کلیوال دښارپه لورکډې باروي !

                                     کلیوال دښارپه لورکډې باروي !
     کله چې دښارنوم اخیستل کیږي نوزموږ ذهن ته یوه پرمختللې متمدنه ټولنه چې دوخت له ټولو غوښتنواو هیلو سره برابره وي سترګو ته دریږي ، یوه داسې ټولنه چې دژوند ډیرې اسانتیاوې اودپرمختګ لارې چارې په کې موجودې وي او دپرمختګ هره لاره چاره ولري شاید چې دښارپه اړه په بهرنۍ نړۍ کې زموږ دغه خبره دښارپه اړه صدق وکړي او ریښتیاهم همداسې وي خو په افغانستان وروسته پاتې اوجنګ ځپلي هیواد کې که بیاهم موږ دښارپه اړه همدغه تصور ولرو نو ښايي چې اشتباه مو کړې وي ځکه چې زموږ ښارونه په عمومې ډول دغه معیارونوته لاهم نه دي رسیدلي .دښارژوندمونهایتاستړي اوله کړاوو نو ډک دی خوداچې نوم یې دښار دی نوځکه ورته موږ هم ښاروایو.
    په کابل غوندې ښارونو کې چې پلازمینه بلل کيږي دښارچارپیریال په هېڅ صورت سره دهستوګنې لپاره یوسالم اومناسب چارپیریال نه دی غرونه چې اصلا دطبعت یوه ښکلې برخه ده ترڅوکو پورې له کورونو څخه دک شوي دي ، پارکونه اوشنې ونې شتون نه لري اودسړي سریو موټرپه ښارکې ګرځي چې ډيری یې تیروخته موټرونه دي چې په دې توګه یې دژوند چارپیریال سل په سلوکې اغیزمن کړی دی دغه ښارچې دپنځو یاشپږسوه زرو خلکولپاره دژوندمناسب چارپیریال لري اوس په کې پنځه میلیونه وګړي میشت دي اوهرڅوک په کې خپل روزګارچلوي ، همداسې دهیواد نور ښارونه هم فرض کړئ ،په ښارکې یوازې ددولت دلوړ پوړو چارواکو ، دموسیساتو یانوور شخصي ادارو داوچتومامورینو کورونه اوهستوګنځي په ښاري معیارونوبرابرګڼلی شو خو دنورو عادي وګړو کورونه اویاهستوګنځایونه کله هم په دې معیارونو سره برابرنه دی اوګو یا په ښارکې کلیوالي اویاهم له هغه نه برترژوند لري ، داهم بایدهیره نه کړو چې ډيربه دهوس له مخې دښار هوا وهلي وي یابه یې دکورنۍ دکوم زورور غړي غوښتنه وي خوډيری په کې دمجبوریت شپې ورځې سبا کوي څوک دتعلیم ، څوک دکارڅوک دامنیت نه دشتون په سبب خوپه هرصورت زه نه غواړم چې په دې اړه نور توضیحات ورکړم ښار اوکلی بیاهم دافغانانو دهستوګنې دوه بېل میشت ځایونه اوبشري ټولڼې دي اوداساسي قانون له مخې هرافغان ته داحق ورکړل شوی چې دفغانستان په هره برخه کې چې زړه یې وي دخپلې خوښې سره ژوند وکړي ، خوزما سره ویره داده چې ولې زموږ کلي په چټکۍ سره له کلیوالو خالي کیږي اومخ په ښارکډې باروي .
تیره ورځ مې په کابل ښارکې خپل یوپخوانی کلیوال ملګری ولیده پوښتنه مې ترې وکړه چې کلې ته خوبه نه ځې ؟موسکی شو اوځواب یې راکړ
نه غواړم ماشومان موبې سواده شي ، بس دی چې ماخپل عمر په جهالت کې تیرکړ.
دملګري په دې ځواب مې ظاهرا وخندل خوله ژور سوچونوڅخه خالي هم نه وو
ایاکلی ریښتیاهم د وروسته پاتې والي لامل دی ؟
په کلې کې ژوند ریښتاهم یوڅوک له نورې نړۍ بې خبره ساتي ؟
ایاپه کلي کې دوخت له غوښتنو سره یون نشي کیدی ؟
ترډیره پورې ددې پوښتنو ځواب هم شاید منفي وي خو دومره هم باید ناهیلي نه شو چې کلی پریږدو او یوازې ښار دهستوګنې لپاره مناسب ځای وبولو .
پخوابه که په هیواد کې جنګ جګړې پیل شوې نوخلک به له ښاره کلوته تښول اوهلته یې یې له نا امینوځان خوندې کولو خو اوس خبره برعکس ده اوخلک له نا امنیو جنګ جګړو مخ په ښار روان دي .چې له کلو مخ په ښار دکوچيدو یوسترلامل اوس مهال دبهرنیانو له خوابمبار ، چاپې او ددلت دمخالفو وسله والو مزاحمت دی چې له ویرې یې ډیرکلیوال که څه هم په ښارکې دهستوګې امکانات نه لري ښارونو ته کډه کیږي ، که کابل ښار فرض کړو په دغه ښارکې یوازې لس فیصده دکابل اصلي اوسیدونکي پاتې وي پاتې نوي فیصده ټول دولایاتو څخه ورکډه شوي هیوادوال ، کوچیان اویاله بهر څخه راستانه شوي هېوادوال دي .
په دې کې شک نشته چې ښارته دکډه شوو کډوالو اولادونه په اخلاقي اوپوهنیزډول روزل شوي ډډیرو کورنیو دنارینه ماشومانو ترڅنګ نجونوهم دزده کړې چانس ترلاسه کړی حتی لوړې زده کړې یې کړې اوپه اداروکې هم دنده ترسره کوي .
خوداندیښنې ځای دادی که دابهیر همداسې دوام ومومي نوکلیوالې ټولنې ، هستوګنځایونه او ورسره اړوند مسائیل به له کوم برخلیک سره مخ وي !؟ دښار ګڼه ګوڼه او تنګ چارپیریال به څومره اغیزمن کړي ؟ کلیوالي تولیدات ، دود دستور ،کروندې اوباغونه چې همدغه کلیوال یې روزي ،څومره اغیزمن وي ؟ خوددې ټولو سوالیو ځواب بیاهم له افغان حکومت په ځانګړې ډول له مرستندویو خیریه ادارو اوکلو پراخیتا وزارت سره دی ، داهم باید هیره نه کړو چې کرونیو او بهرنیو رسنیو هم تل په ښارونو حساب کړی اودکلو غږ یې نه دی اوچت کړی .
که چيرې دکلو امنیت خوندي شي ، ورته دژوند بیلابیلې اسانتیاوې لکه روغتونونه ، ښوونځي ، سړکونه ، بریښنا اونورې ښاري اسانتیاوې برابرې شي او وز ګارکسان په کاروګمارل شي نوشایدچې دغه بهیر یوڅه ودریږي بله مهمه لاره داده چې دهرولایت اوسیدونکي په خپل ولایت کې په مسلکي دنده وګمارل شي ترډیره به داوسني بهیر مخه ونیول شي .