غزل

دخوند خبرې واړه زموږ له خولو نه تښتيدلي
ياران مو هم د پښو له تش ښکالو نه تښتيدلي
هغه چې کينولو يې لحظه کې د يار څنګ ته
خيالونه د امکان له قافلو نه تښتيدلي
باران چې مو په ځمکه د ګريوان دى دريدلى
وريځې مو له سوو اسوېلو نه تښتيدلي
جانان په سپين مخ ولاړو زموږ له دې سرو ببرو
رڼاوې مو له تورو مشالو نه تښتيدلي
حيران ولاړ چې پاتې يو د عشق په لويو لومو
ځانونه مو د غم له مزلو نه تښتيدلي
کتار دي پرېشان دي غزلونه يې جوړ کړي
مومنده توري ټول ستا له نالو نه تښتيدلي
مومند محمدي اڅړ