
شمال کې د دوستم، شوراى نظار، ازادبيګ او نورو سکتريست - ستمي ډلو له خوا د افغانستان ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته لوى ګواښ د جنرال رحمت الله ساپي له خوا هغه وخت په ګوته کړل شو کله چې نوموړى د ١٩٩١ کال په وروستيو کې د جلال الدين حقاني له خوا د قوماندانانو د شورا د دريمې غونډې د جوړولو په اړه احمدشاه مسعود ته وراستول شوى و. دې غونډې ته استول، د آى اس آى له خوښې پرته نه شول تر سره کېدلى.
د د دې ناولې لوبې يولوبغاړې، جنرال نبي عظيمي، د خپل كتاب \"اردو و سياست\" په ٤٩٤ مخ كې ليكي چې: \".. د دولت اباد د بيرته نيولو لپاره عمليات په مياشتو، مياشتو وځنډيدل او څه ناڅه بې نتيجې پاتې شول. دا موده د يوې لويې دسيسې او توطيې لپاره [کافي] وخت و چې په پاى کې زموږ د هيواد او حاکميت د تباهۍ سبب شول..\"
عظيمي وايي چې عمليات ځکه بې نتيجې وو چې: \".. اڅک تقريباً بيتفاوته و او د ده تر امر لاندې قوتونه، چې د څارندوى له ١٨ فرقې او د بلخ له امنيتي ځواکونو څخه عبارت وو، ددې جوګه نه وو چې مجاهدينو ته ماتې ورکړي..\" او دوستم له نوموړي سره نه يواځې دا چې همکاري نه کوله، بلکې ترشا يې د کارمل په لارښوونه د حالاتو په ويجاړولو بوخت و. جنرال عظيمي بيا وايي چې عمليات هغه وخت بريالي شول کله چې د افغانستان د وسلوالو ځواکونو قوماندان، آصف دلاور، شبرغان ته ولاړ، د دوستم له خوا يې تود هرکلى وشو\" او دولت اباد يې ونيو. جنرال دلاور هم د ستمي کړيو خورا کيلييز غړى و. د دولت اباد له نيولو سره سم جنرال دوستم د هغې ولسوالۍ د \"ساتلو لپاره\" د يوې بلې پوځي قطعې غوښتنه وکړه. دا غوښتنه سملاسي د جنرال دلاور له خوا- چې احتمالاً نوموړى په خپله د هغه وړانديز هڅونکى و- بيله درنګه ومنل شوه، خو جمعه اڅک او مانوکى منګل يې پر ضد ودريدل. دا ځکه چې په شمال کې لا مخکې له مخه په پوځ کې څه ناڅه ټولې څوکۍ د داسې جنرالانو په لاس کې وې چې هغوى د مرکز له اوامرو سرغړونه کوله او پرضد يې د بغاوت لپاره تيارى نيوۀ. د هغوى په ډله کې جنرال مومن؛ جنرال هلال اندرابي، جنرال احمديار؛ او جنرال جمعه نظيمي شامل وو. پدې توطيه کې په مزار شريف کې د روسيې قونسل، ميخايلوف، مخامخ لاس لاره. نوموړي د جوزجان، فارياب، او بغلان ولايتونو او هغو سيمو ته چې د رژيم له کنترول څخه بهر وي ، پرله پسې سفرونه کول.
فقيرمحمد ودان د \"دشنه هاى سرخ\" په ٨٥ مخ کې ددې پيښو په اړه وايي: \".. د هغې کتنې په وخت کې چې ليکوال [ودان] د ١٣٧٠ کال د کب د مياشتې په اخير کې له ډاکتر نجيب الله سره د جمهوري رياست په دفتر کې لرله، ددې توطيې د توضيح کولو په اوږدو کې ماته وويل چې: \"..په مزار شريف کې د روسيې د قونسل د فعاليتونو له تثبيتولو او پدې برخه کې د اسنادو له په لاس راوړلو وروسته مې د روسيې سفير جمهوري رياست ته راوغوښت، اسناد مې يې په مخ کې کيښودل او اخطار مې ورکړ چې خپل قونسل دې پرځاى کينوي او که نه له افغانستان څخه به يې وباسم..\"
ودان ليکي که څه هم له هغه وروسته د نوموړي په سفرونو کې کمښت وليدل شو، خو توطيې ادامه پيدا کړه.. \"
د توطيې په سازمان ورکولو کې بل فعال عامل د حارث شاه په نوم د دوشنبې ښارد جاسوسي دستګاه رئيس و. نوموړي له دې څخه د مخه د بلخ ولايت د دولتي امنيت د رياست سلاکار و او د افغانستان په شمال کې يې له ملکي او پوځي کدرونو سره بشپړه پيژندګلوي لرله.
هغه چې په تاجيکي پارسي يې خبرې کولې د شمال ائتلاف له مشرانو سره د اړيکو نيولو غړى ګڼل کيده..\"#
په مزارکې د ايران د ساواک غړى، نجفي، هم په لوبه کې فعال و.
پدې وخت کې دا خبره هم لوڅه او خپره شوه چې په روسيه کې هغه افغانۍ نوټونه، چې د افغانستان لپاره چاپيدل، حيرتان بندر ته راتلل. د هغو اسعارو يوه اندازه د تنظيمي او دولتي قوماندانانو پر تطميع کولو لګيدل او يوه اندازه يې په کابل ښار کې په ډالرو بدليدل او ساتل کيدل. په ډالرو ددې اسعارو د تبادلې له کبله په شهزاده مارکيټ کې د افغانيو بيه، چې په عمومي ډول د يوه امريکايي ډالر په مقابل کې ٩٠٠ يا ١٠٠٠ افغانۍ وه، د ١٩٩٠ کال په اوږدو کې له ٢٠٠٠ تر ٢٢٠٠ افغانيو پورې ښکته شوې وه. له روسيې څخه د راتلونکو پيسو او وسلو د خوندي کولو او تسليمۍ مسئوليت په حيرتان بندر کې د جنرال مومن په لاس کې و. پردې سربيره د هغو وسلو يوه زياته اندازه هم چې له روسيې څخه د افغانستان اردو ته راستول کيدې پر تطميع شوو قوماندانانو ويشل کيدې. پردې اړه رارسيدلو رپوټونو دا خبره ثابته کړې وه چې نوموړې پيسې او وسلې د بلخ د ولايت د دولتي امنيت د رئيس له خوا په سيمه کې پر\"اخستل شوو دولتي او تنظيمي قوماندانانو\" ويشل کيدې. ددې موضوعاتو د څيړلو په نتيجه کې کله چې د پخو شواهدو پر بنسټ دهغوى او شاته يې د موخو واقعيت څرګند شو، نو ډاکتر نجيب د نوموړو جنرالانو د بدلولو اوامر ورکړل، خو د هغوى له منځه جنرال مومن ددې امر له منلو څخه غاړه وغړوله، د حيرتان ښار پر شاوخوا يې د \"پولادو ديوال\" تاو کړ او د جګړې حالت يې ونيو.
