
چای دلومړي ځل لپاره چاکشف کړ!
څیړنه : ګل رحمن رحماني
چای دنړۍ له هغه مشروباتو څخه دی چې دنړۍ په هرګوټ کې کارول کیږي اوله روزګاره ستومانه وګړي ورباندې خپله ستړیا لرې کوي ، که په افغانستان کې دمیلمنولپاره ترټولو اسانه او ارزانه تحفه چای ده نوپه نړۍ کې هم دغونډو اومجلسونو په مهال دبرخوالولپاره ښه څیز همدایوه پیاله چای دی .
په افغانستان کې له ډیرپخوانه چای کارول کېده او دخلکولاس ته رسېدلی وو خو دمیلمنو لپاره داست ((پاتې شه چای راسره وڅښه )) نه وو اوهره ناسته به دډوډۍ په خوړلو سره پیلیدله چې نه یوازې کوربه ته به زحمت وو بلکې دوخت ضایع کولو ترڅنګ یې اقتصادي بارهم درلود ، نو دافغانستان پاچا امیرعبدالرحمن خان پریکړه وکړه چې نوربه په داسې حالاتو کې یوازې دچایو ست کیږي ،ځکه چې دغریبانولپاره به اسانه تمامه شي اودوخت سپمابه هم شوې وي .
خوداچې چای څه ګټه لري ؟ اوچیرته دلومړي ځل لپاره کشف شوی ؟ په دې اړه به ځینې معلومات هم وړاندې کړو . په تاریخي روایاتو کې راځي چې چې دلومړي ځل لپاره چینایانو اودهنددځینې سرحدي سیمو اوسیدونکو پیژندلی دی .
ترټولو زړو افسانوي روایت په چین کې تیرشوی دی ((وایي چې دچین یوپخوانی امپراتورخپل یوه نږدې مامورته چې څه سهوه یې کړې وه په شاهي ماڼۍ کې سخته په غوصه شواوخپلو سرتیرو ته یې امر وکړچې هغه له ښاره لرې وشړي همغه وو چې دامپراتور سرتیرو دهغه لاس اوپښې وتړلي ډيرلرې یې په یوه بیابان کې خوشي کړ هغه چې یووخت سترګې خلاصې کړې نو په یوه نا اشنا چرپیریال کې وو چې هېڅ هم دابادۍ نښه نه وه ډیره موده په دښتو ، بیابانونو اوځنګلونو کې ستومانه ګرځيده چې په پایله کې ډیرضعیف خوار اوډنګرشو ، څیره یې زیړه پیړه واوښته .یوه ورځ یې په کومه دښته کې له لوږې قدمونه اخیستل چې په یوه بوټي یې سترګې ولګېدې پاڼې یې ډیرې ښکلې ورته ښکاره شوې اوښایسته بوی یې درلود له ناچارۍ یې په خوړلو پیل وکړچې له امله یې څو ورځې وروسته په بدن کې ځواک اوخوځښت حس کړ، رنګ اوښکلایې رابرسیره شوه مړاوی صورت یې بېرته راتازه شو همغه وو چې یوه ورځ یې بیا دښارشوق وشو په پټه ښارته په یوه لاره راغی اودخپل کوم ملګري په کورکې پټ شو خوکومه ورځ ناڅاپه دامپراتور دسرتیرو پیدا کړ شاهي ماڼۍ ته یې خبر ورکړ اودامرسره سم بېرته ونیول شو او شاهي ماڼۍ ته یې حاضرکړ، امپراتور مخکې له دې چې ورته غوصه شي نودهغه په تازه اوښکلي صورت یې سترګې ولګیدې پوښتنه یې ورنه وکړه چې داڅنګه ؟ تاخو ټول وخت په یوه وچه صحرا کې تیرکړ او اوس داسې ترو تازه یې ؟ ده ورته خپله کیسه وکړه اوهغه بوټی یې ورته وښود چې ده خوړلی وو همغه و شاهي طبیبان یې ورسره واستول اوبوټی پیداکړاودربارته یې راووړ))
په یوه بل روایت کې چې حکیم میرزاقاضی په خپل کتاب ((اختیارات )) کې راوړی راغلي دي چې یوه ورځ دچین دختن درې اوسیدونکي صحراته په ښکارپسې لاړل ښکاریې وکړغوښه یې پخه کړه اودلوښي په سریې دیوه بوټي څوشنې څانګې ورکیښودې دوی وړاندې لاړچې نورښکارهم وکړي همداسې یې وکړل کله چې دوی بیرته ستړي او وږي راستانه شول نوهغه مخکینی ښکاریې راواخیست خودتوقع خلاف په کې مزه ډیره وه ورته پام یې شو چې دلوښي په سر دایښو څانګو څو پاڼې ښوروا ته ورلویدلې دي اوخوندپه کې له همدې نه پیدا شوی ، دښکارغوښه یې ډیره زر هضم کړه او وروسته یې دڅښلو په اوبو کې هم دغه پاڼې واچولې چې ستړیا یې ورباندې ورکه شوه . همغه وو چې دغه بوټی یې له صحرانه ورسره راوو او وروسته له هغه نه مشهور شو .
