هغه سړي، چې یوه مړه ژبه یې را ژوندی کړه!

 پروفیسور ګیلاد ذکر من(Gil’ad Zucharmann) له نورو سره په توپیر ځینې پیسې (بودیجه) د بسپنې په توګه له ځان سره ساتلې وه، تر څو ل د تّسّمانین دیو(Tasamanian Devi) ژبه را ژوندۍ کړي. د ذکر من له خولې، تسمانین هغه وحشي بدرنګه حیوان ته ویل کېدل، چې په خطر کې وي او د له منځه تللو امکان یې زیات وي. د حیواناتو د ښایست او خاصیت له کبله استرالیا ډېرې ځانګړتیاوې لري، چې اکثریت یې له نورو ځایونو څخه راوړل شوي دي، چې مډرن ژوند لري.
 
 د نوموړي په وخت کې آسترالیا(Australia) ډېره مشهوره وه، د طبیعیت د ښکلا ګانو دې منظرو د پروفیسور ژب پوه ګیلاد ذکر من(Gil’ad Zucharmann)توجه دې مملکت ته را واړوله او په دې فکر کې شو، چې څه ډول له خطر سره مخ ژبې وژغوري او بیرته یې را ژوندۍ کړي. مخکې له دې، چې کلونیسرانز(Colonisers)هلته ورشي، آسترالیا په هغه وخت کې په دنیا کې یوه ناهمرنګه او نادره منطقه بلل کېده، چې تقریباً ۲۵۰ ډوله ژبې پکې ویل کېدې.
 
 دا ژبې د جغرافیایي جوړښت او یوازېتوب په وجه ډېرې پر مخ لاړې او هرې ژبې ځانته () خاص او ځانګړې ګرامري قواعد درلودل، چې مانا او مفهوم یې د نورو ژبو ویوونکو ته سخت کار وو. له هغو ژبو څخه یې یوه ګوګو ییمیهر(Guugu Yimiyhir) ژبه ده، چې د کوینز لند(Quins Land) په شمال کې پرې خبرې کېږي او نړۍ ورته د کنګرو(Kangaroo) نوم ورکړی دی.
 
د ۲۰۱۶م کال د احصایې پر اساس د ګوګو ییمیتر(Guugu Yimiyhir ) ژبې یوازې ۷۷۵ ژوندي او اصلي ویوونکي درلودل. د نورو ژبو پر خلاف مثلاً انګریزي، چې د خپل ګرامر پر اساس له چپ خوا ویل کېږي، خو د ګوګو ییمیهر(Guugu Yimiyhir) ژبې خبرې کوونکی بیا برعکس دا کار د یو ډول اشارو په واسطه تر سره کوي. په استرالیا کې له ۲۵۰ ژبو څخه، چې پخوا به مهاجرین پرې غږېدل ۱۳ یې د ورکېدو په حال کې دي، چې دوی یې لوی لامل د هغو کډوالو نه شتون یادوي () ، چې دلته به پر دغو ژبو غږېدل.
 
ذکرمن(Gil’ad Zucharmann) وایي، چې زه یقین لرم، په نړۍ کې اکثره خلک د حیواناتو له منځه تللو خطر ته متوجې شوې دي، ولې د دغو ژبو د ورکېدو خطر ته نه. دلیل یې دا دی، چې حیوانات د لمس کېدو او تماس وړ دي، که څه هم په ژویو او حیواناتو کې ځینې تجربې تر سره شوې، خو بیا هم د ځینو حیواناتو نسلونه له ورکېدو سره مخ دي، چې ښه مثال یې پانډا نومي حیوان دی. خو دا تجربې له خطره ډک حیوان ته هم د ژوندي پاتې کېدو هیلې وربښلای شي. خو برعکس د یوې ژبې د ژوندۍ پاتې کېدو لپاره تر اوسه داسې معیاري او پرمختللي اصول نه دي وړاندې شوي، چې یوه ژبه د مرګ له خولې څخه وژغوري او ویوونکي یې د ورکېدو پر احساس پوه کړي.
 
