په مورنۍ او دوهمې ژبې کې لاسته راوړنې

هر انسان له پېداېښت وروسته هرومرو یوه ژبه خپلوي، چې د انسان مورنۍ خو اولنۍ ژبه کڼل کېږي. خو له اولنۍ ژبې سره انسانان د ډول ډول دلایلو په درلودو سره د دوهمې ژبې زده کړې ته مجبورېږي.
 
 دوهمه ژبه تر ډېره د لومړۍ ژبې سره سره د انسانانو تر منځ د پوهې او خبرو اترو (افهام او تفهیم) کې پوره کومک کوي. د نړۍ نوي ژبپوهان او ژبني څېړونکي په دې نظر دي، چې ډېر کله د دوهمې ژبې د زده کړې جریان د اولنۍ (مورنۍ) ژبې له جریان څخه نه وی متاثر، خو برعکس ډېری ژبپوهان او څېړونکي بیا په دی ټینګار کوي، چې د دوهمې ژبې زده کړه تر ډېره د اولنۍ (مورنۍ) ژبې تر تاثیر لاندې وي.
 
دا مقاله به د شرایطو او تجربو پر اساس دا په ډاګه کړي، چې د مختلفو افکارو او نظریو پر اساس اولنۍ (مورنۍ) ژبه له دوهمې ژبې سره څه فرق او یووالی پیدا کوي.
 
لومړۍ ژبنېزه لاسته اروړنه:
لومړۍ ( مورنۍ) ژبه په نړۍ کې د ماشومانو د روزنې په نوم هم شهرت لري. د لومړۍ (مورنۍ) ژبې لاسته راوړنه د ماشومانو له پېژندګلوي څخه کېږي. د ښوونې او روزنې پوهان او متخصیصین په دې اند دي، چې  ماشومانو ته د زده کړې د څرنګوالی او اغېزمنتیا لپاره د مکتب ( زده کړې) په کلونو کې اولنۍ (مورنۍ) ژبه لازمي شرط ګڼل کېږي.
 
 له دې لارې مونږ کولای شو، چې ټول هغه موضوعات او زده کړه یېز پړاونه وڅېړو، کوم چې د ماشومانو لخوا د لومړۍ (مورنۍ) ژبې په واسطه پر مخ وړل کېږي. حتا تر دې، چې کومې جملې او لغات یې د نورو سره د خبرو پر وخت کارولي او یا یې کاروي؟(د خبرو او یا ازموینې له لارې د ماشومانو ژبنېزه وړتیا معلومه کړو).
 
دا ډول ازماېښتونه له مونږ سره د څېړنې پر وخت کومک کوي، تر څو په دې پوه شو، چې ماشومان څومره کولای شي په خپله مورنۍ ژبه ، ټولنېزې، علمي او اخلاقي تیوريګانې وڅېړي. په اولنۍ (مورنۍ) ژبې کې دا ډول ازموېنې د ماشومانو له لپاره له زده کړې سره سره لوې ژبنېزې لاسته راوړنې هم ګڼل کېږي. دا کار په ماشومانو کې ځاني باور پیاوړی کوي، چې دغه پېاوړتیا لویه ژبنېزه  'FLA' Frist Language Achievement لاسته راوړنه ګڼل کېږي.
 
دوهمه ژبنېزه لاسته اروړنه:
د ۲۰۰۲ کال د ټولنېزې ژبپوهنې د ډېکشنري مطابق په دوهمه ژبه کې د لاسته راوړنو(SLA) په خاطر باید یوی علمي سمون ته پاملرنه وشي، چې دا ډول عمل یو اضافي ژبنېز عمل ګڼل کېږي، چې د انساني وړتیا مطابق پکې د اوازونو ګډ سیستم، لغاتونه، جملوي جوړښتونه او معنوي سېستم شامل وي. په دغه درې ګوني سېستم کې د څو فکټورونو پېژندنه لکه چاپېریال، بشري بدلونونه او ټولنېز اړخ، چې کېدای شي د دوهمې ژبې د پوهېدو لپاره یو فیصله کوونکي واوسي اړین دي.
 
د لومړۍ (مورنۍ) ژبې د لاسته راوړنو په اړه تیوري(نظرېې).
په دې تړاو ګڼ شمېر تیوري او نظریات وړاندې شوي، مطالعې او څېړنې ښیي، چې په تېرو څو کلونو کې څه ډول ماشومانو ته مورنۍ ژبه لازمي ګڼل شوې. ددی تجربو او مطالعاتو په نتیجه کې دوه هغه اصلي او اساسي نظرې خلکو ته ور پېژندل شوې، چې د اولنۍ (مورنۍ) ژبې د زده کړې پروسه تشریح کوي.
 
