که دخپلې ځوانۍ راستنول غواړی !

          یادونه : ګرانو لوستونکو څه موده وړاندې زه کابل ته تللی وم هغه هم دیوه ناروغ پوښتنې ته اوباید ووایم چې دوه ورځې ورسره په روغتون کې دپایواز په توګه پاتې شوم دروغتون یوې نرسې چې له مطالعې سره زماعلاقه ولیده څو روغتیایي کتابونه یې راکړل چې ماهم مطالعه کړل او ددغه مطالعې پایلې په لاندې مطلبونو کې ستاسې سره شریکوم هیله ده چې خو ښ به موشي
                                                     په درنښت
                                                       رحماني
                        که دخپلې ځوانۍ راستنول غواړی !
   په یوه طبي مجله کې مې دپیاوړي ډاکترلتونس کارلیه په یوه مقاله سترګې ولګیدې چې همدغه په زړه پورې اوحیرانوونکی سرلیک یې ورکړی وو ،زمالپاره ځکه زړه راښکوونکی وو چې هېڅوک به هم داسې پیدا نه شي چې دځوانۍ راستنول دې ونه غواړي .
ډاکترکارلیه دیوه ګټورنبات ستاینه کړې چې سویا نومیږي ، سویایوډول چاپاني لوبیاده چې ډیرپخوادلومړي ځل لپاره چاپانیانوکشف کړې خوپه نورو هیوادونوکې دسویاپه نامه پېژندل کیږي دغه سویادپروتین ترڅنګ ټول ویټامینونه لري ځکه لوبیا ته پوره غذا هم ویل شوې ده ،له دغې لوبیاپه چین اوجاپان کې دسوس په نوم غذا جوړیږي چې هم خوندور خواړه دي اوهم یوه ګټوره دوا بلل کیږي .
له سویاڅخه پخه شوې ډوډۍ له ډیرپخوانه دزړه ناروغانوته ورکول کیږي اودشکردناروغۍ لپاره خوراګټوره ده ، داچې سویاپه په پراخه انداره ویټامین اې لري نوخوړل یې خولې ، سترګو، پزې ، اوپوست لپاره ډېرې ګټې لري .
په سویاکې موجودو ویټامین نه یوازې عصابو ته ارام ورکو بلکې دخوب په راستلوکې هم رول لري خوترټولو مهمه یې داده چې کارونکي یې که ځوان هم نه وي تازه اوځوان معلومیږي .
په جاپان کې هغه تیرعمره کسان چې سویا اویادې ته ورته مرکبات کاروي نودوستانویې ورته ترغوږ ورتېره کړې چې ځوانان شوي دي چې دهمدې امله دسویاپه کاروونکوکې هم ډیرښت ترسترګوکیږي
----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------                                له پیازسره بې ځایه ضد مه کوئ
      ځینې کسان دپیاز په لیدلو پزې ته لاس نیسي اویایې دسبریجاتوله مینځه غورځوي دوی فکرکوي چې پیاز بې ضرورته څیزدی اودخوړونکي له خولې یې بوی ځي خوخبره داسې نه ده ډاکتردامروايي چېټ (‎( پیاز نه یوازې غذا بلکې دواهم ده )) پیازپه لرغوني مصرکې دمقدسو سبزیجاتو اواهلي ګیاوو په جمله کې راته اوپه سویس کې خو بیا دغه غذا ته یوه ورځ ځانګړې شوې ده چې دپیاز لپاره جشن په کې نیول کيږ ي
پیاز چې اې ، بي اوډي ویټامینونه لري په یوه زیاته اندازه انزایمونه اودنباتي انسولین ډولونه لري اوددې ترڅنګ داسید ستریک څخه هم خالي نه دي .
پیازدکولموناروغۍ له مینځه وړي په ګرده کې دتیږې دجوړېدو مخنیوی کوي اورایس ستریت هم ورنه جوړیږي چې دګوردې دتیږو مخنیوی کوي اوکه څوک عصبي دردونه لري دپیازو شل ګرامه شیره دې چې له خاموپیازو جوړه وي له څلورسوه ګرامه ګرمواوبو اوڅلورګرامه بورې سره ګډکړي اوبیادې ورڅخه استفاده وکړي که همدغه پیاز په شیدوکې پوخ او وخوړل شي نودقولنجو اوګېډې د درد لپاره هم مفید دي اوکه دزیتون یاعادي غوړیوسره یې مخلوط کړو نودبواسیرلپاره ښه وي .