نوموړی زیاتوي، که چېرته حیوان ته نږدې شې، کېدای شي، ځانته ژوند او تاته مرګ درکړي او یا عادی پاتې شي، خو برعکس ژبه هغه وسیله ده، چې له ورنږدې کېدو سره یې هم ځانته او هم انسان ته د ژوندي پاتې کېدو چانس ډېروي. که څه هم ژبه د لمس کېدو وړ نه ده، مګر له نظري او معنوي اړخه یې خلک له اختلاف څخه زیات پر اهمیت او تنوع پوهېږي.
 
 په۲۰۰۴م کال کې ګیلاد ذکرمن(Gil’ad Zucharmann) آسترالیا ته په خپل سفر کې ډېر د خوشحالۍ او مینې احساس کوي او  آسترالیا ته په نړۍ کې د یو با ارزښته او ښایسته هېواد په توګه یو څه کومک ته هم چمتو کیږي. دا ژبپوه او د پروفیسور زوی د یو هیله بښوونکي شخص په توګه د هیتلر په شان یو ځایي وژنې نه کوي، بلکې د ()هیبرو (Hebrew) ژبې د څېړونکي او ویوونکي په توګه یې ژر یو ځای پیدا کړ، چیرې چې هغه کولای شو، د بومي ژبې ویوونکو ته خپل تاثیرات بیان کړي. ذّکّر من(Gil’ad Zucharmann) د اول ځل لپاره مافوق او سرتا سري ضروري قواعد پر ځای کړل.
 
  د یوې ژبې د بیا را ژوندي کولو او پرمخ یون لپاره څه ډول او څومره توجه په کار ده؟ چې بیا را ژوندۍ شي لکه هیبرو(Hebrew)، والش(Walsh)، کارنیش (Cornish) او آیریش(Irish) تر هاوایي د شمالي امریکا ژبې لکه: وامپا نوګ (Wampanoag)، مایامیا (mayaamia) او نور... دا هغه پوښتنه وه، چې نوموړی یې د هیبرو ژبې د بیا راژوندي کولو کار ته وهڅاوه. ذکر من(Gil’ad Zucharmann) په خپل اصلي ټاټوبي کې لوی شوی، او نن د خلکو تر منځ د اوسنۍ زمانې په لوبغاړي (Modern Hero) باندې مشهور دی او خلک یې په اړه خبرې کوي. دا څېره د ژبې د بیا را ژوندي کولو په برخه کې یوه پېژندل شوې نامتو څېره ده، چې، نوموړی تر ډېره د ژبو په برخه کې د بحث اصلي څېره ګڼل کېږي. ګلیاد ذاکرمن د ۱۹۷۱م کال د جون په ا  نیټه دې نړۍ ته سترګې غړولې دي.
 
 دا ژبپوه د اسرائیلو اوسېدونکی دی. نوموړي د سنټ هیو کالف اکسفورډ کالج لوستی، له تل اویو پوهنتون څخه یې لومړۍ دوکتورا اخېستې او دویمه دوکتورا یې د کمبریج پوهنتون څخه تر لاسه کړې ده. او په ادلایډ، جیائو ټونګ شانګهای، کوئینزلنډ، د سینګاپور په ملي او د تګزاس په پوهنتون کې یې درس ورکړی دی. هیبرو (Modern Hebrew) ژبه ۲۰۰۰ کاله غیر فعاله وه، تر هغو چې ویوونکو یې ددې ژبې د بیا راژوندي کولو لپاره کار نه وو کړی، وروسته له عملي کار څخه دا ژبه یو ځل بیا د ویوونکو لخوا د خبرو اترو وسیله وګرځېده، خو د  ۱۹میلادي پیړۍ په اخېر کې دا خلک یو ځل بیا له یو بل ناورین سره مخ شول، هغه دا چې پخوانۍ تورا(Bible) ژبه بیا د یوې مډرنې ژبې په توګه سر راپورته کړ. پخوانۍ تورا په  نوي مډرن ژوند کې پر هیبرو (Hebrew)ژبې اغېز وکړ.
 
