمکه ممکنه ده چې له یوې خوا افغانستان پرېمانه زېرمې لري او له بل لوري ولسمشر غني د افغانستان او سیمې په کچه مهمې اقتصادي برنامې لري چې له پلي کولو سره یې نه یوازې په افغانستان، بلکې سیمه کې هم په اقتصادي وده، همکاریو او سوداګرۍ کې ښه والی راتللی شي.
زموږ د پراختیا، خدمتونو د وړاندې کولو او اقتصادي ودې لپاره د درېیمې کړۍ هېوادونو د مرستې له اړخه هم له نوموړو هېوادونو سره زموږ اړیکي بنسټیز ارزښت لري. د افغانستان د دولت ژمنه دا ده چې د غوره دولتوالۍ او حکومتوالۍ په برخه کې به بنسټیزه سمونه رامینځ ته کوي چې نړیواله ټولنه و کولای شي خپلې مرستې د افغانستان د بیارغونې او رغونې لپاره هم د دولتي څارونکو بنسټونو او هم د خپلو خلکو په وړاندې توجیه کړي. په دې برخه کې چې د پیسو نړیوال صندوق او نړیوالو مرسته کوونکو سره کومې ژمنې شوي، حکومت ګام پر ګام تعقیب او پلې کړې دي او له همدې امله د افغانستان وده ښه شوې.
زموږ باور دا دی چې موږ د دولتوالۍ او حکتولۍ په برخو کې پراخو سمونونو ته اړتیا لرو او زموږ د دولتوالۍ نظام باید پر بنسټیز ډول بدلون ومومي ترڅو نه یوازې نړۍ والې مرستې په اغېزمنه توګه را جلب کړو او ګټه ترې پورته کړو، بلکې دې ته هم تیاری ونیسو چې زموږ راتلونکې پرمختیا پر نړیوالو مرستو پورې تړلې نه وي، ځکه بهرنۍ مرستې د لنډمهال لپاره ښې دي، خو د اوږدمهال لپاره موږ له پردیو له لاسنیوي څخه نشي راګرځولی د دې لپاره باید اقتصادي وده یقیني کړو.
پراخ اصلاحات هم زموږ د ملت غوښتنه ده او هم یوه داسې اړتیا ده چې دهغه په پوره کولو سره به دا شونتیا ترلاسه کړو چې د یوه دولت په توګه خپله بنسټیزه وجیبه ترسره کړو او د وګړیو بنسټیز حقوق چې له امنیت، آسانتیا او هوساینې څخه عبارت دي، تأمین کړو. پر دې بنسټ، زموږ اړیکي له درېیمې کړۍ سره د پراختیا او اقتصادي ودې موخو د ترلاسه کولو لپاره هم زمینه جوړوونکي دي.
اصلاحات یو داسې جبري څیز نه دی چې د نړۍ والې ټولنې لخوا پر موږ تحمیل او وتپل شي، د دې په عکس، موږ به د سمونونو او له فساد سره د مبارزې په برخه کې هم مخکښ وو؛ ځکه چې اصلاحات او له فساد سره مبارزه زموږ د ژوند اړتیا ده او له هغه پرته به د یوه هېواد او ملت په توګه زموږ شتون تر پوښتنې لاندې راشي. نړیواله ټولنه به په دې برخه کې زموږ د مرستندوی او ملاتړي په توګه رول په غاړه ولري.
وروستي