غزل

را ټول مې له وږمو کړل وريښمين توري غلي غلي
پاســــته لکـــــه شــبــــنم داســــې رااوري غلي غلي
بيـــــګاه مــې ټوله شپه وه لـــه اسمان ســــره خواله
ښــــويدل مې لـــــه خـــبرو نن ستــــــــوري غلي غلي
دوه مـــــخه آييــنه مـــــــې د مشکــــــڼو ورلـــــيږلــې
ســـپرغو ته يــــې حيران دی ورته ګوري غلي غلي
د لمر په ښکلو وړانګو مې پېيلی چې ستا خيال و
خــواره يې په اسمان شول زرين سيـوري غلي غلي
ستا ياد او انتظار مې شول د ژوند خواږه ملګري
ته يــــې ګوره زمـــا زړه کې دواړه ښوري غلي غلي