د دې ناولې لوبې يو غوره لوبغاړې، جنرال نبي عظيمي، چې د ډاکتر نجيب له خوا شمال ته د يوه \"مصلح\" په توګه د دوستم د \"پخلا کولو\" لپاره استول شوى و، د خپل كتاب \"اردو و سياست\" په ٤٩٦ مخ كې ليكي چې: \".. زه ددې حوادثو د منځ ته راتلو په وخت کې په مسکو کې وم او هلته فريد مزدک، چې له ډاکتر نجيب الله سره يې شخړه کړې وه، دده په خپله ينا ماسکو ته د تل د پاره راغلى و..\" نبي عظيمي له مزدک سره د کتنې پر وخت، چې په ماسکو کې د افغانستان سفير، رزميار، هم په هغې کې موجود و، وايي چې فريد مزدک \".. درجريان صحبت، که مسايل بالا را با آب و تاب خاصى و با غرور و ذوق فراوان تشريح ميکرد گفت: بچه اختر، کور خوانده بود، در مزار چنان آتشى برپا کنيم که خشک و تر را بسوزاند. مومن يک قهرمان و فرزند حقيقي حزب ما است. بچه اختر \"منظور دکتور نجيب الله بود\" را چنان درسى بدهيم که تاريخ آنرا فراموش نکند..\"
نبى عظيمي د جنرال مومن، دوستم او ډاکتر نجيب ترمنځ د مصلح په توګه د \"اردو و سياست\" په ٥١٩ او ٥٢٠ مخونو کې وايي چې ما مومن ته وويل: \".. جنرال دوستم حاضر دى له دولت سره سوله وکړي. د کابل خلک له تاسو هيله لري چې هغوى ته د اړينو او لومړنيو موادو د رسيدو لار پرانيزئ..\"
عظيمي ليکي چې جنرال مومن په ځواب کې راته وويل: \".. شما عظيمي صاحب بسيار دير تشريف آورده ايد شما از يک نفر فاشست و يک نفر پشتون متعصب که ميخواهد سلطه فاشيزم پشتونها را بالاى اقليت هاى غير پشتون بقبولاند دفاع مى کنيد ... آنها مارا ياغى و باغى خوانده اند. تهمت تجزيه طلبى و استقلال طلبى به ما بسته اند. رهبر بزرگ ما، جنرال دوستم، هزاران نفر خويش را براى نجيب قربانى کرد. اغا صاحب (سيد کيان) اورا مانند برادر بزرگ خود دوست داشت ..\" او په همدې ډول نوموړى د \"اردو و سياست\" په ٥١٥ مخ کې د کيان درې له منصور نادرى سره د \"مصلح\" په توګه د کتنې د بهير په اړه بيا د نوموړي له خولې وايي چې:
\".. تا چه وقت اقليتهاى محکوم مانند هزاره ها، ازبکها، بلوچ ها سالها و سالها شلاق بى عدالتى ظلم و استبداد پشتون ها را بخورند و صداى آنها شنيده نشود. ما با مجاهدين به توافق رسيده ايم، ان شاالله مصالحه ملى را که نجيب نخواست به پيروزى برسد..\"
که څه هم چې جنرال نبي عظيمي په \"اردو و سياست\" کې، له يوې خوا د ببرک کارمل د ټولو کړو وړو په کلکه دفاع کوي، او له بلې خوا خپل ځان ډاکتر نجيب الله ته هم نږدې او د هغه خواخوږى بلي، خو واقعيت داسې نه و. په دې اړه ټول شواهد ددې ښکارندوى وو چې عظيمي د توطيې جوړولو د ډلې په سر کسانو کې و. نوموړي په خورا زرنګۍ نجيب له هغو واقعيتونو او روانو توطئيو څخه بيخبره ساتلى و چې په شمال کې د هيواد د تجزيه کولو پر لور روان وو.
عبدالحميد مبارز د نوموړي په هکله ليکي چې: \".. نبى عظيمى، چې په عين وخت کې د دفاع د وزير مرستيال او د کابل ګارنيزيون قوماندان و، له دوستم سره د ليدو لپاره مزار شريف ته ولاړ او ددې پرځاى چې هغه د نجيب اطاعت ته چمتو کړي، رژيم له يوه بُحران څخه وباسي او د واک د سولييز ليږد لپاره لار هواره کړي، دوستم ته يې د کابل د ګارنيزيون او په پايتخت کې د نورو ځواکونو د ملاتړ ډاډ ورکړ او په خپله کابل ته راغى او د نجيب پرضد يې پاڅون رهبري کړ..\"#
په شمال کې د حالاتو د ورځ پر ورځ بې ثباته کيدو يو عمده دليل پدې کې و چې ډاکتر نجيب، د ټولو شواهدو پرخلاف، له يوې خوا د خپلو نږدې پرچمي ملګرو په رښتينو موخو سترګې پټې کړې وې او له بلې خوا يې د وضع د استقرار پرخوا ټينګ ګامونه پورته نکړل. نوموړي، د مانوکي منګل او جمعه اڅک په ګډون، رژيم ته وفادار جنرالان په شمال کې د پيښو د کابو کولو لپاره واستول؛ بيرته يې کابل ته راستانه کړل؛ او بيا يې واستول - يانې يو داسې چلند يې وکړ چې دده د زړه نازړه توب ښکارندوى دى. شواهد څرګندوي چې پدې اړه ډاکتر نجيب د جنرال نبي عظيمي او سلطان علي کشتمند په مشورو ډاډ کړى و. ياد شوي دواړه کسان د ټولې لوبې د اساسي لوبغاړو او لارښودونکو په ډله کې وو او له روسانو سره په سلا مشوره يې د هيواد په بې ثباته کولو کې ستره برخه لرله. جنرال نبي عظيمي د \"اردو و سياست\" په ٤٩٧ مخ کې ډاکتر نجيب ته د شمال پر وضع د سلا ورکولو د څرنګوالي په هکله وايي چې:
