سوريې، روسيې، ايران، ترکيې او عربي ټولنې د ټرمپ د وروستي دريځ پر وړاندې غبرګون ښوودلی

روهي (جمعه/۲ د وري)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ډونلد ټرمپ نن ورځ په يو ټوېټ کې ولېکل چې اوس دا وخت دی چې جولان لوړو سيمه په اسرائيلو پوري وتړل شي.

ټرمپ دا خبرې په خپل ټوېټر ولېکل او د اسرائيلو لومړي وزير د ولسمشر ټرمپ له دغه څرګندونو مننه وکړه چې يو ځل بيا يې د اسرائيلو ملاتړ وکړ.

د ټرمپ د دغه څرګندونو په اړه سوريې، ايران، ترکيې، روسيې او عربي ټولنې توند غبرګونونه وښوودل او ياده دريځ يې وغندولو.

د سورې د بهرنيو چارو وزارت وويل چې د ټرمپ دغه دريځ او څرګندونې غېرې مسوولانه او د اسرائیلو له صیهونیست رژيم څخه د امريکا حکومت بې ځايه ملاتړ دی.

د روسيې بهرنيو چارو وزارت وويل چې د امريکا حکومت په دې ډول پرېکړو سره د ملګري ملتونو د امنيت شورا شوې هوکړې تر پښو لاندې کوي.

ايران وويل چې د ټرمپ څرګندونې د منلو وړ نه دي او د جولان لوړې سيمې د سوريې هېواد ملکيت دی چې په سوريې پوري تړاو لري.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر محمود چاووش اوغلو په ټوېټر ولېکل چې د ټرمپ ادارې له خوا د اسرائيلو دا ډول کړنو ته مشروعيت ورکول د سوريې ځمکنۍ بشپړتيا ته سپکاوی دی.

عربي ټولنې هم ويلي دي چې غېر مسوولانه څرګندونې په کار نه دي او بايد چې سوريه د خپل ځمکني تماميت واک ولري.