
Mashal Khan Takkar Mashra maa che se khabaree karti de nu maa che kum kitabona aw noor research kartee nu de hagho kitabono hawaalee zama sara moawjood dee. Maa pa Afwagano khpal pyghaam ne de warkarte . Aw ke taso sara da dee na khe maloomaat wee , nu pakaar da che pukhtaane khabar krtee ke na. Wale de da zaan sara satalee dee. Da bad qismatee na zani khalaq pa khpla hum kaar na kawee aw noor hum kaar ta na pregdi. Za da kuze pukhtuhkhwa yem, ze daa khabaree nan kawom aw taaso da baree sara taluq laree , nu walee khalaq na khabrawee. Che sofi juma khan Afghanistan da tanqid laandee rawastee woo, nu pa hagha hum taso pa khpla tanqid kartee woo, aw che maa da hagha da khyaalato khilaf khabara karte da, nu hum staso khwakha na da, Akhir taso se ghwartei. MAA CHE SE WAELEE DE NU MAA SARA HAWALEE SHTA , KE PA KAAR DE WEE , CHE DARWEILGAM. Aw che taa sara kume hawalee dee nu maa ta ee raaoliga. Pa koor kee pa naasta ne keegi, tanqidono na se na jortigi. Kaar pakaar de kaar.
دلته اوس خبره له ښاغلي مشل خان ټکر سره ده. دا ښاغلى، چې ځان د کوزې پښتونخوا بلي، د آى اس آى يو بل ګومارل شوى لاسپوڅى دى. پداسې حال کې چې جنرال حميدګل پر کابل، جلال اباد او بنير ځان وژونکي بې ايمانان ورخوشې کوي، ښاغلى مشال غواړي د ګرد افغان ملت له آمو تر مارګلې پورې ازادي او خپلواکي د دې ملت په ذهنونوکې له شک او ترديد سره مخامخ کاندي.
آى اس آى په سيمه او حتى نړيواله کچه يو پياوړى سازمان دى چې سارى يې لږ موندل کېږي. دنده يې د توطيو او دسايسو زېږونه؛ د دروغو او غولوونکو اطلاعاتو خپرول؛ نارکو- تروريزم، د دهشت او ترهګرۍ خپرول، قتل او ورته نور شنيع عملونه دي.
وسيله يې: د اسلام، مسلمانانو او ازادۍ غوښتونکو نهضتونو پرخلاف او ځپلو لپاره د اسلام له مقدس دين څخه ناروا او نامقدسه استفاده. دد حيرانتيا وړ خبره ده چې د نړۍ په ډيرو کلييزو ستراتيژيکي ځايونو کې يې خپل اجنټان داسې ځاى پرځاى کړي چې د چا پهخوب او خيال کې هم نه ځايېږي.
تاريخچه: په ١٩٤٧ کال د آګست مياشتې پر ١٦ نېټه د برتانوي پوځي اډې په توګه د \"پويه-خوړلي\" پاکستان د پولو په اعلانولو پسې، له نهه مياشتې په لږ موده کې د آى اَس آى (ISI – Inter-Service Intelligence) اداره د پاکستان د پوځ د لوى درستيز مرستيال، برتانوى بريد جنرال کاوتُم، په لاس جوړه شوه. نوموړى د هغو برتانوي جرنيلانو په ډله کې و چې خپل قوتونه يې خپلې نوې جوړې کړې پوځي اډې، پاکستان، ته را اړولي او د هغې په پياوړي کولو بوخت وو. نور جرنيلان: د پاکستان د ځمکني پوځ قوماندان جنرال راس مکاى و؛ د هوايي پوځ قوماندان مرستيال هوايي مارشال پييري کين؛ او سمندري ځواک قوماندان ادمايرل جيفورد و. په همدې ډول پرنګي بيروکراتانو د \"اسلامي پاکستان\" په ايالتونو ولکه لرله: د بنګال ګورنر سر فريدريک بورن و؛ د پنجاب ګورنر سر فرانسيس مودي؛ او د سرحد ګورنر سر جيورج کننګهم و. له ١٩٤٧ څخه تر ١٩٥٧ پورې برتانوي پاکستان دا دنده پختن ته ورسوله او بيا جرنيلان امريکې ته وسپارل.