\"پيشنهاد من اين است که به نسبت حساسيت موضوع، شما نبايد متعرض باشيد، امکان مدافعه نيز وجود ندارد. پس بهتر است به آنها امتياز بدهيد و آنها را با خود داشته باشيد ... پيشنهاد من اينست که با فرستادن يک هيئت عاليرتبه و خيرخواه که قابل پذيرش در شبرغان باشد، پيشنهادات جنرال دوستم مطالعه شود. در صورتيکه تمايل وى به قوماندانى گروپ اوپراتيفى شمال باشد، نامبرده را که مستحق شمرده مى شود به اين وظيفه بگماريد، جمعه اچک را به کابل بخواهيد..\"
او پردې اړه د سلطان على کشتمند مشوره، چې په هماغه وختو کې له ماسکو څخه بيرته راستون شوى و، هم همداسې او دومره جنرال نبى عظيمى ته ورته ده لکه دواړه چې د يوه يادښت له مخې خبرې کوي. کشتمند چې له ډاکتر نجيب سره د خپلې کتنې په ترڅ کې د شمال له حالاتو د \"تا حدودى اگاهى دارم\" خبرې کوي، نوموړي ته د سلا ورکولو تفصيل د \"يادداشتهاى سياسي و رويدادهاى تاريخى\" په ١٠٥٢ مخ کې ليکي چې ما نجيب ته وويل: \".. هنوز آغاز کار است. مشوره من اين است که هرگاه ... به عوض اسک، دوستم قوماندان قواى نظامى شمال تعين شود، بخش بزرگى از نارضايتيها در شمال رفع ميگردد. دوستم همين اکنون از چنين نيرو و امکانات در شمال برخوردار است و شما چيزى از دست نميدهيد ... هرګاه به تقاضاى دوستم، جنرال مومن بار ديگر به وظيفه قبلى خويش تعين گردد و فرمان قبلى رياست جمهورى در مورد برکنارى وى ملغى شود انگيزه آن ايستادگى از ميان برداشته ميشود ..\"
پدې کې د شک هيڅ ځاى نشته چې سلطان على کشتمند او جنرال نبى عظيمي د دې توطئې د طراحانو په سر کې وو او هغه څه چې يې دوى د دوستم او مومن \"نارضايتيها\" بلي، هغه د نوموړو له خوا د يوه منظم پروګرام له مخې، د کشتمند او عظيمي، په هڅه زموږ د هيواد د تجزيه کولو د پلان پلي کول وو.
د شواهدو له مخې پدې واقعيت کې هم شک نه و چې ډاکتر نجيب الله هم تر زياته حده پورې ددې توطيې په کچه او وسعت او په هغې کې د يو شمير لوبغاړو پر لاس لرلو خبر و. او پردې اړه د يوه شمير اړوندو کړيو له خوا، چې د ده د په استخباراتو کې يې دندې لرلې، په مزار او حيرتان کې د اوضاع د انکشاف رپوټونه ورکيدل. خو نوموړي لا پردې موکه هم د خپلو پرچمي \"ملګرو\" په صداقت او وفادارۍ زړه تړلى و او يواځې د هغوى په اړه \"مشکوک\" و.
کشتمند د خپل کتاب په ١٠٢٥ مخ کې وايي چې.
\".. او [نجيب الله] برپايه اطلاعات نادرست در مورد برخى از اعضاى رهبرى با شک و ترديد نگاه ميکرد برغم اينکه او بخوبى ميدانست که من آشکار يا در خفا با هيچ کسى هيچگونه وابستگى در ضديت با او نداشتم؛ ولى معلوم بود که او از مراجعات حزبيها، روشنفکران و گروه هائى از مردم کابل نزد ببرک کارمل که بتازگى از مسکو به کابل برگشته بود و همچنان نزد من، بگونه غيرموجه نگران و مشوش گرديد، مشکوک شد يا حسادت ورزيد..\"
جنرال محمد نبى عظيمى نجيب ته د شمال پر اړه د سلا ورکولو د کتنې په ترڅ کې د نوموړي له خولې وايي چې نجيب ما ته وويل:\".. خبره د مومن پر سر نه ده. هغوى، دا درۍ کسان [مومن، دوستم او ګل اقا]، غواړي چې افغانستان تجزيه کړي او د هيواد شمال د ازبکو او تاجکو د حق د داعيې پر نوم له هغه څخه بيل کړي ... دا ناراضي جنرالان له کابل څخه سياست لوبوونکو [منظور يې د کارمل ډله: نجم الدين کاوياني، محمود بريالى او فريد مزدک دي] لمسولي دي ..\"#
خو پردې ټولو سربيره، نجيب د خامې تمې له مخې د کشتمند او عظيمى او ممکن نورو \"خواخوږو\" خبرې عملي کړې. جنرال اڅک او منوکى منګل يې کابل ته وغوښتل؛ او دوستم ته يې د شمال قومانداني ورکړه. مگر نه يواځې دا چې \"ناراضه\" ستمي جنرالان ورڅخه راضي نه شول، بلکې پر سبا يې د \"دولت او نوموړو جنرالانو تر منځ د نبى عظيمي د وساطت\" په نتيجه کې په شمال کې د \"فدرالي\" او يوه خپلواک حکومت د جوړولو غوښتنه اعلان کړه.
