سوله جوړونه څه شی ده؟  What is peace-building?

"د سولې جوړونې په تمریناتو کې د یوه ګډ نظر نشتوالی یوه لویه ننګونه ده."
 
د سولې جوړونې (Peacebuilding) مفکوره کله او د چا له خوا رامنځته شوه؟
د سولې طرحه د یوه ټولنیز مفهوم په توګه د لومړي ځل لپاره د سولې مطالعاتو پوه (جوهان ګالټینګ) لخوا په 70مه لسیزه کې جوړه شوه. نوموړي ټينګار کاوه چې د تاوتریخوالي د مفکورې پر وړاندې د سولې جوړونې یو داسې بنسټ رامنځته کړي، چې د تاوتریخوالي او شخړو د لاملونو په نښه کولو سره تلپاتې سولې ته وده ورکړي او د شخړو د حل کولو لپاره د بدیلو میکانیزمونو ملاتړی وي.
 
جوهان ګالټيګ (1976م) کال په یوه علمي مقاله کې لیکلي؛" داسې جوړښتونه باید وموندل شي، چې د جګړو علتونه څرګند کړي او داسې شرایط ترلاسه شي چې د روانو جګړو د مخنیوي په موخه بدیل لارې وموندل شي."
 
د سولې جوړولو (Peacebuilding) اصطلاح د لومړي ځل لپاره  د ملګرو ملتونو د سیسټم د 1992 کال د راپور په ځواب کې معرفي شوه چې د سولې د همدې پروګرام  اجنډا د منشي سکرتر (بوټروس غالي) لخوا جوړه شوې وه او همدا اقدام ددې لامل شو چې د سولې جوړولو کلمې د کلونو راهیسې په نړۍ کې عملي پرمختګ ته لار وموندله. په ورته وخت کې دې مفکورې  په علمي حلقو او د نړیوالو مرستو په صنعت کې خورا وده وکړه.  د سولې همدا مفهوم اوس په ټوله نړۍ کې د دریو ډلو (اکیډیمیا، ملګري ملتونه او د نړیوالو مرستو فعالینو) له خوا په عملي ډول پر مخ بېول کېږي.
 
په دې مقاله کې به زه  لوستونکو ته په دې اړه لږ څه پوهاوی ورکړم، چې څنګه دوی کولای شي، د سولې جوړولو په مفهوم پوه شي؟، په دې برخه کې به یو څه محدودیتونه هم په لنډه توګه څېړل شي او وروسته به په دې اړه تاسې ته ځینې انساني نظریې وړاندې شي، چې تر یوه حده به ستاسې د ستاینې او منلو وړ هم وګرځي.
 
علمي پېژندنه
که څه هم علمي تعریفونه بېلابېل دي، خو موږ به یې یوازې پر هغو پېژندونو خبرې وکړو، چې ټولمنلي دي. دلته د سولې د مطالعې مخکښ پوهان او حتی ډیری  پوهنتونونه شتون لري، چې د سولې او شخړو د مطالعاتو په برخه کې پروګرامونه لري. هر یو یې د خپل کاري چوکاټ مطابق تعریفونه وړاندې کوي. راځئ، چې د احساس ترلاسه کولو لپاره لاندې دریو بېلګو ته نظر واچو او لومړی د هغه سړي نظر ګورو، چې د لومړي ځل لپاره یې دا اصطلاح رامنځته کړې ده او هغه سړی بل څوک نه بلکې جوهان ګالټینګ دی چې وایي:
«سولې جوړونه: د هغو ملاتړ کوونکو جوړښتونو پروسه ده، چې د جګړې په جریان کې د جکړې لاملونه په ګوته کوي او د جګړې بدیل په داسې شرایطو کې وړاندې کوي چې بیا جنګ پېښ نه شي.» - جوهان ګالټنګ
 
په دې اړه یو بل مهم فکري رهبر (جان پال لیډیرچ) دی چې اوسمهال د (نوتر ډیم) په پوهنتون کې د نړیوالې سولې جوړونې پروفیسور دی. هغه د سولی جوړونې په هکله ډېر په زړه پورې کتابونه لیکلي دي او په ختیځ مینونوټ پوهنتون کې د عدالت او سولې جوړونې د مرکز بنسټ ایښودونکی ګڼل کېږي.
 