د ارواپوهنې له نظره د پېداېښت تیوري:
د ارواپوهنې د تیوري یا نظریې پوهان فکر او تخمین کوي، چې ماشومان څه ډول د ماشومان تقلید کوي او ماشومان، چې څه اوري زده کوي یې او مخ پر وړاندې له مثبتو اړېکو سره مخ کېږي؟. په دې اساس ماشومان شرایطو ته په کتو ژبه زده کوي او دا ژبه زده کول خپل عادت جوړوي.
 
د بي اف سینکر او د هغه د همکارانو له نظره، زده کړه باید، چې د ماشومانو په خوښه وي او کوم بهرنی مجبورېت له ځانه سره ونه لري. د ارواپوهانو او د ارواپوهنې د علم د اصولو په رڼا کې پر دې ډول زده کړو ډېر ټېنګار کېږي. جایزه او انتقاد ددی پروسې په کامېابي او پرمختګ کې لویه ونډه لري. د دا ډول کړنو په تر سره کولو سره زده کوونکي خپله وړتیا ثابتوي او د نویو عادتونو د زده کړې په مقابل کې عکس العملونه ښيي، چې د زده کوونکي د پوهې تر څنګ د هغه سره د ژبې په زده کړه کې هم کومک کوي.
 
د ارواپوهنې د علم له نظره د ژبې زده کړه د نورو شیانو له زده کړې سره کوم فرق نه لري، بلکې د دا ډول عادتونو زده کړه ماشومان محرکه کوي، تر څو د هرې پروسې په مقابل کې د فشار او تکرار په ‌ډول عکس العمل وښایي.
 
 ارواپوهنه د ښې زده کړې، یووالي او برابري لپاره پر تقلید ټېنګار کوي. همدارنګه ارواپوهنه د ژبې د زده کړې په بحث کې وايي، چې تقلید کول کافي نه دي، بلکې د ژبې د زده کړې لپاره د ځېنو تکرارونو او تخنېکونو پر لاره اچول اړین دي. یا په بله وینا د ماشومانو لپاره د ژبې په زده کړه کې د یو ځانګړي موقف او اعتراض اختیارول اړین دي.
 
له دې کبله په ژبه کې د لاسته راوړنو او اقداماتو په اړه ارواپوهنه پر عکس العملونو ټینګار کوي.  دوی وایي، چې ماشومان له تقلید، قاعده، تکراز، فشار راوړل، عکس العمل او قیاس څخه ژبه زده کوي او دا توکي د ژبې د زده کړې لپاره اړین ګڼل کېږي. 
 
د ژبې په اړه د اصلیت ساتونکو نظریه
برخلاف په دې برخه کې د ارواپوهانو نظریاتو ته کومه خاصه پاملرنه نه دی شوې.  د اصلي ژبو د ساتلو طرف دار نومان کمونسکی په دې عقیده وي، چې د ژبې ساتل یو بیولوژیکي اساس لري. نوموړی وایي، ماشومان د ژبې په زده کړه کې طبیعي موقعیت، طبعیت او روزونکي ډېر تاثیر لري.
 
نوموړی په ژبه کې د ماشومانو د لاسته راوړنو په اړه وایي، چې ماشومان د ژبې په زده کړه کې یو خاص فطري او مورني ذاتي کیفیت او استعداد له ځان سره لري، چې دا فطري استعداد په نړۍ کې د ارواپوهنې د پوهانو لخوا درک شوی.
 
 اکثریت پوهان په دې اند دي، چې دا فطري استعداد له هر ماشوم او په هر ډول طبیعت او چاپېریال کې وي، ولئ له دی ډول فطري استعدادونو سره په کورنۍ، چاپېریال او ښوونځېو کې چال چلند فرق کوي. دا چال چلند ددی باعث ګرځي، چې ډېری فطري استعدادونه شنډ او یا له کار ولوېږي، چې لوی لامل یې له فطري استعدادونو سره ناوړه چلند په ګوته شوی دی. نو په دې اساس ویلای شو، چې ژبه د انسانانو ذاتي جوهر ګڼل کېږي.
 
مطابق د کمونسکي نظر سرچینه هلته ده چې پریږدی چې منع کړی یو خاص پیدایش او یو ساختمان په ټولو ژبو د انسانو کی، چې په اشکالو د انسانو د ژبی فرق کی حکم چلوي. چې ویل شوی چانس د انتخاب په دوه ژبو محدوده ده.
 
د کمونسکي د نظرې مطابق دا د انسانانو حق ګڼل کېږي، تر څو دوی د خپلې مورنۍ ژبې تر څنګ په نورو ژبو خبرې وکړي، له نورو سره خپل افکار شریک کړي، د نورو په افکارو ځان پوه کړي، خپلې ستونزې له نورو سره شریکې کړي او د نورو له ستونزو ځان خبر کړي، چې د ټولنو او وګړو تر منځ دا کار یو نړیوالتوب ته لاره هواروي. ددی نظرې ډېری طرفداران په دې اند دي، چې د مختلفو ژبو سرچینه په مقرر ډول د انسانانو په مغزو کې شتون او ځای لري.