البته په افغانستان کې د \"فدرالي نظام\" غوښتنه کوم نوى نوښت او کومه نوې پدېده نه وه، او نه يواځې د دوستم د مغزو زيږنده وه. بلکې د شوروي په ملاتړ يې، پر افغانستان د هغه هيواد له يرغل سره سم، ددې موخې د پلي کولو لپاره کار روان و. سلطان على کشتمند د \"يادداشتهاى سياسى و رويدادهاى تارخى\" په ٩٢٤ مخ کې وايي: \".. من شخصاً باين اصل معتقد بودم و هستم که راه حل واقعى مساله ملى در افغانستان عبارت خواهد بود از ايجاد يک دولت متحده يا فدرال با قبول خودمختاريهاى گسترده ملى براى ايالات که بر پايه مشخصات ملى و قومى تشکيل گردد ... در غير آن، به تنهائى از يکپارچگى و وحدت ملى، برادرى و برابرى مردم حرف زدن کافى نخواهد بود..\"
نو پدې توګه د شمال حالات په خورا چټکۍ مخ پر ويجاړيدو شول، د کارمل- ستم ځواکونه د مليشه جنرال دوستم تر قوماندې لاندې ډير ژر د مزار شريف ښار ته ننوتل او پر هغه يې ولكه ټينګه كړه. دوستم د ببرک کارمل او نبى عظيمى په لارښوونه د شوراى نظار او وحدت ګوند ځواکونو ته هم بلنه ورکړه چې ښار ته ننوځي. پدې اړه حكمتيار د خپل كتاب \"پټې توطئې بربنډې څيرې\" په ٨٢ مخ كې ليكي:
\" په حملې كې د دوستم، منصور نادري اود حزب وحدت ځواكونو په څنګ كې د جمعيت محدود شمير كسانو برخه واخستله ... له يوې خوا د وحدت حزب او له بلې خوا جميعت، بي بي سي ته وويل چې مزار دوى نيولې او جنرال دوستم له دوې سره يوځاى شوي، خو په حقيقت كې دواړه له دوستم سره ملګري شوي وو او مزار عملاً د دوستم او د ببرك د پلويانو په لاس كې وو..\"
د ١٩٩٢ کال د مارچ پر ١٤ نيټه د مزارشريف د ښار له پريوتو سره سم سلطان على کشتمند \".. په توطيه کې د شاملو کسانود فعاليتونو د يوځاى کولو لپاره له مسکو څخه د تاجکستان پلازمينې، دوشنبه ښار ته واستول شو. د افغانستان د تجزيې د پروګرام له يو شمير فعالينو سره د ليدنو کتنو په بهير کې چې مخکې د مخه د دوشنبې په ښار کې سره راټول شوي وو، کشتمند د خپل ورور، اسدالله کشتمند، او نجيب الله مسير په ګډون د فعالينو يوه ډله مزار شريف ته واستوله..\" ددې غونډو په اړه سلطان على کشتمند په خپل کتاب کې يادونه کوي او وايي چې له تاجکي مقاماتو سره يې د دري ژبې د اينده په هکله خبرې وکړې. نجيب الله مسير هغه څوک و چې د سلطان على کشتمند د صدارت په وخت کې د \"شمال د حکومت د صدراعظم مرستيال\" ټاکل شوى و. پدې ډول د افغانستان د ټوټې کولو پر لور نو، نور هرڅه ځاى پرځاى شوي وو، د ستم - پرچم ډلې منسجمې او په کابل کې د کودتا کولو او پر دې ښار باندې د بريد لپاره هرڅه چمتو وو.
د سولې د پلان د شنډولو بل ګام
د نوي کال د دود تر نمانځلو وروسته له واک څخه دډاکتر نجيب الله د لرې کولو او د ملګرو ملتو د سولې د پنځه فقرييز پلان د سبوتاژ لپاره بل غوره او عملي ګام پورته شو. دا کار تر هغې وينا وروسته وشو کله چې د ملګرو ملتو د استازي، بينن سيوان، په ملتيا نجيب د مارچ پر ١٨ نيټه يوه اعلاميه خپره کړه چې په هغې کې يې له دولتي ځواک څخه د لاس اخستلو اراده څرګنده کړې وه.
جنرال نبي عظيمي وايي چې په همدې هياهوى کې وو چې په مزار شريف کې هغه پوځي شورا، چې په خوا جوړه شوې وه، ډګر ته راووتله او د يوه \"نهاد\" په توګه يې د \"صفحات شمال\" مشري پر غاړه واخستله. پدې شورا کې، چې بيا د \"جنبش ملي اسلامى افغانستان\" په نامه ونومول شوه، \"د شمال د ولايتونو ټولو ګوندونو او ډلو\" برخه لرله. په \"جنبش ملى اسلامى افغانستان\" کې د شمال ولايتونو د \"ټولو ګوندونواو ډلو\" جوړښت، چې د \"هيئت اجرائيه\" او \"اعضاى شوراى اجرائيه\" ټول غړي يې ٣٥ تنه وو، په لاندې ډول و: ١٤ تنه ازبک؛ ٩ تنه تاجک؛ ٤ تنه ترکمن؛ ٣ تنه عرب؛ ٣ تنه هزاره او ٢ تنه د سيد کيان د ډلې. د هغه مشري د جنرال عبدالرشيد دوستم \"پر غاړه اچوول شوې وه، او \" د اساسې موخو په ډله کې يې په افغانستان کې: \".. د يوه فدرالي حکومت جوړول؛ په دولتي جوړښت کې د نفوسو پر بنسټ د مليتونو د ونډو رعايت؛ او د پيژندل شوو نړيوالو پولو په رسميت پيژندل (!؟) شامل وو. په افغانستان کې د ٢٠٠٣ کال د اساسي قانون د جوړولو او تصويب په وخت کې هم ستميانو هڅه کړې وه چې د هيواد \"نړيوالې پولې\" په اساسي قانون کې شاملې شي!!
ودان د \"حقايق: پندارها و کردارها\" په ٣٢٠ مخ کې د جنرال عبدالروف بيګي له قوله ليکي چې: \".. د مزار شريف تر نيولو وروسته د پوځيانو او جهادي قوماندانانو لومړۍ غونډه د سيد منصور نادري په کور کې وشوه. پدې غونډه کې چې جنرال دوستم يې مشري کوله، د حزب اسلامي انجنير محمدنسيم مهدي، د گروه کار انجنير احمد، د حزب وحدت حاجي مصعب، د سازا سازمان انجنير ابرار، د گروه کار سازمان فضل احمد طغيان، نجيب الله مسير، نورالله تالقاني، د حزب وطن جنرال مومن او جنرال هلال، د اتحاديه اسلامي شمال # ډاکتر ايلمراد ارغون، د جمعيت اسلامي فهيم، ډاکتر مشاهد او علم خان برخه اخستې وه. پدې غونډه کې، د مجاهدينو په شمول، د شمال ټولو لويو قوماندانانو د چارو د سمبالښت او پريکړې کولو په هکله ګډ تصميم ونيول شو. په غونډه کې جنرال دوستم د شمال د نظامي شورا د مشر په توګه، او د جمعيت علم خان، د حزب وحدت حاجى مصعب، د حزب اسلامي جمعه خان همدرد، د حرکت اسلامي سيد عبدالواحد، رسول پهلوان، غفار پهلوان، سيد جعفر نادري، مجيد روزي او جنرال هلال د شوراى عالى نظامى مرستيالان وټاکل شول ..\"
په هغې پسې وروسته د١٩٩٢ کال د مارچ پر٢١ په مزار شريف کې د توطئه کوونکو له خوا يوه پټه غونډه وشوه ترڅو په راتلونکې کې د توطئې پر پلي کولو تصميم ونيول شي. پدې غونډه کې احمدشاه مسعود، عبدالرشيد دوستم، عبدالعلى مزاري، ازادبيګ، نبي عظيمي او د \"ايران د اطلاعاتي سازمان لوړ پوړي افسر\" نجفي برخه اخستې وه. په همدې غونډه کې د کابل پر خوا د خوځيدو او د خپلو قوتونو د يوځايي فعاليت په اړه پريکړې وشوې. په غونډه کې د سياسي او پوځي کميټو د جوړولو پر اړه هم تصميم ونيول شو.