ترټولو لویه ګټه یې داده چې دمسموموالي مخه نیسي ، خواړه هضموي ، دمعدې ترشحات زیاتوي ، وینه تصفیه کوي اودوینې فشارکموي ،که دټکول شوي پیاز په اوبو دسرکې څوڅاڅکي ورواچوی اوبیاورنه څوڅاڅکیه په سترګوکې وڅڅوی سترګې به موپه سرکې اوښکې وکړي خوګټه یې داده چې ددماغ دوینې مخنیوی به موکړی وي اوکه شدید اسهال ولری نومیده شوي پیاز دمڼې له مساوې اندازې سره مخلوط وخورئ ،دپیاز په اړه ډاکترجزایري اولتونس کارلیه وايي پیاز یوازنی نبات دی چې نږدې ټول ویټامینونه لري چې مستقیمابدن ته جذبیږي اوهغه کسانوته هم زیان نه لري چې دشکرپه ناروغۍ باندې اخته دي .
----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------                                              لیمودچاغوالي مخه نیسي !
      ساینسي طبي څیړنو ښودلې چې دلیمواوبه دچاغوالي دمخنیوي لپاره ترټول موثردارو درمل د ي په دې شرط چې چاغوالی دکومې داخلي ناروغۍ له امله نه وي .
که غواړی وزن موکم شي نوپه کم لګښت سره لیموترلاسه کولی شی ، طریقه یې داده چې لومړی ورځ به بې له اوبو بل څه نه کاروی خوپه دویمه ورځ به څلورځله دتروشو لیموګانواوبه له مناسبې اندازې اوبوسره ګډوي اوڅښي په دریمه ورځ همدغه عملیه پنځه ځله اوپنځمه ورځ شپږځله ترسره کړي په همدې ترتیب دې تردوولسمې ورځې پورې دوام ورکړي له دې وروسته به برعکس دغه عملیه ښکته راولي تردې چې بېرته دورځې درې ځله شي اوپه همدې ډول دې دوام ورکړل شي .
باید وویل شي چې دلیموله دغه اوبوسره دې بوره نه کارول کیږي داهم طبیعي ده چې په اولو ورځو کې به ددې کارونکي ډیردضعف احساس کوي ، وږي به وي ، ولې دغه حالت په تدریجي ډول له مینځه ځي اوکولی شي خپلو عادي فعالیتونوته دوام ورکړي .
دغه ډول ناروغان کولی شي دورځې درې ځله دمالټې اوبه هم وکاوري خودمالټې هغه اوبه چې غرمه مهال یې څښی بایدله هغه کمې وي چې دشپې یې کارولې په تدریجي ډول دې ددې اوبو کاروونکي هم له نورو غذاوو ځان وساتي اودڅو ورځو لپاره دې یوازې دمالټې له اوبو استفاده وکړي ، اوپه همدې ترتیب دې دمالټې اوبه هم کمې کړي او معمولي ورځنیوخوړو ته دې مخه کړي دغه غذایي رژیم دې تریوې میاشتې پورې دې له لارښوونوسره سم دوام ورکړي .
باید ووایو چې لیمو ددې ترڅنګ دپوستکي ناروغۍ هم له مینځه وړي اودانسان په بدن کې طراوت اوتازه ګي پیداکوي که بیاهم فکرکوی چې له خولې به مو دپیازو بوی لاړشي نوپه خوړوکې دشپې له مخې پیاز وکاروئ خوهڅه به مو داوې چې په خوړوکې له سوو پیازو نه ځان وساتئ ځکه چې دسرطان دناروغۍ خطر ورنه پیداکیږي
----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------
                                                   که داینځرمېوې له ګټوځان خبروئ!
   ښايي چې دغه ټپه موډيره اوریدلې وي
په مادځان داینځرګل کړ
بوی دې راځي رنګ دې په سترګو نه وینمه
هغه کسان چې له دغه میوې سره سروکار لري اویایې په بڼ کې داینځرونې شتون ولري وايي چې داینځرګلان اکثره په تیاره کې غوړیږي اودلمرپه وړانګو کې بېرته ځان نغاړي خوښکلی بوی یې هرچاته رسیږي نوداټپه هم شاید دهمدې کبله ویل شوې وي ، په پښتنوکې اینځر، انځری ، اواینځرګل نومونه ډېرموجود دي . چې په همدې میوې پورې نسبت ورکول کیږي .
