د ټرمپ د پرېکړې خلاف؛ بریتانیا، فرانسه، جرمني، بلجیم او پولنډ پر جولان لوړو د اسرائیلو حاکمیت په رسمیت نه‌پېژني

روهي (جمعه/۸ د وري)، پنځه اروپايي هېوادونه بریتانیا، فرانسه، جرمني، بلجیم او پولنډ چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړي هم دي د جولان لوړو په اړه د ټرمپ د پرېکړې خلاف پرېکړه کړې ده.

دغه پنځه اروپايي هېوادونه وايي چې پر جولان لوړو د اسرائیلو حاکمیت په رسمیت نه‌پېژني او د ټرمپ د پرېکړې خلاف دي.

په ملګرو ملتونو کې د دغه هېوادونو سفيران وايي چې په زور او فشار سره د يوې سيمې ورکول و بل هېواد ته منعه کړنه او قانون ماتونه ده.

له دغه پنځو هېوادونو وړاندې ترکيې، روسيې او ايران د ټرمپ پر يادې پرېکړې نيوکې کړې وي او ويلي وو چې په دې اړه به ملګرو ملتونو ته شکايت وکړي.