\".. پدې غونډه کې په ټوليزه توګه، د ببرک کارمل، محمود بريالى او په وطن ګوند کې د شمال بغاوت د محرکينو د کدرونو د مشهورو څيرو په ګډون، د \"ائتلافي دولت\" په جوړښت موافقه وشوه او سياسي او پوځي کميټې پداسې ډول جوړې شوې ترڅو په هغوى کې ځانګړي کسان د رژيم د راپرځولو او ملګرو ملتو د پلان د ناکامولو کار ته وهڅوي..\" په پوځي کميټه کې، چې ٣٢ غړي يې لرل دا کسان شامل وو: جنرال نبى عظيمى؛ جنرال محمدآصف دلاور؛ جنرال عبدالرشيد دوستم؛ جنرال مومن؛ جنرال روزى؛ جنرال بابه جان؛ جنرال عبدالفتاح؛ جنرال نورالحق علومى، جنرال يارمحمد؛ جنرال عظيم زرمتى؛ جنرال خان آقا؛ جنرال سيدجعفر نادرى؛ دوکتور عبدالرحمن؛ څارنوال محمود پنجشيرى؛ قوماندان پناه. او په سياسى کميټه کې، چې \"د پردې شاته پټه\" پاته شوه، دا کسان شامل وو: احمدشاه مسعود؛ محمود بريالى؛ سيداکرام پيگير؛ ياسين صادقى؛ نجم الدين کاويانى؛ فريد احمد مزدک؛ عبدالعلى مزارى؛ نجيب الله مسير؛ يونس قانونى؛ ډاکتر عبدالله؛ فضل احمد طغيان؛ ډاکتر ارغون..\"#
د شبرغان او مزار شريف په پريوتو پسې د شمال نور ولايتونه يو په بل پسې د ستمي ځواکونو له خوا اشغال شول. جنرال نبى عظيمى د \"اردو و سياست\" په ٥٣٢ مخ کې وايي چې: \".. کابل ته زما له رسيدو سره سم د هيواد د شمال لوى ښارونه لکه مزار شريف، شبرغان، سرپل، ميمنه، پلخمرى، حيرتان او له هغه لږ څه وروسته کندوز عملاً له دولت سره اړيکي پريکړي وو او په دې سيمو کې دولتي حاکميت له منځه تللى و. شمال د جنرال دوستم په مقتدرو او پياوړيو لاسونو کې و..\"
د هيواد په شمالي ولايتونو کې په د جنرال نبى عظيمى په ګډون او لمسون د بغاوتونو دا لړۍ پداسې وخت کې پيل او لويه شوې وه چې \"د مجاهدينو قيادي شورې\" په اسلام اباد او پيښور کې د \"بې پرې\" افغانانو د هغه پنځلس او( وروسته بيا پنځه ويشت ) كسيز هيئت د نومونو، شمير او كيفيت په نهايي كولو اخته وه چې د ملګرو ملتو د استازي، بينن سيوان، له خوا د افغانستان د موضوع د حل لپاره د هغې ټولنې د سرمنشي د پنځه فقرييز پروګرام پر بنسټ وړاندې شوي وو. د ملګرو ملتو د استازي له خوا د \"٢٥ بې پرې افغانانو\" ليست هغه وخت په عاجله توګه وړاندې شو کله چې په هيواد او په تيره په شمال کې وضع له کابو څخه په وتو وه. دې پنڅه ويشت کسيز پلاوي د هغې\"١٥٠ [يو سل او پنځوس] کسيزې او ورپسې د سل کسيزې افغاني جرګې\" ځاى نيولى و چې له پلان سره سم به يې په هماغو شپو ورځو کې په ژنيو کې غونډه کوله.
د هغې موافقې پر بنسټ چې په كابل كې د ملګرو ملتو او د ډاكتر نجيب د رژيم د مقاماتو ترمنځ شوې وه، كمونستانو منلې وه چې د اپريل د مياشتې په ٢٨ نيټه به د \"بې طرفه افغانانو دې او يا کوم بل ميكانيزم ته، چې د مجاهدينو له خوا وړاندې كيده\"، دولتي قدرت ورسپاري. ډاکتر نجيب، چې په ظاهره يوه شمير تنظيمي مشرانو د نوموړي موجوديت د سولې په ليار کې خنډ باله، په غوڅه توګه ويلي وو چې له واک څخه به لاس پر سر شي. ددې توافق د وروستي كيدو خبر په خپله د هغه سازمان د سرمنشي، بطروس غالې، له خوا اعلان شوى و.
د زياتيدونکي کړکيچ او ټولو دې ناخوالو په منځ کې، پداسې حال کې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتو له ليارې د يوه سولييز حل پروسه تر هر بل وخت نه حساسو شيبو ته رسيدلې وه، بيا هم دتنظيمونو مشرانو – د پاکستان تر فشار لاندې - پدې خبره ټينګار كاوه چې له نجيب او \"وطن ګوند\" سره به خبرې ونكړي. روسانو چې له برهان الدين ربانى سره يې اووه مياشتې پخوا پټه سودا کړې وه او نه په افغانستان كې د سيمييزو لوبغاړو،ايران او پاكستان، لپاره. پاكستان له نجيب سره د مجاهدينو پخلا كيدل نه غوښتل. روسانو په خفا کې د خپلو ګټو ساتلو لپاره \".. له نويو او زړو ګوډاګيانو نه په جوړ کړي ائتلاف\" ډاډ کاوه. او ايران هم زموږ د هيواد په راتلونکې کې د ځان لپاره د خپلو ځانګړو خوبونو رښتيا کيدو ته ځان نږدې احساساوه.
