
غزل
دژوندون په هره لار راسره درومي
په زور نه په خپل اختیار راسره درومي
چې رایاد شي دیوچاشهید یادونه
تنها نه ځمه ټول ښار راسره درومي
زه دخپل جانان په هواو نه پوه نه شوم
که هرڅوکوي انکار راسره درومي
اوس یوازې ستا ترکلي پورې نه ځم
یوله پرخوډک سهار راسره درومي
نن ستړیازماترپښولاندې قتلیږي
نن په لاره باندې یار راسره دورمي
که پرهرته مې درمان راغاړې وځي
خوددرد اوښان مهار راسره درومي
غزل
دوصال یوه شیبه شه بېرته راشه
زموږدکلی میلمنه شه بیرته راشه
چې به ښکلی وو زموږ په پت پټانو
دهغه ماښام ډیوه شه بېرته راشه
ددیدن باران دې نشته مودې وشوې
په زړګي کې مې راشنه شه بېرته راشه
زه له تانه خفه نه یم چې دې مړکړم
خومزارته مې جنډه شه بېرته راشه
له غریوه رانه لاړې ښه پوهیږم
اې ! پښمان یم راستنه شه بېرته راشه
ته چې نه یې هرغزل زمانیمګړی
ته ښکلا ته یې مسره شه بېرته راشه
مینه ننګ ، مینه ناموس ، مینه پښتو ده
هم مې ننګ هم مې شمله شه بېرته راشه
غزل
دژوندون له شور اوشره ستړی راغلم
مسافریم له سفره ستړی راغلم
دژوندون په هېڅ پړاوو کې ارام نه وو
غیږدې خلاصه کړه دلبره ستړي راغلم
لږخوتم شه ددیدن شېبه اوږده کړه
بیابه نه یم مازدیګره ستړی راغلم
اوس مې پریږده چې له درد سره اوده شم
بیابه ګورو دزړه سره ستړی راغلم
لاهم غواړم دوصال شنه ساحلونه
که دغم له سمندره ستړی راغلم
رحماني دلارې مل مې پیدا نه کړ
له هرخوانه یو وزره ستړی راغلم
غزل
فریادونه به ډیروکړم چې فریادشم
په دې چاره به اخرتاته دریادشم
نه مې سیوری شته نه ستوری په اسمان کې
ګوندې وي چې په زړګي کې دې ابادشم
دروضې دشنې جنډې دسپرلي ښاریم
وخت به راشي چې به بیاام البلادشم
راپسې دي ډیرې ډیرې دعاګانې
اوس خوبونه داسې وینم چې به ښادشم
تاچې ځان راځینې پټ کړشنووږموکې
زه به هم دپسرلي دموسم بادشم
۱۳۸۹-۷-۱۶
کابل ، وزیراکبرخان ، دریارلسم سرک
خدایه هغه وختونه بیاراولې !
چې زه ماشوم شمه
اوغرونه راته غیږ پرانیزي
ستادفکرونوشنه بدیاکې
دیادونو رمې
په مخ روانې کړم
روان شمه له شانه پسې
پسه له سپي وډارشي
مړشم له خندانه پسې
تنده مې واخلي
په کمرونو او خوړونوسرشم
چيرته پیداکړم دباران سپینې ډنډ شوې اوبه
خوله پرې ورکیږدم
اوپه یوه ساه تنده ورکه کړمه
شیبه لاتېره نه وي
اسمان وریځې پت کړي
دغرغرې بابا زړه ډک شي
په تیاره کې مې سوالونه واورې
اوبیازمالپاره
بدیا رڼاکړې
اوبریښنا راولې
خدایه هغه وختونه بیا راولې
۱۳۸۹-۷-۱۶
کابل ، وزیراکبرخان ، دریارلسم سرک