“د سولې جوړونې کلمه د یو هراړخیز مفهوم په توګه پېژندل شوې ده، چې د پروسې د بشپړتیا ، چلند ، دوامداره هڅو او سوله ییزو اړیکو د پېژندلو په معنا کارېږي. یعنې دا اصطلاح پراخې دندې په ګوته کوي، چې د سولې د رسمي سندونو د څارولو په معنا ده. په استعاري ډول؛ سولې ته باید یوازې د وخت یا حالت د مرحلې په توګه ونه کتل شي، ځکه چې دا یو متحرک ټولنیز جوړښت دی. "- جان پاول لوډریک
 
د نړیوالې سولې د مطالعاتو په برخه کې د نوتر ډیم پوهنتون او کرک انستیتیوت د نړۍ له سترو او مخکښو مرکزونو څخه ګڼل کېږي، چې د دوامدارې سولې لپاره د تاوتریخوالي او شخړو ستراتیژیک لاملونه مطالعه کوي. د کرک انستیتیوت پوهنځی او همکاران یې د سولې او قضاوت د پراخو موضوعاتو په برخه کې فرعي څیړنې ترسره کوي. راځئ وګورو، چې دوی د سولې جوړونې په اړه څه ویلي دي:
"د سولې جوړونې په مفهوم کې د قومي ، مذهبي ، ډله ییزو او توکمیزو سرحدونو په اوږدو کې د قوي، شخصي او سیاسي ګروپونو د اړیکو پراختیا شامله ده، چې موخه یې د عدالت له لارې د تاوتریخوالي حل کول او جوړښتي شرایط بدلول دي، تر څو له مرګونو شخړو مخنیوی وشي.
 
"د سولې په جوړونه کې، د شخړو مخنیوی ، د شخړې مدیریت، د شخړې حل او له جګړې وروسته پخلاینه شامل دي." - جان بی کروک انسټیټیوټ د سولې او عدالت لپاره، د نوتر ډیم پوهنتون د جان بی کرک انستیتیوت نه یوازې د سولې جوړونې؛ بلکې د 'ستراتیژیکې سولې جوړونې' په اړه هم څېړنې کوي. د سولې د تیوریسټانو او د پوهنتونونو لخوا وړاندې شوي تعریفونه خورا ځانګړي دي. دلته ځینې بېلګې شته، چې وروسته به پرې هر اړخېز بحث وشي.
 
ملګري ملتونه
څرنګه چې د سولې جوړونې اصطلاح د ملګرو ملتونو په ادارو کې  عملي کېږي؛ نو څرګنده خبره ده چې ملګري ملتونه د سولې جوړونې له کلمې څخه خپل ځانګړی عمومي مفهوم لري، دا مفهوم د هغو ادارو د لارښود لپاره دی، چې د سولې جوړونې په هڅو کې دخیلې دي او یا په دې برخه کې څېړنې تر سره کوي؛ خو دا هم باید وویل شي چې ډېرو ادارو د سولې لپاره خپل تعریفونه هم وضع کړي دي.
 
د ملګرو ملتونو سرمنشي بوټروس غالي د سولې لپاره اجنډا (1992) د ملګرو ملتونو د سولې جوړونې په اړه د تفاهم بنسټ کېښود. د سولې جوړونه په خپله د یوې اصطلاح په توګه نه ده تشریح شوې ؛ بلکې له "جګړې وروسته د سولې جوړونې" په توګه روښانه شوې ده. د یادولو وړ ده، چې دا له جګړې وروسته رامنځته کېږي. له "جګړې وروسته د سولې جوړونې" وړاندیز په لاندې ډول دی:
"سوله د جوړښتونو د پېژندلو او ملاتړ لپاره هغه اقدام دی، چې د سولې پیاوړتیا او ټینګښت ته لاره هواروي، ترڅو د جګړو د بیا راپورته کېدلو مخنیوی وشي."
 