د تنظيمونو مشران له كوربه هيوادونو سره د دوې د پخوانيو اړيكو له كبله د عمل د ازادۍ او خپلواكۍ واك نه درلود او نه يې شوه كولاې چې خپلې پريكړې په خپله وكړي او په خپله د خپل هيواد او ولس برخليك او تګلياره وټاكي. كه څه هم
د کورنيو او بهرنيو ګردو دې فشارونو تر پيټي لاندې د ډاکتر نجيب ملا ماته او د مارچ د مياشتې په ١٨ نيټه يې د \"جمهور رئيس\" د يوې اعلاميې په ترڅ كې وويل چې په افغانستان كې د سولې د بهير د ګړندي كولو پر لور \".. زه چمتو يم چې د سولې د خبرو په بهيركې پر خپل ګډون ټينګار ونكړم..\"
د مارچ په ٢١ نيټه بينن سيوان په كابل كې د يوې مطبوعاتي مركې په ترڅ کې د يوې پوښتنې په ځواب كې دا خبره څرګندوي، او وايي چې: \".. غواړم يو څه واضح كړم چې د نجيب الله په تګ پورې تړلې موضوع د سولې د پروسې يوه برخه وه چې تل د سولې په لار كې خنډ بلل كيده. د نجيب الله د مارچ د مياشتې د ١٨ نيټې اعلاميه سولې ته د رسيدلو پر لور يو غټ او عمده ګام دى. دې اعلاميې د سولې پروسه كړندۍ كړه..\"
د ملګرو ملتو رول، چې د افغانستان د بربادۍ د مخنيوي پر لور يې په کوم تضمين نجيب داسې بېوخته اعلان ته هڅولى و، په واقعيت کې تر پايه پورې ناڅرګند پاتې او د هغه اصليت ډاګيزه نه و. دې اعلان او په خپله د نجيب د مارچ د ١٨ ناسنجول شوي وينا د افغانستان ګاونډيان او زموږ د هيواد د ننه اجنټان يې د خپل پلان د پلي کولو پر لور يو بل ګام نږدې کړي وو. نو ځکه توطيه ګرانو راتلونکي ګامونه په خورا ډاډ سره پورته کول.
پدې ډول د نجيب الله د ورکې توپاني او ګواښمنه سيلۍ د مجاهدينو له خوا نه، بلکې د هيواد له شمال نه - چيرته چې د پرديو په لمسون پر عقدو او فاشيستي مفکورو ولاړه د توکميزو تربګنيو چينه نوره دومره راخوټيدلې وه چې د ټيټيدو وړ نه وه- راوالوته. د نوموړي د زوال لامل روسان او زموږ په هيواد کې د هغوى د ګټو ساتونکي اجنټان شول، چې ور سره يې په \"انترناسيونا ليستي\" ايډيولوژۍ کې ځان ګډ باله او هغوى ته تر پايه پورې ژمنمن پاتې شوى و.
د پنځه فقرييز پلان سبوتاژ
د اپريل پر ١١ نيټه د شوراى نظار او جنرال دوستم ځواکونه سالنګ ته راورسيدل؛ د اپريل پر ١٢ په جبل السراج کې ځاى پرځاى او د اپريل پر ١٤ بيله هيڅ ډول مقاومت څخه، پداسې حال کې چې د \"ستون پنجم\" له خوا يې د هوايي ډګر د نيولو امکانات ورته برابر شوي وو، د بګرام هوايي اډې ته ننوتل. د فرانس پريس خبري اژانس د اپريل پر ١٦ نيټه په يوه راپور کې وايي چې: \".. د دوستم افراد د هغو کسانو په ملګرتيا چې د جمعيت اسلامى د مجاهدينو د مشر، احمدشاه مسعو، تر قوماندې لاندې دي د کابل په شمال کې دوه کيلييز ښارونه او د بګرام د ستراتيژيک هوايي ډګر لويې برخې نيولې دي ... پدى ګړنديو لوڅيدونكو پيښو كى چى د كابل په شاوخوا كى روانى دي، د دوستم رول هغه وخت لا نور هم په زياتيدو شو چى په سوونو خپل افراد يى له مزار شريف نه د هوا له لارى كابل ته د پلازمينې د سهيل له خوا د ورغزيدلو لارو د دفاع لپاره وليږدول ..\"#
په کابل کې د نجيب په ضد تر پوځي کودتا وروسته، د ١٣٧١ کال د وري پر ٢٨ په جبل السراج کې د احمدشاه مسعود په مشرۍ غونډه جوړه شوه. په همدې غونډه کې مسعود د ببرک کارمل، محمود بريالي له ډلو او نورو کمونستانو سره، له دې کبله چې پرضد يې ژور غبرګونونه راپورته شوي وو، د ځواک د شريکولو له ژمنې نه چې د مزار په غونډه کې يې کړې وه، وګرځيد او پرځاى يې د \"شوراى عالى جهاد اسلامى\" د جوړولو وړانديز وکړ. او له همدې کبله و چې جنرال عظيمي په خپل کتاب کې د مسعود پردې ژمنه ماتولو \"تاسف\" ښکاره کوي او عبدالعلى مزاري يې \"پيمان شکن\" بولي. په خپله احمدشاه مسعود د \"شوراى عالى جهاد اسلامى افغانستان\" د مشر؛ د وحدت ګوند حاجى محمد محقق د مرستيال؛ جنرال دوستم د پوځي مرستيال او سيد منصور نادرى د اجراييه هيئت د غړي په توګه ټاکل شوي وو. خو مسعود بيا يوڅه موده وروسته دا شورى هم ړنګه کړه.
