
که چيرې موپه ښارونو کې او یادهیوادپه لایو لارو دسفرپه مهال په هوټلونوکې ډوډۍ خوړلې وي اودخزانه داریا دخل ولا میزته دپیسو دورکولولپاره ولاړ وی نویوه وړه ټوکرۍ به مو ضرور لیدلي وي چې یو ډول میده دانې یوازې اویاهم بورې سره ګډې اېښې وي چې بادیان یې بولي اوپه فارسي کې ورته ((رازیانه )) وايي .
بادیان یو ډول خوشبویه بوټی دی چې په کلو کې ورته دیوه غوره اوروغتیايي بوټي په توګه کتل کیږي او کچیرې دسبزیجاتو په پټي کې راشین شوی وي نو له مینځه یې نه وباسي ، دغه دانې هغه وخت چې دچاپه ګېډه درد راځي اویايي اشتهانه وي یو موټی له اوبوسره خوري او ورسره روغیږي ، اوس راځئ په دې پوه شو دابوټی دلومړي ځل لپاره دنړۍ په کومه برخه کې پیداشوی دی ؟ اوددې ترڅنګ نورې څه ګټې لري ؟
ډاکترغیاث الدین جزایري دنباتاتوپه اړه په خپل لیکلي کتاب کې کاږي :
(( دغه بوټی چې له دوو نه تردریو مترو پورې لوړیږي په عربوکې هم مشهوردی چې ((رازیانج )) ورته وايي دپیداکیدو اصلي سیمه يې دمدیتراني دسمندرغاړې ، جبشه ، اودایران ځینې سیمې دي خو اوس دنړۍ په ډيرو سیموکې پیداکیږي چې په خپل سرشین کیدونکی نبات دی ، پاڼې یې ښکلې او روښانه تار تاربڼه لري چې دحیواناتو لپاره ترټولو خوندور خواړه دي چې ټولو حیواناتو دسترګو ناروغۍ له مینځه وړلی شي ، له ریښو نه یې هم په حیواني اوهم نباتي درملوکې زیاته استفاده کیږي اوزیاتره وخت دپسرلي په وروستیو اود اوړي په لومړیو وختونودانه پخوي ، بزګران وايي که چيرې غواشیدې ورنه کړي نو دبادیان دبوټي په ورکولو سره دغواشیدي ډيریږي .
دبادیان ددانو جوشانده که له شاتوسره ګډه شي نو دوجو ددردونو، دبې ځایه قی کولو اودمعدې دالتهاب لپاره ډیره ګټه لري ، همدغه مخلوط دمار اولړم دزهرو په مقابل کې هم دپام وړحساسیت لري همدا راز که دبادیان دډنډر اوبه وچې شي اوبیاهمدغه ټولې شوې اوبه په سترګو کې وڅڅول شي نو روښنايي اوځلایې زیاتیږي .
دنباتاتوپه کتابونوکې راځي چې دبادیانو دانې دښځولپاره په ځانګړي ډول ډيرې زیاتې ګټې لري ، دغه دانې دښڅو په شهواني قوې زیاتولو او دهغو ښځو لپاره چې په مخ ویښتان لري دیادونې وړدي ،یانې دبادیان دشیرې په کارولو سره ددوی دمخ ویښتان ورکیږي ، اوهم هغه نجونې چې په میاشتنیو عادتونوکې له شدید درد سره مخ وي ددغه شیرې په کارولو سره یې درد ورکیږي او په میاشتنیو عادتونوکې یې هم نظم راځي ، هغه میرمنې چې امیدواره وي اوغواړي چې راتلونکی ماشوم یې زړه راښکونکې اوجذابې سترګې ولري نوبادیان دې د امیدواری په مهال زیات وکاروي .
ماخذونه :
۱-کارلیه لتونس ،سبریهايي شفابخش
۲-ډاکترغیاث الدین جزایري ، اسرار خوراکیها