د ملګرو ملتونو د سیسټم لپاره د سولې جوړونې مفکورې اساس په 2007 م کال کې د عمومي منشي د پالیسۍ د کمېټې له خوا  تصویب شو:
«سولې جوړونه یو لړ هغه اقدامات دي، چې د شخړو د مدیریت لپاره په ټولو پوړونو کې د ملي ظرفیتونو د پیاوړي کولو او د تلپاتې سولې او پرمختګ لپاره د بنسټونو د رامنځته کولو له لارې په شخړه کې د ماتې یا بېرته را ګرځېدلو ګواښ کموي.»
 
د ملګرو ملتونو ادارې (لکه؛ یو - ان - ډي - پي ، یونیسکو ، یونیسف او نور)  سولې جوړونې ته د نږدې کېدلو په څرنګوالي کې سره توپیر لري. ځینې په دې مفهوم باندې خورا برلاسي بریښي، خو ځینې نورو یې د خپل کار لپاره ځانګړي تعریفونه او اړوند چوکاټونه رامنځته کړي دي. دا چې د ملګرو ملتونو اداره د سولې جوړونې مفهوم څنګه عملي کړي؟،  یوه بیلګه یې د یونیسف اداره ده ، یونیسف د شخړو حساسیت او د سولې جوړونې د پروګرام لارښود په 2016م کال  کې وړاندې کړی دی:
«سوله جوړونه د شخړو په اړه د کار کولو په توګه تعریف شوې، د" لومړنۍ "یا" ثانوي "سولې د جوړونې د پایلو ترلاسه کولو لپاره په مستقیم ډول د شخړو د اصلي لاملونو او د پایلو پر بنسټ د تاوتریخوالي او شخړو د کمېدلو یا بېرته راګرځېدلو او ګواښ کمېدلو په معنا دی؛ تر څو په دې برخه کې ملي ټولنې او انفرادي ظرفیتونه تقویه شي، چې شخړې په رغنده توګه حل کړي او د تلپاتې سولې او پرمختګ لپاره بنسټونه جوړ او ملاتړ یې وکړي»
 
لومړنۍ او ثانوي پایلې؛ د پلان کولو، څارنې او ارزونې له سیستمونو سره مستقیمه اړیکه لري او مرسته ورسره کوي. د شخړو  په اړه کار د شخړو له حساسیت او تشریح سره تړاو لري او دا کار په یونیسف اداره کې د سولې جوړونې له عملیاتي هدف سره اړیکه لري، خو دا تعریفونه د هغو کسانو لپاره نه دي، چې له یونیسیف ادارې څخه بهر کار کوي. تاسو د یونیسیف کارونه د ملګرو ملتونو د هغو سازمانونو له فعالیتونو او کړنو سره پرتله کولای شي، چې د سولې جوړولو په برخه کې کار کوي.
 
د ملګرو ملتونو په ادارو کې د سولې جوړونې د اصطلاح متفاوت تفسیر او تطبیق باندې د لا ښه پوهاوي لپاره، د ملګرو ملتونو د سولې جوړونې ملاتړ دفتر (PBSO) د سولې جوړونې په برخه کې د مختلفو ادارو هڅو ته د لارښود په توګه یو تعریف وړاندې کړی:
 
"د سولې جوړول د ستراتیژیکو پروسو او فعالیتونو دوام دی، چې موخه یې د اوږدمهالې سولې لپاره اړتیا په ډاګه کوي او په شخړو او جګړو کې د بیا راګرځېدلو امکانات کموي ... دا ګټوره ده، چې د سولې جوړونه د یوې پراخې پالیسۍ په چوکاټ کې ولیدل شي، ترڅو د دوامدارې سولې د رامنځته کېدو لپاره د یوې ګډې هڅې په توګه د جګړو مخنیوي، سولې جوړولو، سولې ساتلو، د هغو په پرمختګ او پراختیا کې د اړوندو هڅو ترمنځ همغږي پیاوړې شي».
 
د سولې د پراخ چوکاټ په توګه ددې مفهوم په نظر کې نیولو سره ، د PBSO تعریف یوازې د ملګرو ملتونو د پالیسۍ په کچه د ستراتیژیکو موخه لپاره عملي ګام ګڼل کېدای شي؛ خو د ملګرو ملتونو د نورو تعریفونو په څېر، د هغه چا لپاره ستونزمن دی، چې د ملګرو ملتونو له سیسټم څخه بهر فعالیت کوي.
 