د برتانيا او پاکستان \"دوه- رګه\" ګډوله عجيبه افسانه ده. په کامنويلت يا \"ګډ - شتمنيو\" کې برخه وال دا بادار او مريې دوه دولتونه له يوه بل سره په پېچلو لومو تړلي دي. له يوې خوا د پاکستان د عوامو ميليونونو برخليک دى. دې مليونونو د پرنګي پوځي هډې، پاکستان، له خښتې ايښودو سره بيا تر دې دمه بيله غُربته، ظلم، استبداد، بېرحمۍ او ناهيليو بل څه نه دي ليدلي. د بې لجامه استبداد تازينه د هغوى نصيب ده.
په خپله په برتانيا کې هم د مليونونو نصيب له پاکستاني مليونونو سره کوم بنسټيز توپير نه لري. په برتانوي مليونونو هم د واکمن حاکم قشر، چې د يوې کوچنۍ سليزې پر هند د مسلطې شرق الهند کمپنۍ لاردي کورنيو څخه عبارت دى، اوسپنيزې منګولې خښې دي. خو لاردانو برتانوي مليونونو ته د ژوند او ژوندي پاتې کېدو اسانتياوې د هغو وينو او اوښو په بدل کې مهيا کړې چې د برتانوي ښکېلاکګرو په لاس او لمسون د لګول شويو اورونو له کبله همدا دم د لوټلې او وروسته پاته ساتلې نړۍ په ګوټ- ګوټ کې لګېدلي دي.
د حاکمه کړيو ترمنځ يې اړېکي بيا بالکل بېل دي:
کله چې د لارد وېول/جناح پاکستان وزېږول شو، نو پرې له مسلطو انګرېز لاردانو سره د پنجاب پوځي- بيروکراسۍ \"شل- کورنيو\"، چې پر سيمه يې د برتانوي ولکې ساتلو لپاره له هېڅ جنايت څخه پرهېز نه و کړى، ملا تړلې وساتله. پدې لړ کې فرمايشي \"سجاده- نشينان\" هم شامل وو.
اصغرخان د \"اسلام، سياست او دولت\" په ٨٠-٨١ مخونو کې ليکي: \".. د دې لپاره چې د [پنجاب] د ايالت پر سياست دوديزه فيوډالي ولکه ټينګه وساتي، ګڼ شمېر سياستوالو احساس کاوه چې يواځې ورته عادي مسلمانتوب کفايت نه کاوه، نو له دې کبله يې له ځانه د ولايت درجې ته د لوړولو تکل وکړ. د مسلم ليګ د مشايخو کميټه جوړه شوه او واقعاً د يوې شپې د تېرېدلو په بهير کې د [پنجاب] ايالت په سياسي افق کې د ((پيرانو)) او ((سجاده نشينانو)) نومونه راووتل. د ممدوت خان افتخار حسين خان د ممدوت شريف پير جوړ شو؛ سردار شوکت حيات خان د واه شريف سجاده نشين ونومېد؛ ملک فيروزخان نون د سرګوده شريف دربار جوړ شو؛ سردار شوکت حيات خان د واه شريف سجاده نشين شو؛ او د کميټې سکرتر، محمد ابراهيم علي چشتي ته، د پيسه اخبار شريف د فاضل هند سجاده نشين عنوان ورکړ شو.\"
In order to consolidate their traditional feudal hold on politics in the province, many politicians felt that being an average run of the mill Muslim was not enough, and so they proceeded to the status of divines. A \'mashaikh\' committee of the Muslim League was formed and virtually overnight an embarrassment of \'pirs\' and \'sajjada nashins\' appeared on the political horizon of the province. Khan Iftikhar Hussain Khan of Mamdot was described as Pir Mamdot Sharif, Sardar Shawkat Hayat Kahn as sajada nashin of Wah Sharif, Malik Feroz Khan Noon of Darbar Sargodha Sharif and to top it all, the secretary of the committee, Mr Ibrahim Ali Chishti, was designated Fazil-i-Hind sajjada nashin of Paisa Akhbar Sharif.
پداسې حال کې چې د اسلام له سپېڅلي دين څخه يې د خپل ولس او ولسي خدمتګارانو پر خلاف د تېرې چړې کار اخست، پاکستاني جرنيلانو، \"د اسلام د سرتېرو\" تر نامه لاندې د خپلو برتانوي او امريکايي بادارانو پر لارښوونه او کومنده د اسلام او مسلمانانو ځپلو ته دوام ورکړ. جنرال ضياالحق، د ١٩٧٠ کال په بهير کې، چې تور سپتامبر نوميږي، د اسرائيلو په پلوي په اردن کې د فلسطيني ولس پر ضد وجنګېد. هغه مهال ډګروال و. په ١٩٧١ کال کې د پاکستان پوځ د هغې زمانې ختيځ اسلامي پاکستان، د \".. يوه تر درۍ مليونه پورې بنګاليان..\" ووژل. [د تفصيل لپاره د \"بنګله دېش بېستري\" کتاب ولولئ.]