\"آمر صاحب\" د کابل پر تخت تر ډډې لګولو پورې د دوستم په مټو باندې، چې ګڼ شمير مليشې، شوبلې او جنګي الوتکې يې لرلې، ډاډ کاوه. د خپلو پلونو د پټولو په هڅه او ددې لپاره چې د نورو پر سترګو پردې وغوړوي، د جبل السراج د غونډې په شپږمه يانې د ٧١ کال د غويي پر ٢ نيټه \".. د مخابرې له ليارې\"، احمدشاه مسعود د اسدالله ولوالجى په قول له رشيد دوستم سره د زړه خواله کوي او وايي: \".. ما اگر طبق فيصله بعمل آمده حکومت نجيب الله را سقوط داده # و حاکميت دولتى را خود بدست بگيريم، به مقاومت احزاب جهادى خارج از تشکيل خود مواجه خواهيم شد. بنااً جهت رفع خطر ايشان، بايد اعلان بداريم که رهبران احزاب هفتگانه مستقر در پاکستان بخاطر استقرار حاکميت اسلامى در کشور، ترکيب دولتى را در ظرف ٤٨ ساعت بوجود آورده و اداره امور را بدست گيرند. درين صورت من يقين دارم که تضادهاى موجود در ميان ايشان سبب ميشود تا جهت ايجاد چنان هسته يى به توافق نرسند. آنگاه، ما خود اعلان خواهيم داشت که رهبران موصوف استعداد اداره کشور و تامين صلح در وطن نداشته و اينک \"شوراى عالى جهاد اسلامى\" وظيفه مذکور را بدوش ميکشند..\"
خو کابل ته يو څه موده د مخه د جنرال بابه جان په مشرۍ د \"مليشاهاى کوهستانى\" په پټه ننه ايستلو پسې، د شوراى نظار نور قوتونه هم د دوستم د ٥٣ فرقې دافرادو او مليشو په مرسته د اپريل پر ١٥ نيټه د هوا له لارې کابل هوايي ډګر ته ولېږدول شول او د هوايي ډګرکنترول يې په لاس کې ونيو.
مسعود وايي چې: \" قوتهاى جمعيت اسلامى- شوراى نظار از صفحات شمال شروع شده و تا قسمت چاريکار و بگرام رسيد. زمانيکه عمليات تا چاريکار و بگرام رسيده بود با قواى نظامى خود داخل کابل مى شديم و قضيه را يک طرفه مى ساختيم، اما اين کار را نخواستيم بکنيم. به اين دليل نخواستيم بکنيم که ديگر احزاب مختلف در افغانستان جهاد کرده، قوماندانهاى مختلفى وجود دارد، ما خواستيم که مسئله کابل از طريق جنگ فيصله نشود، از طريق مذاکره و باتفاهم با همه احزاب و قوماندانها حل شود. و به همين اساس بود که من قضيه را با رهبران و به قوماندانهاى جهادى محول کردم تا در قسمت تشکيل يک حکومت اسلامى بين خود به توافق برسند.\"
خو ډاکتر طنين بيا د جنرال عبدالرشيد دوستم له قوله ليکي چې: \".. اوولس زره تنه [مليشسا] مو غونډ کړل. په لومړۍ شپه مو وکولاى شول چې له اووه سوه تر اته سوه تنو پورې د کابل په هوايي ډګر کې پلي کړو. پروګرام دا و چې زه په خپله د خواجه رواش غونډيو ته لاړ شم او په همدې شپه قطعات ووينم. په هغه شيبه کې چې زه الوتکې ته ختلى وم، د آمر صاحب مسعود بې سيم راغى چې پرسونل دې لاړ شي، ښه خبره ده. خو په خپله ته جنرال دوستم د شمال د کارونو د ترتيب او تنظيم لپاره اوسه او هلته [کابل ته ستا تګ] په اصطلاح بل ډول تلقي نه شي. البته رهبرانو په هغه وخت کې په اسلام اباد کې غونډه لرله. مسعود له هغې خوا سره په تماس کې و..\"
فقيرمحمد ودان ليکي چې: \".. د دفاع د وزارت لومړى مرستيال او د کابل د ګارنيزيون قوماندان، جنرال نبى عظيمى - پداسې حال کې چې په دفتر کې يې د دوستم مرستيال، جنرال روزى؛ جنرال آصف دلاور؛ جنرال خان آقا؛ جنرال عبداللطيف (د اردو د سياسي چارو کارکوونکى او د احمدشاه مسعود د وياند، ډاکترعبدالله ورور)؛ او جنرال سيداعظم سعيد هم حضور لاره، نه يواځې دا چې له مزار شريف څخه يې راليږدولي ټولي د کابل ښار په ستراتيژيکو برخو کې ځاى پرځاى کړل، بلکې د توطئې د مشرانو په لارښوونه يې د ولايتونو ټوليو او جزوتامونو ته اوامر ورکول چې له کوم تنظيم سره ائتلاف وکړي او کوم رد کاندي. په کابل ګارنيزيون کې د جنرال عظيمى د يوه نږدې همکار له خولې، چې پخپله په هماغو ورځوکې د يو شميرزياتو لوڅو کړو وړو عيني شاهد و، د نبى عظيمي په اجازه د نوموړي د دفتر له يوې مخابراتي دستګاه څخه په استفاده دده په حضور کې په هرات کې جنرال روفي ته لارښوونه وکړه چې د هرات ټول ټولي او جزوتامونه دې قوماندان تورن اسمعيل خان ته تسليم کړي..\"
احمد شاه مسعود خو د کمونستانو او ستميانو په موجوديت کې پخپله، له يوې خوا شهرت ته يې د تاوان رسيدو د ويرې له کبله، او له بلې خوا د هغوى د ځواک په مقابل کې د توان او اتبار د نشتوالي په خاطر نه شول کولاى چې د كابل پر لور وخوځيږي. کابل چى اساسا\" كابل د مليشو تر كنترول لاندې و او د شوراى نظار او حزب وحدت ستميانو د دوستم تر قوماندى لاندې خپل قوتونه په منظم ډول ښار ته ننه يستي وو، او ننه ايستل يى. په کابل کې ګردو ناپښتنو اوسيدونکو ته چې د توپک د ماشي د کشولو توان يې په لاسونو کې و د مات شوو وسلتونونو کلاشنيکوفونه وويشل شول. نو يواځنۍ ړندى سترګى او كاڼه غوږونه په خپله د توطئه کوونکو كودتاچيانو وو چى هغه څه چى ټولې نړۍ ليدل او اوريدل، دوى نه غوښتل چې ويې ويني او وايې وري.