د غیر دولتي او نړیوالو مرسته کونکو مؤسیسو تعریفونه
انجیوګانې او نور نړیوالو مرسته کوونکي،  چې په صنعت کې دخیل دي، د سولې رامنځته کولو په اړه یې تعریف ټولمنلی نه دی. ځکه هر هغه  ارګان، چې دوی ته لارښوونه کوي ، دوی هم د هغه سازمان تابع او هماغه ځانګړی مفهوم وړاندې کوي.
 
ځینې داسې سازمانونه هم شته چې د (سولې جوړونې) کار ته ځانګړي شوي دي او ښايي یو ځانګړی لید ولري؛ په داسې حال کې چې ځینې نور یې د سیاسي موخو لپاره رامنځته شوي دي، چې له هېوادونو سره د مرستې په نوم خپل ستراتیژیک کارونه تر سره کوي.  راځئ په دې اړه ځېنو بېلګو ته وګورو.
 
  لومړی: زه به تاسو ته د هغو ډلو یو څو بېلګې درکړم، چې یوازینی موخه یې د سولې جوړونه ده. په یاد ولرئ، چې هر سازمان ډېر پراخ تعریفونه لري؛ خو زه یې دلته د عملي موخو لپاره په لنډ ډول رانقلوم.
 
«د (سولې جوړونه) د هېواد د مختلفو لوبغاړو د راټولولو په معنا ده، چې د هېواد په بیا رغونه کې بوخت دي» - انټرپیس
"د سولې جوړول د هغو دلایلو په اړه بحث کول دي، چې خلک یې په اړه مبارزه او ټولنې (بنسټونه) یې ملاتړ کوي؛ ترڅو خپل توپیرونه او جنجالونه پرته له دې چې تاوتریخوالي ته لاره هواره شي اداره کړي،." - نړیواله خبرتیا
 
«د سولې جوړونه: د شخړو د اصلي لاملونو په نښه کول دي. دا له خلکو سره مرسته کوي؛ تر څو مخکې له دې چې تاوتریخوالي ته لاره هواره شي، خپل اختلافات حل کړي. " - د پخلاینې سرچینې
 
د غیر دولتي سازمانونو مجموعې په 2018م کال کې د سولې جوړونې یو کمپاین ترسره کړ؛ تر څو په ډیکشنریو کې د سولې جوړونې د کلمې مفهوم ځای پر ځای کړي.  زما له نظره دا یو ډېر ښه او عالي اقدام و، خو فکر نه کوم، چې دوی دې دا کلمه په انلاین قاموسونو کې ومومي.  د کمپاین غړو موافقه وکړه، چې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD) چې د نړیوالو مرستو د پالیسۍ په برخه کې کار کوي، د هغوی له خوا چمتو شوی تعریف وکاروي.
 
«سوله جوړونه:  په یو لړ شرایطو کې د داسې اقداماتو د ترسره کولو په معنا ده، چې د شخړو وضعیت کنټرول او د دوامداره شخړو مخنیوي او تلپاتې سولې لپاره د لومړنۍ او اخېرنۍ ژمنې په توګه وپېژندل شي» د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD)
 
که تاسې دې او تېرو دریو تعریفونو ته وګورئ ، په دې کې یوازې هغه تاوتریخوالی شامل دي،  چې له جګړې څخه سرچینه اخلي. لومړی د شخړې تېرې دورې ته پاملرنه کوي، یعنې تمرکز یې په هغو «لوبغاړو باندې دی» چې د هېواد په بیارغونه کې بوخت دي.
 
دا چې سیاسي فعالان د مرستې صنعت په چوکاټ کې څنګه د سولې جوړونې د تعریف احساس ترلاسه کوي، دا خبره به د نړیوالې پراختیا څانګې (DFID) روښانه کړو، چې د انګلستان دولت د بهرنیو مرستو د اداره کولو مسؤلیت په غاړه لري. د سولې جوړونه د دوی د تمویل د عمومي ستراتیژۍ یوه برخه ده او  دوی د سولې جوړونې مفکوره د  2010 م کال په عملي لیک کې طرحه شوې ده. ( د سوله ییزو دولتونو او ټولنو جوړول).
 