په میوه جاتوکې دغه میوه چې په ځینوهیوادونوکې اینجیل هم ورته وايي یوافتخاریې هم دادی چې په قرانکریم کې یې ذکرشوی دی اوخدای پاک ورباندې قسم خوړلی دی ، اینځریوازې یوه خوندوره میوه نه ده بلکې نرمه بې ضرره غذا اوګټوردارو هم ګڼل کیږي چې شاید قیمت یې له نورو ټولو میوو نه زیات دی.
ددې میوې دپیداکیدو مشخص ځای ځایګی نه دی معلوم خولومړی شتون یې دافریقاپه ځنګلونو اوهمدا راز داسیا اوامریکاپه ځینوسیموکې ثابت شوی دی چې او سمهال زیات ډولونه لري لکه دانه لرونکي ، بې دانې ، زیړ، سور رنګه ، بې نفش اوشیرازي اینځیر.
پخوانیوخلکوبه له سپینواینځرو غذا اوله بنفشو نه د دارو په توګه کاراخیسته خوداخبره سمه نه وه هرډول اینځر دوږو لپاره غذا اودناروغانولپاره دارو درمل دي ، اینځرددې ترڅنګ چې داې ، بې اوډي ویټامین لري ګڼ معدني موادلکه وسپنه منګنیزیم ، تیزاب او ارسنیک لري ،غوړاوقندي موادهم په کې موجود دي ، دغه میوه په ځینوسیموکې زر اوپه ځینو سیموکې وروسته رسیږي خوهغه میوه چې ډیره وروسته رسیږي اوشیره یې زیاته وي نوخوړل یې خطرناک دي ، اینځیریوله هغو میوو څخه هم ده چې زر هضمیږي اوهضموونکې ده له همدې امله که دډوډۍ نه وړاندې وخوړل شي نه یوازې اشتها زیاتوي بلکې دهغه ډوډۍ لپاره چې وروسته خوړل کیږي په هضم کې مرسته کوي ، په ډیرو ځایونوکې داینځرله تخمیرشوې مېوې یوډول شراب جوړوي چې داصلي شرابو په څیرضررناک نه دي بلکې لاهم ګټه لري لکه دسینې درد اودعضلاتو شخوالی ته .
په اینځیرکې موجودتیزاب دویښتو دزیاتوالي سبب ګرځي اوهم دویښتو دتوېیدو مخنیوی کو ي، پخوابه په جګړو کې داینځیرشیره له شاتوسره ګډيده اودزخمیانوټپونه به یې پرې ټکورول اوهم به یې دوینې مخنیوی کولو که زده کوونکي غواړي چې مغذ اوحافظه یې انکشاف وکړي عقل او فکریې قوي شي نوله پستې اوباداموسره دې اینځر وخوري ،که همدغه میوه وسوزول شي له څه اندازې ګلسرین سره ګډه شي اوغاښ ورباندې ومینځل شي نوغاښ به مو سپین اوکلک وي له نېکه مرغه چې دغه میوه په افغانستان کې هم پیداکیږي چې ختیځ څلورولایتونه په ځانګړي ډول دیادونې وړ دي
----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------
                                                  سوتفاهم څه ته وايي ؟ 
    سوتفاهم چې یوعربي ترکیب دی په دې وروستیوکې ډیرزیات کارول کیږي اودځینوکسانولپاره یوه په زړه پورې اصطلاح ده په دې ماناچې ورباندې خپل ناوړه کړه وړه اوخطاګانې پټوي ، موږاوتاسې به ډیراوریدلي وي اولاهم په خبر ونوکې دغه اصطلاح اورو دبیلګې په توګه کله چې په افغانستان کې نړیوال ځواکونه ملکي وګړي یا افغان امنیتي ځواکونه په کومه پېښه کې بمبارکړي بیانو وايي چې دایوسوتفاهم وو .
په دې ماناچې دافهام اوتفهیم (پوهېدنې اوپوهونې ) نشتوالی وو چې ورسره خبره اویالانجه په ډیره اسانه ډول پای ته ورسیږي !، همداسې که په ورځینوچارو کې سوچ وکړو نوډیرځله موږله سوتفاهم سره مخ کیږو چې ډیرځله ددغه ستونزي په پای کې رامینځ ته شوې پیښه ډیره بده پایله لري اودپښمانۍ په څرګندولو هم نه خلاصیږي .
