غزل

زموږلعلونه دړې وړې په اېرو کې پراته
شکلي ځوانان مې دژوند ون په هديروکې پراته
هوس می سو نن تورلوګی لکه چناردخزان
ستادشايست ليوني بياپه سرولمبوکې پراته
لمبه لمبه دي کړم ای ګلي نن په اوردهجران
زموژدالماسو سره غمي په ډيرانوکي پراته
زه دي قربان دشرابي حسن مغروره اشنا
داسمان ستوري دګاونډ په بازاروکي پراته
تابه دسولي زرغون شال تل په ليلا غوړوئ
اوس مي دتاج سرونه بياددې په پشوکی براته
زموږ په ژبويې کړي پوڅی نن چړی دامن
نن پاڼي پاڼي سره ګلان په کروندوکي پراته
الکوزی به دې غلام اې دحرم شاپيرۍ
سپين پشتانه نن وغيران ته په سجدوکي پراته
 
په درناوی منان الکوزی کوټه