«د سولې جوړونه: د مثبتې سولې رامنځته کول دي. دا درې واړه له  یو بل سره تړلي عناصرلري: ۱ -  د سولې د جامع پروسو او موافقو ملاتړ کول ، ۲ -  په سوله ییز ډول د شخړې د حل لپاره میکانیزم جوړول  ۳ - د شخړې د دلایلو او اغېزو په نښه کول. " - د نړیوالې پراختیا څانګه (DFID)
 
په تعریف کې ، تاسو کولی شئ، د ملګروملتونو حکومت له خوا هغه ټاکل شوي لومړیتوبونه په ګوته کړی، چې په واقعي توګه کوم ډول پروګرامونه تمویلوي؟ یو له هغو څخه د متحده ایالتونو د سولې انسټیټیوټ دی (USIP) ، چې د متحده ایالتونو د کانګرس له خوا په 1980م کال کې تاسیس شوی دی.
 
«نړۍ ته د دوی وړاندیز دا دی، چې له تاوتریخوالي او جګړو پرته د متحده ایالتونو او نړیوال امنیت اړین دی» دوی د سولې په پراخه پروسه کې د هغو شرایطو ملاتړي دي، چې د سولې لپاره کار کوي او د متحده ایالتونو د جیو پولیټیکل موخو سره مرستندویه واوسي.  دوی ته د سولې جوړونې پراخ مفهوم د دوی د برنامو په پلي کولو کې ښکاري او ملاتړ یې کوي.
 
"په سولې جوړونه کې: بشري مرستې چمتو کول، د بشري حقونو ساتنه، د امنیت تامینول، د جنجالونو حلولو غیر متشددې طریقې رامنځته کول، د پخلاینې ملاتړ کول، د جګړه ییزو ټپونو درملنې چمتو کول، د کډوالو بېرته راستنېدل او د داخلي بې ځایه شوو خلکو بېرته راستنېدنه، د پراخو زده کړو ملاتړ کول او د اقتصادي بیا رغونې سره مرسته کول شامل دي. همدارنګه په دې کې د شخړو مخنیوی هم شامل دی، چې د تاوتریخوالي د تکرار مخنیوی کوي او په ټوله کې د شخړو مدیریت او د جګړې وروسته بیا رغونه شامله ده.  
 په لویه کې د سولې جوړونه د ډیر مدیریت شوي، سوله ایزې اړیکې او حکومتدارۍ جوړښتونو په لور بدلون کې د ګډون، د اصلي لاملونو او اغېزو په نښه کولو اوږد مهاله پروسه، د اختلافاتو مینځګړیتوب، اړیکې عادي کول او د داسې ادارې رامنځته کول شامل دي، چې پرته له تاوتریخوالي د شخړې مدیریت ترسره کړي. د متحده ایالتونو د سولې انسټیټیوټ (USIP)
 
د سولې جوړونې اتحادیه، چې له 100 څخه د زیاتو سازمانونو جوړه شبکه ده،  د تاوتریخوالي او شخړو د له منځه وړلو او د سولې د دوام لپاره کار کوي. د دوی موخه دا ده، چې د ټولو غېر دولتي او مرسته کوونکو مؤسیسو او نهادونو تر منځ پراخه همغږي رامنځته کړي.
 
"د سولې جوړونه: یوه انعطافي اصطلاح ده، چې د حکومت او مدني ټولنې د بېلابېلو فعالانو له خوا په ملي او نړیواله کچه د پراخو هڅو یوه مجموعه تشکیلوي، ترڅو د شخړې رامنځته کېدو څخه د مخه او یا له شخړې وروسته بېړنۍ اغیزې او اصلي لاملونه په ګوته کړي." - د سولې جوړونې لپاره اتحاد
 
د سولې جوړونې لپاره بشردوستانه چلند
که تاسې سوله ییز او سوله غوښتونکي یاست ، ولې په اکاډیمیا یا د ملګرو ملتونو د نړیوالو مرستو په صنعت کې غړیتوب نه لرئ؟؛ له بده مرغه په داسې حال کې ویلای شو چې دا تعریف په تاسې باندې د پلي کېدلو وړ نه دی؛ خو دا ستونزمنه خبره هم نه ده،  ځکه چې  د سولې ساحه پراخه ده او موجود تعریفونه محدود دي؛ نو موږ یوه نوي تعریف ته اړتیا لرو او کولای شو چې په دې اړه لا پراخ تعریف پیدا کړو.
 
