د بنګله دېش بې ستري (لومړۍ برخه)

سريزه
په ١٩٧١ کال د بنګله دېش په نامه، چې د "اسلامي پاکستان" يو وزر و، خپل ځان ته خپلواک هيواد جوړ کړ. که څه هم له هماغه نېټې، يانې ١٩٤٧ کال کې د دوو ځانګړو کلتوري او جغرافيايي هويتونو ترمنځ د يوه هيواد د جوړونې امکان ناشونى ښکارېده، خو د برتانوي استعمار د ګټو غوښتنه وه چې د نړۍ او سيمې غولونې لپاره دا کار تر سره کاندي. پداسې حال کې چې د لويديځ او ختيځ پاکستان تر منځ يو زر ميله واټن و او هغه ته د ورتګ لپاره ئې بايد د هند په خاوره کې لار موندلې واى. د انګريزانو له خوا د هند د وېش لپاره مامور، محمد على جناح، تل د داسې "کاريډور" کوڅې غوښتنه کوله او تل هره ظاهري کيناسته او غونډه د همدې غوښتنې له کبله ناکامېدله. د انګرېزي لاردانو موخه کټ مټ همدا خبره وه. نو کله چې جناح د برتانوي پوځي اډې، "پويه خوړلي" پاکستان، په څوکۍ کينول شو، د بنګال مسلمان- مېشته يوه ټوټه يې هم ورسره وتړله.
خو د پنجاب اسلامي نقاب ډير ژر څيرې شو.
د ١٩٧١ کال دمارچ پر ٢٥ نېټه د برتانيا اجيرو پنجابي جرنيلانو پداسې حال کې چې "سکاچ ويسکي" [شراب] يې غوړپول، د اسلام تر نامه لاندې د بنګال د مسلمانانو په ډلوژنه لاس پورې کړ.
هايم بريشيت؛ سټووارت هوډ؛ او ليتزا جانز د "هالوکاست" تر نامه لاندې کتاب کې، د پاکستان پوځ په توکموژنه تورنوي او د نازي المان او کمبوديا د خُميروژ له رژيم سره يې يوځاى د "جينوسايډ" په جرم د محاکمې وړ بولي. هغوى د "جينوسايډ" د پېژندنې په اړه د ملګرو ملتو د کنوانسيون يادونه کوي، د توکموژنې يو څو بېلګې يادوي، ليکي: "په ١٩٤٨ کې د ملګرو ملتو کنوانسيون د جينوسايډ جرم د داسې يوه ((عمل تر سره کولو ته وايي چې په ترڅ کې يې د يوه ملت، ايتنيکي ډلې، مذهبي او توکميزې ډلې د بشپړ يا يوې برخې پر نابودولو لاس پورې شي... په معاصره زمانه کې هم د توکموژنې ډېرې بېلګې لرو ... په ١٩٧١ کال کې د پاکستان پوځ په ډلييزه توګه د يو تر درۍ مليونه بنګاليان ووژل... په ١٩٧٥ تر ١٩٧٩ پورې په کمبوديا کې تر دوه مليون تنو پورې د خُميروژ پر لاس وژل شوي وو.."
'The United Nations Convention of 1948 defines the crime of genocide as "acts committed to destroy in whole or in part a national, ethnical, racial or religious group as such." … In modern times there have been numerous genocides… in 1971 between 1 and 3 million Bengalis massacred by the Pakistan army… 1975-1979 up to 2 million Cambodians murdered by the Khmer Rouge in Kampuchea…', 'The Holocaust', Haim Bresheeth, Stuart Hood and Litza Jansz, Icon Books, 1994, ISBN 1 874166 16 1, pp 4-5
خو جرنيلي پاکستان تر شا د ملګرو ملتو د امنيت په شورا کې برتانيه وه نو ځکه د دې سوال نه پيدا کېده چې هغه دې د نړيوال عدالت د محکمې مخې ته ودرول شي.
په همدې اړه يوه پاکستاني ژورنالست، انتوني مسکرينهاس، د" RAPE OF BANGLADISH – د بنګله دېش بې ستري" په نوم يو کتاب وليکه. هغه کتاب، چې فکر کوم په کومه انګرېزي ورځپاڼه کې په سريال ډول خپور شو، ما [ليکوال] ترجمه او تلخيص او د هيواد په ورځپاڼه کې پرله پسې خپور شو. د هيواد د ورځپاڼې مدير خداى بښلى شفيق وجدان و. د هغه وياړلي افغان په مرسته هغه کتاب چاپ شو. خو له خپرېدو د مخه د مرحوم محمد داود او ذُالفقار على بوتهو تر منځ په ١٩٧٥ کال د اړيکو ټينګېدل د دې لامل شول چې دا کتاب مصادره شي. د هغه کتاب يوه کاپي يوه بل وطنپال ننګيالي، استاد توتا خيل، ساتلې وه او راورسېدله. (دا چې د استاد لاس ته څنګه ورغلې وه، ما ته څرګنده نه ده)
پداسې حال کې چې له استاد توتاخيل له پيرزوينې څخه د زړه له کومي مننه کوم، غواړم د "بنګله ديش بې ستري" کتاب متن لکه څنګه چې دى له کومې زياتونې او يا کمونې پرته د افغان ويبپاڼو له لارې له لوستونکو سره شريک کړم تر څو وګوري چې پنجابي پوځ او بيروکراسۍ د برتانيا د ګټو ساتلو لپاره د اسلام د سپېڅلي دين تر نوم او ريايي شعار لاندې له اسلام او مسلمانانو سره څه خيانتونه کړي دي؛ او
پکې د حق پر ليار د سرښندنې ښکلى سبق پروت دى.
نو دا تاسو او دا هم د بنګله دېش بې ستري.
يا ربه توفيق!
غلام محمد زرملوال ٧ اکتوبر ٢٠١٠