همدغه حکیم په خپل کتاب (( اختیارات )) کې دچایو دګټو په اړه لیکلي دي
(چای دخوندور بوی لرونکې ګیاه ده چې تریخ خوند لري ، وینه صافوي په بدن کې حرارت زیاتوي ، مغز اراموي اوستړیاله مینځه وړي ، دحبوباتو اوخوړو په تیارولو کې ورڅخه استفاده کیدلی شي )
دچایو وحشي بوټی چې په چین اوهندوستان کې کشف شوي وو قدیې لس متره او داصلاح شوي بوټي قد یې دوه مترو ته رسیده چې یوازې پاڼې یې داستفادې وړوي
داوسني چای هم یوازې پاڼې داستفادې وړدي اوبیرته دپالکو یاشفتلې په څیرراشنې کیږي .
پوښتنه داده چې شین اوتور چای څنګه جوړیږي اوبیلیږي ؟ ځواب یې اسانه دی کله چې دچایو پاڼې تازه رواوشکول شي اوبې دکوم بل مرکب له کارولو وچې شي شین چای اوکله چې دچایو بوټي پریښودل شي چې پاڼې وچې کړي او وده یې پای ته روسیږي نو تور چای ورڅخه جوړیږي خو دتور چای سره ځینې خمیرې او نور کمیاوي مواد هم ګډیږي نو په دې حساب شین چای صاف اوګټې یې ډیرې وي همداسې یې مینه وال هم درواخله ، خوتو رچای خالص نه دی نوځکه ځینې کسان دغه چای دسرطان دپیدا کېدو لامل بولي .
که څه هم هندوان او ایرانیان ددې بوټی دکشف دعوه کوي خو باید له دې نه سترګې پټې نه کړو چې چای له چین سره ورته چینایي کلمه ده اوددغه هیواد دزحمت کشه خلکو دغه دستاینې وړ هڅه باید دهغوی حق وبلل شي ، خودایران په مازندران ، ګیلان ، لاهیجان او دهند په سرحدي ښارونو کې ښه محصولات لري چې بیاهم چین ته نه شي رسیدلی .
ښه به داوي چې دکر دځمکې دخصوصیاتوپه اړه یې یوڅه وپوهیږو :
دچایو بوټی معمولاپه وچو ډبرینو صحراګانو کې چې اتشفشان (( اور غورځونکي )) لري زیاته وده کوي چې لامل یې په داډول سیموکې دکافي شبه فلزاتو اونورو دضرورت وړموادو شتون دی هغه سیمې چې ډیرې راوتلې ډبرې لري اود اور غورځونکي څخه وروسته جوړه شوې وي دچایو دکرلپاره مساعد ځایونه ده ځکه دچایو بوټی دنورو نباتاتو غوندې اوبه نه غواړي خو دپاڼو رنګ یې ډیر روڼ ، غوړ اوتازه وي ، دغه ډبرې هغه ډبرې دي چې داتشفشان په مهال دځمکې له زړه نه راوتلې دي نوځکه خو اوسمهال جاپان او الجزایر دچایوله سترو تولیدونکوڅخه دي ، ځینې نورې سیمې چې چې خوړونو ، دښتو او ناوو نوته روته دوي او داتشفشان دسیمو باراني اوبه اوسیلابونه ورباندې رامات وي هم دچایو بوټي ښه حاصل ورکوي ځکه دغه اوبو پوره شبه فلزات ورسره راوړي وي.
په جاپان کې خو لادښکارشوو ماهیانو نه جوړشوي اوړه هم دکود په ډول دچایو کروندوته ورکوي چې په پایله کې یې ښه حاصلا ت ورکړي دي ،که څه هم اوس ګڼ هیوادونه چای کري او تولیدوي خودچین چای اودچایو کروندې بیا هم په ټولو کې نامي دي چې هيل او لاچي تولید هم ورسره لري بله داچې روزونکې یې اکثره چینايي نجونې او ځوانې ښخې دي .
اوس چې نړۍ پرمختګ کړی نوپه ګڼو مساپرتونو او دهوايي شرکتونو په الوتکو کې هم مساپرین دچایو فرمایش ورکولی شي .
ماخذونه :
۱-قاضي حکیم ، میرزا-الاختیارات
۲-جزایري ، دوکتور غیاث الدین –زبان خوراکیها
۳-نرافي ، مهدي – ګلهایی شفابخش
Dr.karlie-leios- Vegetable and medicine-4