د دې لپاره،  چې د سولې جوړونې هدف په منظمه توګه خلکو ته ور وپېژندل شي، زه د مفهوم د لا ښه والي لپاره پر انساني پوهه تمرکز کوم. مګر لومړی دا مهمه ده،  چې یو تعریف ومومو او محدودیتونه یې وپیژنو؛ نو راځئ یو نظر وګورو چې د سولې جوړونې کوم تعریفونه پوره او کوم ناقص دي؟
 
دا تعریفونه څه شی وړاندې کوي؟
ډیری وګړي په جګړو، تاوتریخوالي  او بشردوستانه کړکېچونو په ځانګړي ډول د جګړې یا جګړو وروسته برخو باندې زیات ټینګار کوي. ځینې نور بیا د جګړې د حل لپاره د سولې پروسې او میکانیزم باندې ټینګار کوي، دا د حکومتدارۍ ، جوړښتونو  او پالیسۍ کچې تر فشار لاندې راولي؛ همدارنګه د تاوتریخوالي، جنګونو د لاملونو په نښه کولو په اړه ډیرې خبرې شتون لري.
 
هغه څه، چې نه دي څېړل شوي
د جګړې یا تاوتریخوالي د مخنیوي په اړه ډېر لږ څه شته او داسې څه نشته پکې، چې د جګړې د پراختیا د مخنیوي لپاره شرط واوسي. د دوی ډېری تمرکز پرته له پرمختللې نړۍ څخه،  پرمختللي هېوادونه دي. لږ شمېر غیر عادلانه ټولنیز جوړښتونو شته، چې غربت، بې عدالتۍ / نابرابرۍ، استحصال، نظامي کول، د وسلو تجارت  او نور تولیدوي (چې دا شرایط به په ډېرو کمو هېوادونو کې  موجود وي)  موږ په ځواکمنو هېوادونو کې ځینې داسې سرغړونې او پالیسي وینو، چې په نورو هېوادونو کې د تاوتریخوالي او جګړو شرایط رامنځته کوي.  لږ تر لږه د خلکو ترمنځ د سوله ییزو اړیکو په جوړولو هم بحث نه کوي. د شخړو د اغېزو په نښه کولو کې خورا بې پروا دي .
 
د سولې جوړونې د عمل ژور انتقاد به په وروستۍ لیکنه کې راشي؛ خو د اوس لپاره، زه خوښ یم چې د سولې جوړونې تعریف له تاسې سره شریکوم. ما د تېرو څو کلونو په جریان کې په دې اړه ډېرې لیکنې کړې دي، چې د جنګ ځپلو ټولنو د وګړو منظمولو په برخه کې اړینې بلل کېږي. زه وایم چې دا د انسان متمرکز چلند دی. زما لپاره  د سولې جوړونې اساس د اشخاصو یا ډلو له خوا رامنځته شوی چلند دی، څوک چې په دې مسایلو کې  ښکېل دي؛ دوی د  سوله ییزې او عادلانه نړۍ د جوړولو لپاره هڅې کوي.
 
  په دې برخه کې د کړنو پراخه لړۍ، فعالیتونه او د ژوند انتخاب شامل دي، چې هدف یې د شخړې بدلول، د تاوتریخوالي مستثنی کول، د سیستمونو ډیزاین کول او نور دي، چې همدا فعالیتونه نابرابرۍ له منځه وړي، د کړاوونو مخنیوی کوي یا دا چې د جګړې او تاوتریخوالي لاملونه محوه کوي. د سولې رامنځته کول باید د خلکو ترمنځ خپل منځۍ او ټولنیزې شخړې له منځه یوسي او د یوې عادلانه ټولنې بنسټ ودروي