
په پېښور کې ميشتو فرهنگپالو د افغان چمن ادبي انجمن هغه هلې ځلې ستايلي، چې له مخې يې يو شمېرافغان ليکوالو او ژورنالستانو ته يې ستاينليکونه ورکړي دي. پېښور کې ميشتو افغان فرهنگپالو دافغان چمن ادبي انجمن د هلو ځلو د ستاينې په لړ کې څرگنده کړې، چې نورو افغان فرهنگپالو ته هم ورته ستاينليکونه ورکړي. د يادونې وړ ده چې د سپتمبر په شپاړسمه په هالينډ کې افغان چمن ادبي انجمن، زرين انځور، نجيبه سارا بياباني، عبدالحفيظ ماليار، ولي عبدالله او اجمل اټک ته د پښتو ادب او کولتور ته د ښه خدمت په اړه ستاينليکونه او سوغاتونه ورکړي، چې پېښور کې ميشت افغان فرهنگپال
يې مننه کوي او دا هڅه يې ستايي.