
د روان میلادي کال د مارچ په ۳۱ پېښور کې پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین غونډې ته د وینا پرمهال ټولو ورغلو ګډونوالو ته په خطاب کې وویل، ”تاسې ټول پښتانه چې راغلي یاست دا په اصل کې د ارمان لوڼي روح راغلی دی. ارمان لوڼي د شجاعت شهامت او پښتون وطن سره د مینې نوم دی .“
ارمان لوڼی د منظور پښتون له ملاتړو ملګرو او د پښتون ژغورنې غورځنګ له مبارزو مشرانو او ځوانانو څخه یو و، چې څه موده وړاندې پنجابي عسکرو په ډېره بې رحمی شهید کړ. د هغه ملګری که له یوې خوا د لوڼي پر شهادت نهایت خواشیني دي، مګر بل لورته پر دې ټینګ باور لري چې د شهید لوڼي مبارزه او سپېڅلې وینه به رنګ راوړي. پښتون ته به ازادي راوړي، خوښي به راوړي او هغه څه به راوړي چې پښتانه یې له کلونو کلونو هیله او غوښتنه لري.
پښتانه په پاکستان کې د حکومت او پنجاب انتظامیې له لاسه دومره ظلمونه، جبر او ناخوالې لیدلي دي چې په اورېدو یې د سړي غوني زیږه شي او دغه ظلمونه او محرومیتونه لا هم پر پښتون روان دي او هره ورځ په یوه او بله پلمه نه یوازې ځورول کېږي، بلکې تهدیدیږي، بندي کېږي، اختطاف کېږي او وژل کېږي. پښتون ژغورنې غورځنګ د دغو ظلمونو او وحشتونو په پایله کې راوټوکېده. دا د پښتون د حقانیت او مظلومیت غږ دی، چې ټوله نړۍ یې اوري، مګر له بده مرغه پاکستاني مقامات او پنجاب یې لا هم د اورېدو تاب نه لري او د هغوی پر وړاندې یې غوږونه کاڼه دي.
لکه څنګه چې پښتو متل دی چې په زور کلي نه کېږي، نو د پښتون په حق کې دا بېخي صدق کوي. نو پنجاب دې دا ومني چې پښتانه ځورولی شي، تښتولی شي، وژلی شي، محرومولی شي، خو پښتانه غلي کولی نشي، پښتانه وېرولی نشي او پښتانه کرارولی نشي. که یې کولای شوای، نو دوی به د منظور پښتون پر وړاندې ودرېدلي وای. له هغه سره به یې دلیل او منطق ویلی وای، تر هغو چې د پښتنو په حق کې عدالت ونشي، نو دغه د پښتنو د حقانیت او عدالت غږ به کرار نشي. پاکستان به بالاخره مجبورېږي او دغه غږ ته به غاړه ږدي.
منظور پښتین په یاده غونډه کې پاکستاني مقاماتو او د پنجاب انتظامیې ته په خطاب کې وویل: ” ته په دې تور تاریخ او تعلیم باندې زما مشران ، لوړ پښتون قاید احمد شاه ابدالي ،خوشال خان، خان شهید ، فقیر ایپي ،ملالۍ، سرتور ملا او باچا خان له مانه هیروې؟
دروغجن ریاسته! د پښتون سره دښمني ، کینه ، ظلم او ځورول به تر کومه کوې؟
ته د پښتنو سیمو قبضه کولو ته راغلی یې، بیناموسۍ ته راغلي یې، په وسایلو قبضه کولو ته راغلی یې، ته دلته فوځي چاوڼیو جوړولو ته راغلی یې، ته غل یې. ستا د پښتنو د نوم سره نفرت دی.ما ته به د ټکي ټکي ظلم او زیاتیو حساب راکوې، کنه ولا که دې پریږدم. په ولله د یوه یوه نوم او لیستونه پراته دي له هر یوه به حساب غواړو، په ولله را نه خلاص شې. مونږ مو له خپلو وسایلو نه بې خبره وساتل. د یوې مړۍ ډوډۍ په لالچ کې مو زمونږ جغرافیه خپله کړه، زمونږ وطن مو له مونږ واخیست.