کله، چې اسرائیل په ۱۹۴۸م کال کې رامنځته شول، نو هغه وخت پخوانۍ تورا (Bible) د يهودیانو مورنۍ ژبه وه، چې د هیبرو په نسبت یې زیات ویوونکي درلودل. د ذکرمن (Gil’ad Zucharmann) تخصص او شخصي تجربو سره د مدرن هیبرو (Modern Hebrew) او د هغه کار ددې ښکارندویي کوي، چې نن هم په آسترالیا کې د هغه په کار نظر بحث او څېړنې تر سره کېږي. نن په اسرائيلو کې هغه ژبه، چې میلونونو خلکو پرې خبرې کولې او یا یې کوي، د هیبرو په نوم یادېږي، چې هیبرو د بابیل(‌Babil) ژبه کېدای شي. يهودیانو ونشوکولای، چې د عیسیَ ژبه را ژوندۍ کړي، ځکه دا کار څه ساده کار نه و، چې یوه ژبه هغسې چې وه، بېرته  دې را ژوندی شي.
 
 ذکرمن (Gil’adZucharmann) په خپلو خبرو کې دا په ډاګه کوي، چې مدرن هیبرو(modern Hebrew) هماغه اسراییلي څو شاخه یي یا څو رقمه ییزه مجموعي ژبه ده، چې د یهودیانو د اصلي ټاټوبي څخه راوړل شوې، لکه ییدیش(Yiddish)، پولیش(polish)، روسي(Russian) او عربي(Arabic) چې د وخت په اوږدو کې سره ګډې شوې او یوه مډرنه ژبه یې جوړه کړې ده.
 
د ذکرمن د وینا پر اساس د ژبو یو پر بل اوښتلو او یا په بیا را ژوندي کولو کې نه باید دا یو مشکل وګنل شي بلکه دا یو طبیعي او ضروري عمل دی، چې هر وخت هر ځای را پېښېدای شي. ویده ښایست (Sleeping Beauties) په اسټرالیا کې د ذکر من(Gil’ad Zucharmann) زیات فکر بارن ګارلا(Barngarla) یوې مړې ژبې باندې وي، چې ذکرمن یې نوم هم ویده ښایست ایښی وو. په دې ژبې باندې د اسټرالیا په منځنیو او جنوبي ښارونو لکه: پورت اګستا (Port Augusta)، پورن لینکلن (Port Licoln) او وایلا (Whyalla) کې خبرې کېدې.
 
 موني داویس(MoonieDavis) د سیمې اخېري خبرې کوونکی په ۱۹۶۰م کې وفات شو. مګر کوم وخت، چې ذکر من (Gil’ad Zucharmann) د ژبې ویوونکو ته د دی ژبې د بیا را ژوندي کولو وړاندیز وکړ، نو د دوی عکس العمل خوشحالوونکی و. دوی وویل: مونږ ۵۰ کاله داسې یوې ورځې ته انتظار کاوه. ذکر من د خپل کار په شروع کې یوې ډیکشنري ته اشاره وکړه، چې د لوترن چرچ (Lutheran missionay) په نوم وه. په دې ډیکشنري کې لغاتونه د رابرت شورمن( Rabert Schurmann) لخوا په ۱۸۴۴م کال کې راټول شوي و. په ۲۰۱۱کال ذکر من(Gil’adZucharmann) خپل دوامدار سفرونه د بارن ګارلا ایالت ته شروع کړل، تر څو دا ژبه بېرته را ژوندۍ کړي. د بارن ګارلا د خلکو په همکاری ذکرمن(Gil’ad Zucharmann) د شورمن(Shorman) او د هغه د پلرونو او نیکونو ویناوې، چې نوموړي ترې اورېدلې وې را غونډوې، تر څو د لومړي ځل لپاره یوه لغات نامه رامنځته کړي، چې د اوسني ژوند سره سمون وخوري. یا دا چې د بارن ګارلا ژبه د انګریزي او کمپيوټر له رسم الخط سره برابره کړي، لکه اوسنۍ چینایي (Mandarin Chinese) ژبه، چې حروفو ته یې برقي مغز (Electric Brain) وایي.
 
