چيغه دپشتون يم ولوله په دنګوغرويمه
جوړ سو توفانو نه زلزله په وطنويمه
ګډې سوې ناري په غليمانو بلوا ګډه سوه
خاورې ککرۍ سوې دبدبه په ولسويمه
زموږ دمټو زور يې وليدی چی کرارنه لري
اوس يم په کپ اخته هنګامه په بيابانويمه
اوس يې هم ماغزه په کرار نه دي تل په ډارګرځي
ننګ دميړانو يم زمزمه په ترانو يمه
دلته فرنګيان وچنګيزيان په ګډو سوي دي
ډک يم له غروره چی شمله دپشتنويمه
کوردعظمتونويم همت دننګيالويمه
هرنمرود ته داريم چی کيسه دپخوانويمه
تل می په غليم باندې دمورشيدي زهر کړي دي
ژونددازادۍ يم ازموده په ميدانو يمه
نريمه پشتون يمه تاريخ دولولو لرم
تندرداسمان يم چی نغمه په ګودرويمه
اوريم سره لمبه يم هرغاصب دی په چيغارونن
پت يمه عظمت يم چی نن فخردنيکويمه
سنګر ميوندی دی زه الکوزی په وياړمه
شوردی دزمريانو چی ټپه په اتڼويمه
وروستي