مثلا زه یوچاته غرمه مهال وایم چې په اتوبجو به سره ووینودلته زمامطلب دماښام اته بجې دي خوهغه کس سهار اته بجې زمالیدو ته راځي چې زما مطلبي وخت نه دی دلته ده چې ددواړو ترمینځ زړه بداوی اوبې باوري یا شکونه رامینځ ته کیږي ، دیوه سوتفاهم په پایله کې یوکس وعده خلاف شو .
اوس پوښتنه داده چې دلته ملامت اوسلامت څوک دي ؟ دواړه .ځکه چې افهام اوتفهیم سم نه دی ترسره شوی نوباید یوبل ملامت نه کړو او وروسته سره یوبل ته قناعت ورکړو چې په راتلونکې کې کومه داسې ستونزه رامینځ ته نه شي .
خوځینې وخت بیاضرور یواړخ ملامت وي مثلایوه ښوونکي ته وایو چې په ټولګې کې احمد نومی هلک زما وراره دی هیله ده په ازموینه کې پوره نومرې ورکړې ، خوکله چې پایله راوځي نو زماوراره یوازې دکامیابۍ نومرې وړي خوپه ټولګي کې یوبل احمد نامی هلک پوره نومرې ترلاسه کو ي دایوسوتفاهم دی ، ښوونکی باید دهغه هلک چې زما وراره کیږي دپلارنوم ته کتلي وی اوهغه بل احمد نومي ته چې اصلا یې پوره نه دی وړې نومرې نه وی ورکړې .
زه ځکه نه یم ملامت چې زه نه پوهیدم چې په ټولګي کې بل احمد نامی هم وو او وراره خو مې په ځان نه دی خبرځکه چې مانه دی خبرکړی .
په هرصورت باید دا ومنو چې سو تفاهم دټولنو په ځانګړي ډول دافغاني ټولنې یوبل ټولنیز ویروس دی چې باید دټولنې له بدنه دسالم افهام اوتفهیم په درملوله مینځه یوړل شي ، اودهغو بې باوریو مخه ونیول شي چې دسوتفاهم په پایله کې دورځینوکارونواو فعالیتونو په وړاندې خنډ ګرځي .
----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------
                            کلیوال خلک دښاریانوپه نسبت کم غوړي کاروي 
       په دې کې شک نشته چې زموږپه هیوادکې اوسنۍ ګڼې ناروغۍ چې افغانان ورسره لاس اوګریوان دي ، ډیری یې دغوړیودزیاتې کارونې له امله دي ځکه چې دغه غوړي له داسې موادونه جوړیږي چې معیاري بڼه نه لري اوجوړونکې فابریکې هم په کې زیات زحمت نه وباسي .
ځکه چې په دې چاره سره ددوی په ګټه کې کمښت راځي کچیرې تاسې دغوړیوځینې فابریکې له نږدې نه وګوری نویقینناچې څوورځې به موخوړوته زړه ونه شي په دې چې هلته ټول سامانونه او وسایل چې غوړي پرې جوړیږي چټل اوخیرن دي ، اوپه هېڅ توګه په کې معیارنه دی مرعات شوی ځکه چې له یوې خواپه فابریکوکې غښتلي طبي رابراتوارونه نشته اوله بلې خواحکومت هم دومره وړتیانه لري چې دهیوادوالودروغتیالپاره په دې برخه کې دمخنیوي ګامونه اوچت کړي ، خومهمه خبره دا ده چې کلیوال خلک په خوړو کې دغوړیوله ډیرې کارونې نه ډډه کوي اوهومره غوړپه کې کاروي چې یوازې محسوسیږي البته که زیات هم کاروي نوهغه حیواني غوړي وي ، دکلیوالو له خوادغوړیوکمه کارونه ددې ترڅنګ چې اقتصادي وي اوسپماکیږي بلکې دګڼو ناروغیواو چاغوالي مخنیوی کو ي، خوددې برعکس ښاریان په خوړوکې پریمانه غوړکاروي چې ډیرځله تیارشوي خواړه په پوره ډول هم نه خوړل کیږي اوددسترخوان له سره ډک لوښي بېرته وباسي .
ډاکتران وايي چې دډیرو غوړیوکارونه ، یعني په خوړو کې دزیاتوغوړو خوړل دامانا نه لري چې د چا روغتیاته به ګټه ولري او وزن به یې زیات شي ، خودهغوی داپریکړه سمه نه ده داځکه چې داهرڅه په تدریجي ډول امکان لري اوزیات غوړي باید په هېڅ صورت ددسترخوان اوخوړو ښکلا ونه بولو .
                                                    ۱۳۸۹-۷-۱۸
                                                        کابل
----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------