مخکې له دې، چې ددی ژبې اخیري ویوونکي مړه شي، بارن ګارلا بیا ژوند وموند او د امکان تر بریده یې د اصلې او پخوانۍ ژبې په شان پر مخ یون وکړ. مګر ددی ناچارې هیبرو ( Hebrew) ژبې موضوع به هیڅکله په مکمل ډول د پخوانۍ ژبې په څېر نه وي، ځکه چې په دې ژبې ډېر وخت تیر شوی او د کالونو را په دیخوا پرې د نورو هېوادونو د ژبو اغېزې وې. مګر د بارن ګارلا ټولنه په دې افتخار کوي، چې بېرته په خپلې پخوانۍ ژبې خبرې کوي. ذکر من (Gil’ad Zucharmann) په دې کار سره د غلطی احساس نه کوي، بلکې په حقیقت کې دا کار د یوې ژبې پر وړاندې د نورو ژبو پراختیا څرګندوي.
 
 د ژبې وژنه: د ژبې وژنه، یا (Linguicide) یو ډول د ژبې وژنه ده، چې د ژبو د وژنو له لسو ډولونو څخه یې یو ډول دی، چې ملل متحد(United Nation) سره ثبت ده او دوی یې پېژني. بارن ګارلا ژبه دفعتاً مړه نه شوه، بلکې په ۱۹۶۰م کال د ژبو د پېښېدونکو طبیعي دلیلونو په څېر لکه  د نورو اصلي یا بومي (Aboriginal) ژبو په څېر د شلمې پېړۍ په نیمایي کې د امپریالېزم د سیاست (imperialistic policies) په څېر له منځه یووړل شوې. د آسترالیا دهغه وخت حکومت ماشومان له خپلو میندو او پلرونو څخه جدا کول او شپه ورځ به د بورډینک په مکتب(boarding schools) کې اوسېدل، چې په زرهاوو مېله لرې وو. دغو ماشومانوډېره ژر انګریزي زده کړه او خپله مورنۍ ژبه یې هېره کړه. نو کله به، چې خپلې کورنۍ سیمې ته تلل، دوی نشو کولای، چی له خپلې کورنۍ سره د هغوی په ژبه خبرې وکړي، ځکه چې دوی خپله مورنۍ ژبه هېره کړې وه.
 
لوینیا ریچاردز(Lavinia Richards) د یو تښتول شوې (stolen generation) غمیزه () په یاد لري، چې په زوره د آسترالیا د چارواکو له خوا د خپلې کورنۍ نه جدا سوله او جبراً د بهرنۍ انګلش په ژبه یې خبرې کول وختې، چی سی دی (CD) د ربارن ګارلا متاثر شوې تښتول شوې نسل خپره شوه. په جون ۲۰۱۸ کې دې ښځې خپل شعر پرې اضافه کړ، چې د یو ګل د لېدو په وخت کې یې په یاد راوړه، چې دوی د بهرنۍ ژ بی د پاره د ژوند نه منع شول.
 
د ذکر من (Gil’adZucharmann) په نظر درې مهم دلیلونه وجود لري، چې باید یوې ژبې ته دوباره ژوند ور وبښل شي: ۱ــ  اول ساده اخلاقي موضوع، چې خلک یی باید هر وخت او هر چېرې له خپلې ژبې ملاتړ وکړي، یعنې په ټوله کې هغه د کلونیال (Colonial) () ژبنۍ قدرت وساتي. ذکرمن وایي، دا یو حقیقت دی، چې هغه وخت آسترالیایي حکومت کوشش کاوه، تر څو د ځینو تعصب لرونکو کسانو لخوا په ۱۸۴۳م کال کې ځینې ژبې له منځه یوسي، چې د هغو معتصبو کسانو لخوا () یو آنتوني فاستر(Anthony Faster) و(). 2 ذکر من (Gil’ad Zucharmann) بل دلیل د ژبو ګټور اوسېدل دي. نوموړی زیاتوي، چې د ژبې ژوندي پاتې کېدل په خپل بر کې ډېر څه نیسي.
 
