
له کومې ورځې چې امریکا او طالبانو د بندو دروازو تر شا د سولې مذاکرات پیل کړي، نو ورسره جوخته د موقت حکومت اوازه او هنګامه هم توده ده. دغه اوازه چې څومره تودېږي، نو همدومره ورسره د خلکو حساسیت او غبرګون هم زیاتېږي. مګر پوښتنه داده چې خلک ولې موقت حکومت نه غواړي؟
ځواب یې دادی چې له موقت حکومت سره د نظام د پاشل کېدو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د منحلېدو او د شته لاسته راوړنو د له لاسه وتلو وېره او اندېښنه موجوده ده او خلک له دې وېره لري چې پخواني او منزوي شوي جنګسالاران به یو ځل بیا واک ته ورسېږي او دوی به یو ځل بیا د نویمو کړنې نادودې او جنایتونه تکرار کړي چې خلک د هغو د زغم نور تاب نه لري.
دویم دلیل یې دادی چې اوس افغانستان قانون لري، ملي اردو لري، نظام لري، منتخب ولسمشر لري او د قانون د صریح حکم مطابق د واک د لېږد سوله ییزه لاره د خلکو رایه او تصمیم دی او له همدې امله د موقت حکومت د جوړېدو هیڅ دلیل موجود نه دی.
تر ټولو بده لا دا چې د موقت حکومت هنګامه د هغو خلکو له خولې اورېدل کېږي چې ملي ګټو ته هیڅ ژمنتیا نه لري او دوی یوازې او یوازې د خپلو شخصي ګټو د ترلاسه کولو په هڅه کې دي. دوی غواړي چې د موقت حکومت له لارې یو ځل بیا واک ترلاسه او خپلې عقدې سړې کړي.
همدارنګه پاکستان چې ټول افغانان د دښمن او مغرض ګاونډي په سترګه ورته ګوري او د هیواد په ټولو وروستیو ناخوالو، جنګونو، ناامنیو او دربدریو کې مستقیم لاس لري، دوی هم د موقت حکومت خبره کوي. که څه هم د دوی دا خبره له یوې خوا له ټولو نړیوالو نورمونو او اصولو فاحشه سرغړونه او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده او له بل لوري ټول هیوادوال د پاکستان په شومو او افغان ضد دسیسو ټول خبر دي او ولس د دوی په دسیسو خبر دي.
د پاکستان د لومړي وزیر له څرګندونو وروسته اوس ټولو هیوادوالو ته دا واضح شوې ده چې د موقت حکومت طرحه افغاني نه، بلګې بهرنۍ او پردۍ طرحه ده. دا د پاکستان هغه طرحه ده چې له افغانستان سره د دوی د دښمنۍ پر مبنا بنا ده او پاکستان غواړي چې په دې ډول خپل لاسپوڅي واک ته ورسوي او بیا خپلې ناوړه اجنډاوې له دې لارې تطبیق کړي، مګر دوی به هیڅ وخت هم خپلو دغو شومو موخو ته ونه رسېږي، ځکه اوس افغانان د دوی پر وړاندې نهایت زیات حساس شوي دي.
موقت حکومت هیڅ افغان ته هم د منلو وړ نه دی، نو ښايي چې موږ ټول په واحد غږ او دریځ د هغه سخت مخالفت وکړو او همداسې یې پر وړاندې خپل وحدت وساتو او د اساسي قانون د حکم مطابق په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر، زعیم او حکومت په ټاکلو کې فعاله ونډه واخلو. دا زموږ، ملي، افغاني او وجداني دنده او مکلفیت دی، ځکه تل چې افغانانو یووالی او اتفاق کړی دی، نو مهمې کارنامې یې ترسره کړې دي.