له ١٩٧٥ کاله پيل، بيا افغانان د دې رياکاريو قرباني وو.
له هرې موکې او هر بيل حالت سره د جرنيلانو څيره بدلول هم کومه ستونزمنه خبره نه ده. کله چې د مسلمانانو قاتل او د موساد لاسپوڅى جرنيل ضيا په ١٩٨٠ کال کې د جهاد لپاره په کار شو، نو په اسانۍ سره يې خپل پرنګي- ډوله بريتونو په اسلامي بريتونو واړول – \"شهيد جهاد افغانستان\" وګرځول شو. او بيا کله چې په ٢٠٠١ کال پرويز مشرف د پرون مجاهدينو او نن \"ترهګرو\" په وژلو مامور شو، نو د تلويزيوني کامرو مخ ته يې د برتانيا ملکې ته ورته خپل سپى په غېږ کې نيولى و، انګرېز بادار ته يې د خپلې وفادارۍ مظاهره کوله.
جنرال ضياالحق، جنرال پروېز مشرف او نورو راجه- جرنيلانو د اسلام او جهاد او بيا د \"ترهګرو\" پرخلاف جګړې په نامه د امريکا او انګريزانو په کومنده او د هغوى د ګټو ساتلو په لار کې مليونونه افغانان ووژل؛ معيوب يې کړل؛ هيواد يې ورته پر لوټو بدل کړ؛ کور او کهول يې ورته ويجاړ؛ د ژوند کولو او ژوندي پاتې کېدلو هرڅه يې ترې واخستل او د يوه ملت په توګه يې د نخچې له مخه د نابودولو او د نشت تابوت ته د ورغورځولو بډې وهلې وې.
د ٢٠١٠ کال د اکتوبر پر لومړۍ نېټه جرنيل پرويز مشرف په لندن کې د \"آل پاکستان مسلم ليګ\" په نوم د سياسي ګوند جوړولو اعلان وکړ. برتانوي ميډيا ته په خبرو کې، راجه- جرنيل وويل:“I will bring light to Pakistan” . دا کومه د حيرانتيا خبره نه ده. لندن د پاکستاني جرنيلانو او بيروکراتانو مکه ده. د نواز شريف کورنۍ په لندن کې ده. د اِم کيو اِم الطاف حسين په لندن کې دى. اوس به نو د هغوى تر څنګ پرويز مشرف هم د پرنګي جرنيلانو او بيروکراتانو تر مخامخ هدايت لاندې پنجابي \"پاک-آرمي\" ته له \"ولايت\" څخه بولۍ استوي چې څوک ووژني؛ د چا پر کور، مال او ناموس تجاوز وکړي او د کومو توربختو د نابودۍ پلان عملي کاندي.
په رښتيا چې په سيمه کې د پرنګي په شان تجربه هيڅوک هم نه لري. ځنې داسې چارې سرته رسوي چې د انسان منطق پرې په اسانۍ باور نه شي کولاى.
يوه بېلګه: کله چې په ايران کې د آيت الله خُميني انقلاب د لوېديځ لاسپوڅي پهلوي سلطې ته د پاى ټکى کېښود، نو د \"لوى شيطان\" امريکا په شمول لويديځ حيران پاتې و چې پر سيمه د خپلې ولکې د ساتلو لاره څه وکړي. خو د پرنګي پوځي جاسوسي دستګاه، اِم آى-٦، چې مخکې له مخه يې په ايران کې ژورې استخباراتي څانګې لرلې، نه يواځې ددې لپاره علاج وموند، بلکې هغه يې داسې په کار واچاوه چې له عراق سره په جګړه کې د مليونونو ايرانيانو د وژنې لامل وګرځېد – هم عراق تباه کړي او هم ايران.
