
ولسمشر غني په سختو ورځو کې واک ترلاسه کړ، ځکه له یوې خوا په لوی لاس د مخکېني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په وروستیو شیبو کې د دې لپاره د ټاکنو پایلې زیاتې جنجالي او په اخ او ډب واوښتې چې ګوندې په تاوتریخوالي بدلې او په پایله کې یې د ده د واک موده وغځول شي.
له بل لوري له افغانستان څخه سوله ساتي نړیوال ځواکونه د وتلو په حال کې و، هیواد او هیوادوال له ناڅرګند برخلیک سره مخ و، هیڅوک هم خپل راتلونکي ته هیله من وو، هیواد او خلک نهیلۍ په مخ کړي و. بودجې کسر درلود، فساد او مافیا په اوج کې وو، غصب په لویه ستونزه بدل شوی و او د قانون پر وړاندې سرغړونې هم په عادي چارو اوښتې وې.
په همدغو سختو شیبو او ننګونو کې ولسمشر غني لوړه وکړه او د لوړې په مراسمو کې یې ولس ته ډاډ ورکړ چې هر څه به ډېر ژر ښه کړي، د خلکو زړونو ته نه لوېدله او نه یې هم دا ګڼله چې عمر خوړلی غني دې پر دې هر څه برلای شي، حتی دا وړاندوینې او انګېرنې هم موجودې وې چې حکومت به په څو میاشتو کې له منځه لاړ شي، ملي اردو به وپاشل شي او خدای مکړه هیواد به یو ځل بیا د بدمرغه ګاونډیانو ولکې ته ولوېږي او څنګه یې چې خوښه وه هغسې به دلته خپل راج چلوي.
مګر ولسمشر غني د خپل شپاړس ساعته ورځني کار، هڅو، برنامو او جدیت پرمټ په ډېر لږ وخت کې هر څه د خلکو د توقع خلاف بدل کړل. د فساد د کنټرول او له منځه وړلو لپاره یې ملي دفاع وزارت ته کمېسیون وټاکه. د پروژو او قراردادونو د شفافیت او موثریت لپاره یې د ملي تدارکاتو کمېسیون جوړ او په خپله رهبري کړ.
نوې کابینه یې جوړه کړه، نوي والیان یې وټاکل، د هغوی کړنې او چارې یې وڅارلې، بې ظرفیته او بې کفایته مسوولین یې کورونو ته ولېږل. مفسد چارواکي یې نظارت خانو ته ولېږل، له هغوی پوښتنې او څېړنې وشوې او هغوی چې محکمو یې فساد تثبیت او تائید کړ، لا هم په بندي خانو کې ورځې شپې سبا کوي.
د مافیا مخه یې ونیوله، د دوی شبکه یې کمزورې کړه، دولتي ادارو ته یې د دوی لاسرسی محدود کړ. زورواکي یې وننګوله، زورواکان یې د قانون پنجو ته وسپارل، له غاصبانو یې غصب شوې ځمکې او جایدادونه بېرته وګرځول. افغانستان یې د پاکستان له انحصار خلاص کړ. سوداګرۍ او اقتصادي ودې ته یې پام ډېر کړ. هیواد رشد وکړ، د خودکفایي خبرې دود شوې، له شعار په عمل بدلې شوې، افغاني محصولاتو د نړۍ بازارونو ته لاره وموندله.
ادارې ځوانې شوې، میراثي سیاستوال ګوښه شول، ځای یې ځوانانو او ژمنو کسانو ته وسپارل شو. افغانستان کرار کرار د پرمختګ او ښې حکومتولۍ لورته نږدې شو، امنیتي او دفاعي ځواکونه پیاوړي شول. د فساد او امپراتورۍ او قدرت جزیرې فتحه شوې. وسله وال طالبان د جګړې په ډګر کې مات شول، د سولې موضوع په جدیت مطرح او په اساس بحث بدله شوه. افغانستان کرار کرار خپله اصلي څېره خپله کړه، د نړیوالو پام او باور یې بیا ترلاسه کړ او یو ځل بیا افغانستان له منځنۍ اسیا سره ونښلول شو ا وپه دې ډول ولسمشر غني په ډېرو برخو کې پرشته ننګونو برلاس شو.