له كابل څخه د اپريل په ١٩ د بى بي سي په يوه راپور كى ويل كيږي: \".. هغه ائتلاف چى د اسلامي جهادي شورى په نوم ياديږي، د قوماندان احمدشاه مسعود تر مشرۍ لاندى دى ... د كابل هوايي ډګر چى [پوځي] هوايي اډه هم ده، مخكى له مخه د ائتلاف تر كنترول لاندى دى ….. [مسعود] په كابل كى زيات پلويان لري، په مخه كى يى هيڅ خنډ نه ليدل كيږي..\"#
په کابل کې د خپلمنځي جګړو پيل
په کابل کې حالات تر وروستۍ کچې کړکيچن شول. د حزب اسلامي ځواکونه د کابل ښار په سهيل د چاراسيا په سيمه کې ګوته پر ماشه او په مقابل كى يى د مليشايي ټولګيو، د خاد منظمو وسلوالو واحدونو او د وسلوال پوځ مركزى ځواكونو سنګرونه ونيول. دا ټوله لوبه په رښتيا سره چى له پيل څخه تر پايه پورى په خورا ماهرانه توګه ولوبول شوه. د كارمل، دوستم او ورسره د يوځاى شويو تنظيمي ستميانو ائتلافى ځواك سملاسي د دوى د كورنيو او بهرنيو ملګرو له خوا \"منځلاري\" وبلل شو او د توپ او بمونو خولې يى د نورو مجاهدينو او د حكمتيار د حزب اسلامى پر لور، چى دوى او بهرنيو ملګرو يې \"افراطيون\" بلل، ور كږې كړې. ددې توطئې بشپړ ابعادو د احمد شاه مسعود اوگلبدين حکمتيار ترمنځ د يوه مخابروي تماس له متن څخه په خورا زغرده جوتيږي. د هغوى ترمنځ دا مخابروي ديالوګ پر کابل باندې د کارملي پرچميانو او ستميانو له بشپړ اشغال څخه لږ څه د مخه سرته رسيدلى و. د هغه يوه برخه داسې وه:
حکمتيار: \"ستا قوتونه د کابل ښار د امنيتي کمربند پرشاوخوا راتاو دي ... زه کولاى شم چې درته ووايم چې په کومو، کومو او کومو ځايونو کې دي ... همدا اوس د خواجه رواش په هوايي ډګر کې داسې کسان دي؛ په کابل ګارنيزيون کې؛ د کابل د شمالي کمربند په يوه برخه کې؛ د لوګر پر لور داسې کسان ځاى پرځاى شوي دي. او زه فکر کوم چې د ببرک کارمل يو شمير پلوي جنرالانو [پر مجاهدينو] د خپلو شرائطو د تپلو د پاره دا کار کړى دى. امکان لري چې ځينو ته يې ډاډ ورکړى او هغوى يې هڅولي چې د هغوى مرستې ته خپل ځواکونه ور واستوي..\"
په ځواب کې يې احمدشاه مسعودوايي: \".. تاسې سيخه خبره وکړه هغه ځواکونه چې تاسې يې نوم واخست ځاى پرځاى شوي دي او زه يې منکر نه يم..\"#
پدى جګړه كى، د حزب وحدت ونډه تر شورى نظار، ډيره زياته او موثره وه. هم له شمال نه د جنرال دوستم له قطعاتو سره د دوى د راغلو كسانو شمير تر شوراى نظار نه زيات وو، او هم د كابل په اوسيدونكو كى د هزاره وو او پنجشيريانو د شمير تناسب داسى وو چى د حزب وحدت تله يى په شوراى نظار درنه كوله..\"
لدې سره سم په مطبوعاتو كى د رشيد دوستم د مليشو او مسعود د \"شوراى نظار سمت شمال\" تر منځ د \" شوراى جهاد اسلامى افغانستان\" د جوړيدو خبر، چى طرح يى د هغى له اعلانولو څخه د مخه د \"جبل السراج په غونډه كې\" تياره او جوړه شوې وه، خپور شو او اعلان يې وكړ چې \"نور جهادي قوماندانان\" دى ورسره يوځاى شي. پدى هكله په كابل كى د فريد مزدك ورور، د دولتى امنيت سرپرست وزير او د نوموړي وزارت د وزير، جنرال يعقوبى، قاتل، جنرال يارمحمد، د بى بي سي له پارسى خپرونى سره په مركه كى اعتراف کوي او وايي چى حكومت او د وطن ګوند اجرائيه هيئت ( چى د هغه رياست اوس فريد مزدك نيولى و) پريكړه كړى وه چى قدرت به \"ائتلاف شمال\" ته تسليم كړي.
پدې توګه هغه ځواكونه چې په پورتني \"ائتلاف\" كى شامل وو هغه: د وطن ګوند د ببرك فراكسيون، د جنرال دوستم او نادرى كيان مليشى، د حزب وحدت ګوند او په شوراى نظار شمال پورى تړلي مجاهدين.
کابل ښار پر کوڅه واکيو واړول شو. د تيونو پرېکولو غميزې؛ د رقص مرده بېسارې ناخوالې او داسې فجايع وشوې چې په تاريخ کې يې سارى نه و.
کريم خليلي د اصفهان د بدل اخستلو په تکل ميرويس \"زادګاه ازاده ګان\" ونوماوه. خو د تهران کړنلاره اوس د \"تمدني\" موخو له کبله بدله شوې وه؛ له مسعود سره يې د ملاتړ ژمنه وکړه او خليلي يې موسمي اجير او د استنجا هغه لوټه وبلئ چې پرې له اودس وچولو وروسته نو نور په کار نه او ګوزارېږي.
د جګړې په بهير کې د نړيوالې بخښنې سازمان له خوا په خپاره شوي يوه راپور کې ويل کېږي چې: \"په ١٩٩٣ کال وسلوالو مجاهدينو د ښځينه دماغي ناروغانو په يوه روغتون يرغل وکړ او د ناروغانو په ډلييزه توګه بې ستره کولو يې لاس پورې کړ. دولت ته وفادار ځواکونو د کسات اخستو په ترځ کې د ١٩٩٣ کال د فبروري په مياشت کې د اهل تشيع پر کورونو د کابل ښار د افشار په سيمه يرغل کړى، د کورنۍ افراد يې په عامه توګه وژلي،د هغوى ښځې او ماشومان يې بنديان، په ځوانو ښځو او پيغلو يې جنسي تېرى کړى دى اوکورونو ته يې اور اچولى دى. د نړيواالې بخښې سازمان وايي چې: \"د بشر پر حقوقو پداسې کچه د بېساريو تيريو يو ستر عامل دا دى چې په افغانستان کې يو حکومت نه، بلکې په لسګونو حکومتونه موجود دي...