د \"شيطان لوبه – Devil’s Game \" کتاب ليکوال په ٢٩٢-٩٣ مخونو کې ليکي: په ١٩٨٠ کال کې د کارتر ادارې هڅه وکړه چې [د پاسدارانو له خوا] د امريکايي يرغملو د خلاصون هڅه وکړي... خو د سي آى اې د مشر، ويليم کېسي، په شمول د [رونالد] ريګن د انتخابي کمپاين ټيم له ايراني مامورينو سره اړېکي ټينګ کړل چې د ټولټاکنو تر پاى ته رسيدو پورې د يرغملو خوشي کول وځنډوي... ايران له عراق سره په ١٩٨٠ کال سپتامبر کې د پيل شوې جګړې پر مهال وسلو ته ضرورت لاره. نو د [يرغملو د نه خوشي کولو په بدل کې] برتانيا او امريکا اسرايلو ته، چې له ١٩٦٦ کال راهيسې يې ايران ته وسلې ورکولې، سترګه ووهله چې وسلې ورکړي... د غور وړ خبره دا ده چې د ايران او اسرائيلو ترمنځ د وسلو د دې تبادلې دلال د آيت الله سيد ابوالقاسم کاشانى زوى، احمد کاشاني و. دا هماغه کاشاني و چې په ١٩٥٣ کال يې د سي آى اې [او اِم آى-٦] له خوا د پيسو په بدل کې د مصدق د پرزولو لپاره کرايه کړي مظاهره چيان کوڅو ته رايستلي وو.
اوس پوښتنه دا ده چې ايا لويديزوال نه شي کولاى چې د آى اِس آى د جرنيل حميدګل پوزه مهار کړي؟ ښا غلى مشال هم د هغو افغان غليمانو (لکه جمعه خان صوفي، عمران خان پشمينه، رحيم الله يوسفزى، \"فاتح الملک\" او هغه \"تورلاليو\" په ډله کې دى چې په خورا زرنګي د \"پختون ټي وي\" له لارې د ازاد او خپلواک تاريخي ابدالي احمدشاه د خپلواکي په اړه د ولسونو ذهنونه وګرځوي. او انګريزي باداران هم لګيا دي پر شا يې ټپوي. نو واقعيت دا دى چې همدا انګرېز بادار دى چې خپل اجير پنجابي جرنيلان په شا ټپوي؛ او هغوى د پرنګي په غوړو مست او ډاډه دي چې افغانان وژني او د ميراتولو لپاره يې ملا تړلې ده. يوه بيلګه يې په دې تيرو نيږدې څو مياشتو کې آى اس آى ته د دوه سوه مليون پونډو مرسته ورکول دي، پداسې حال کې چې برتانيا پخپله له شديد اقتصادي بيړني حالت سره مخامخ ده.
خو راجه-جرنيل حميدګل، کرنيل امام (چې په غالب ګمان لکه څنګه چې مشهوره ده، د هغه وژل کيدنه هم شکمنه ده ښايي دا اوس چيرته لګيا وي او پښتانه وژني)؛ او نور پنجابي افغان قاتل جرنيلان بايد په دې ځان پوه کاندي چې د دوه پېړيو افغان وژنې ګرد مسئوليت د دوى او د دوى د بېرحمه انګريزي بادارانو پر غاړه دى. او اوس ورته چمتو افغان ملت پر رب العالمين (ج) لوړه کوي چې د افغان مليونونو ورکو، وژلو نيمه خواو او تباه شويو د سُلګيو او اوښو بدل به د الله (ج) د انسانانو او مخلوقاتو له دې قاتلينو څخه اخلي. ان شا الله تعالى.
دلته اړينه ده چې مشل خان ته يوه خبره وشي، هغه دا چې د ده د مالوماتو پر خلاف، امير عبدالرحمن خان، چې مشل خان پرې د سمسېرې اوښکې تويوي، د دې موضوع په اړه هيڅ کوم سند نه دى لاسليک کړى. نور دې نو مشال خات ټکر هڅه وکړي چې هغه ومومي او د پښتنو له غولونې دې لاس واخلي. پښتون ځوان او باشعوره او ويښ نسل دې بيدار اوسې او د دې پښتون دښمن په شمول، په بيلابيلو بڼو او قباو کې دې افغان-غليمان رسوا او بربنډ کړي.
Mashal Khan Takkar what is ZONE OF INFLUENCE????????????
ټکر صاحبه، ستا اسنادو ته ضرورت نشته. کومې پوښتنې چې لرې پخپله يې د ځواب موندلو تکليف وکړه.نه لري. خو يوه خبره په ياد لره چې دا د پښتنو خاوره انګريزانود پنجاب فوج او فرمايشي پيرانو ته، چې د پرنګي اډه وه، په ليز (کرايه) ورکړې وه. نو پنجاب د پښتنو پر ځمکه د سکواټر (SQUATTEER) په توګه رنډ شوى. ترې له وتلو پرته بله لار نه لري. يا ربه توفيق. احمدشاه ابدالي جرګه.