د کلچرل اناتومی(cultural autonomy) کلتور خود اختیاري، عقلاني او فکري استدلال، روحانیت او سلامتیا هم ډېر مهم او اساسي توکي ګڼل کېږي، چې د ژبې په را ژوندي کولو کې ډېره مرسته کوي. ګیلاد ذکرمن (Gil’ad Zucharmann) وایي: (که تاسې ژبه له لاسه ورکړی، نو دا په دې مانا ده، چې تاسو خپل روح له لاسه ورکوی او که چېرې تاسو دوباره خپله مړه ژبه را ژوندۍ کړی، نو تاسو یوځل بیا () خپل غږونه، لغات، ژبني واحدونه او د ژبې ټولې جرړې را ژوندی کړې. ذکر من (Gil’ad Zucharmann) په دی یقیني دی، که چېرې د اصلي بومي (Native) ژبې، ویوونکي خپله اصلي ژبه لاس ته راوړي، نو دا کار به د دوی په صحي او رواني افکارو اغېزه وکړي.
 
 یوه مقدماتي څیړنه، چې په ۲۰۰۷م کال د آکسفورډ پوهنتون(Oxford university) د انګلستان، بریتش کولمبیا پوهنتون(British Columbia university) او د کاناډا ویکتوریا پوهنتون (CanadaVictoria university) لخوا تر سره شوې، د ذکر من(Gil’ad Zucharmann) له افکارو او نظریاتو څخه ملاتړ کوي. 3 دریم دلیل یې دا دی، چې د ژبې ژوندي کول او ملاتړ دانسانیت پېژندنه ده، ځکه ټولنې او خلک د ډیرو او ډول ډول ژبو په ویلو سره ټولنې ته ښکلا ورکوي. مختلفې ژبې (multilingual) د انسانیت انعکاس دی، او نن د افتخار ځای دی، چې استرالیا په همدې کار کې شهرت لري.
 
ذکر من ته دا ستونزمنه وه، چې دا بحث او د ژبې را ژوندي کول یوازې پر مخ یوسي، بلکې د کاندس ګالا یموموواهینی کپو ګیلا(Candace Kaleima moowahine kapu Galla) د سیمې اصلي اوسېدونکې هاواییین (Hawaiian) او همکار یې، چې د کولمبیا د پوهنتون استاد دی او په هاوایي ژبه خبرې ژبه، چې نورو هاوایییانو ته یوه ساده ژبه معلومیږي، په اصل کې یوه ډېره پخوانۍ ژبه ګڼل کېږي. ددې ژبې په هکله د اخبار، مستندو لیکنو او د کېسو تاریخ  ۱۸۰۰م کالونو ته رسېږي. ګالا وایي، چې هاوایي ژبه د هاواییانو د کلتور او فرهنګ سرچینه ګڼل کېږي. نوموړی وایي، چې د هولا مشهوره نڅا، چې له کلونو را په دیخوا په ټوله نړۍ کې مشهوره ده، امکان نه لري، چې سړی پرته د هاواییي ژبې له زده کړې پرې پوه شي.
 
ذکر من د بارن ګارلا ژبې د راژوندي کولو په برخه کې یو لوی پلان لري، تر څو له خلکو سره ددی کار په خاطر اړیکې ټینګې کړي، تر څو په  راتلونکې کې په پراخ ډول خپل پیغام ټولو خلکو ته ورسوي. نوموړې د لومړي ځل لپاره د ژبې  د را ژوندي کولو آن لاین زده کړه شروع کړه. په ۲۰۱۴م کال کې یې ۱۱۰۰۰ مشترکین د ژبې د را ژوندي کولو له پاره پیدا کړل او د ۱۸۸ هېوادونو په شمول افغانستان او سوریه او هغه هېوادونه، چې په کې د نژاد وژنه او د ژبې وژنه عادي او معمولي وي شامل دي. نوموړی وایي، زه له هغو کسانو سره په اړیکه کې اوسم، چې اکادمیک نه وي، هغو سره، چې د ژبې فعالین نه دي، هغو سره، چی پوهنتونونو ته نه ځي او پیسې نه لري او له هغو سره، چې علاقه یې د ژبې د را ژوندي کولو سره وي او د پر مختګ لېواله وي.