دسولې ښکرور خنډونه

له تېرو څلویښتو کلونو راپه دېخوا مو هېواد د نیابتي جګړې په ډګر بدل شوی ده. نړۍ او دسیمې هېوادونو خپلو ښکاره او پټو موخو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول ځانونه ورسول او لا یې هم رسوي.
 
خو اوس تازه د سولې غوټۍ راټوکېدلې دي، چې نه یوازې په کور د ننه یې توند هرکلی شوی دی،  بلکې کاونډ هېوادونه هم خوشبینه دي.
خو بعضې کړۍ شته، چې د سولې د شته پرمختګونو په مخ ګې خنډ واقعې شوي دي.
 
پخوانی جنګسالاران
که د پخوانیو جنګسالارانو ژوند ته ځغلنده نظر وکړو په ډېره اسانۍ سره به دا راته مالومه شي، چې اصلا دوی د  هېواد، دین او ولس خرڅونکي دي.
دوی دي، چې د جهاد او اسلام له نومه څخه یې د شخصي جیبونو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې. د دې هېواد د کونډو او یتیمانو په وینو یې د ځانونو لپاره هوسا او ارمه ژوند جوړ کړ.
له روس څخه راپاتې سلګونه زغروال ټانګونه، موټرې... او نور د کباړ په نوم تر پاکستان ورسول.
او لا یې هم پر همدې مزو او چرچو سر دي، ځانونه د اسلام ټیکه داران بولې او خپلې خبرې وراته سپېڅلې کرښې ښکاري.
نه د چا مني او نه هم چا ته غوږ ږدي که هره خبره کوي مختاړی یې ورسره همدا وي چې (من جهاد کردیم و افغانستان ازاد کردیم)
لومړی دوی د سولې په مقابل کې لوی خنډ دي ځکه یادو کسانو د ملت وینې زبېښلې دي او د سولې په راتلو سره یې موقف او شخصي ژوند دواړه له منځه تلونکی دی.
خو د الله په فضل سره، چې د دوی بدرنګه او ملموسه څېره اوس ولسه ته روښانه شوې ده او هیڅ څوک د تېر په څېر پرې باور او اعتبار نه کوي .

دویم: پنځم ستون
پنځم ستون عبارت له هغو کړیو څخه دی چې د نظام د ننه د موجوده نظام تخریب کوي .
دوی هم د سپېڅلي رب په پار کومه کړنه نه ترسره کوي او نه هم دومره سخیان او خاکساران دي، چې د ولس او دین غم وي ورسره، بلکې د دوی شخصي موقف او یاهم ژوند په خطر کې وي یاهم زیانمن شوی وي.

تاسو به لېدلي او کتلي وي، چې ځینې لوړ پوړې چارواکې، چې کله په نظام کې دننه  وي نو ښه په زغرده دحکومت او دولت ملاتړي وي خو کله، چې د موقف څخه په قانوني ډول لرې شي بیا همد ا کس یاد نظام کافر، سیکولر، ترهګر او غیر قانوني بولي چې ښه بېلګه یې حنیف اتمر، محقق... او عطا نور ده
دوی هم په شکل د اشکالو په ځینو مواردو کې د سولې پر واړندې خنډ دي.
 
درېیم ډول یې افوه خپرونکې کسان دي
یاد کسان د کوچنیو شخصي موخو په پار  یوه خبره فېسبوکې کړې او د نړۍ تر کوټ کوټ یې ورسوي، په دوی کې زیاتره کومه مشخصه موخه نه لرې خو بیا هم  په فطرې ډول دوی خوښه وي، چې خپل نظر پر خلکو تحمیل کړي او د شته پرمختګو مخه ډب کړي.
 
ایا اوس سوله کېږي؟
د سولې روان ګړندي بهیر نه داسې ښکارې، چې سوله کېدونکې ده او باید وشي. ځکه چې نور نه امریکا غوړي، چې دلته دي پوځي ماموریت اوږد وکړي همدارنګه  اوس وسلوالو طالبان هم له نه ختمېدونکې جګړې څخه ستړي شوې دي.

امریکا نوره دلته د شرم لوړې نقطې ته رسېدالې ده مالي او ځاني زیان یې له اټکل څخه زیات ده.
دوی صرف اوس د خټې پوزه ځانه ته جوړه وي.
 
بلخوا د سیمې هېوادونه له داعش څخه په وېره کې شول او کوښښ  دا کوي تر څو د یادې فاجعې مخه په کلکه ونیسې دوی تر ټولو اسانه او ارازنه  لاره په افغانستان کې د سولې راوستل وبلل.
همدا رنګه تر ټولو زیاته قرباني دلته عام ولس ورکړې ده او تر ټولو زیاته اړتیا همدا ولس لري سولې ته.

افغان ملت له جګړې دومره په تنګ دی، چې په هر قیمت وي خو باید سوله دي راشي دوی له تېرو ټولو ناخوالو تېرېږي او په ښکاره یې بښنه کوي خو، چې سوله وي.

په اوسنیو وختونو کې ړندې بمبارۍ او د عامو وګړو مرګ ژوبلې د دوی حوصله تر دې راتنګه کړې ده، چې نور یې د دار تر رسۍ رسولي دي.

ښکیلو غاړو ته سپارښتنه
له دواړو یادو غاړو څخه د ټولو افغانانو غوښتنه او هیله دا ده چې راځئ سوله وکړو او د امن او ورورولۍ په فضأ کې پاته ژوند په پر مخ وړاندې بوځو. نه امریکا زموږ له غمه سره په درد ده او نه د اسلام په جامه کې د اسلام دښمن پاکیستان.

بلخوا د ایران او روس هم نه زموږ خیر غوښتونکی ده او نه یې هم غواړي . له تېر څخه یې زده کړې او راتلونکي مو په خپله خوښه وټاکئ. نو ویلی شو، چې راځئ تېر په هېر کړو او د بین الافغاني سولې په ټغر سره راغونډ شو. سلامت او ملامت له یاده وباسو او د دې زورېدلي او کړېدلي هې.