پر ديوال راځوړندو تورو او خړو انځورونو، د کوټې درنه چوپتيا او زړه بږنونکي خاموشي ﻻ هم ډيره کړې وه .
په خړ ، خټين رنګ کې د سرو وينو دارې ، د شهيد ماشوم تر کوټنۍ ﻻرې کړې وې . په خړه هديره کې د خړ قبر تر څنګ ، په خړ سالو کې د پيغلې ناوې اوښکې ، د احساس په رګو کې څريکې ځغلولې .
د اوسپنيزو ميلو تر څټ ، پروت شليدلی مزی او د لرګينو تسپو خورې ورې دانې ، دزړه لپې سورۍ کولې . او په وروستي انځور کې د خړو او تورو لوګيو تر منځ د ايسارې سپين سرې مور ﻻلهانده څيره ، ليدونکي حيران کړې وو .
سره له دې چې انځورونو چيغې وهلې خو ، په کوټه کې حاکمې چوپتيا درحم او عاطفې غوږونه په چاړو وهلې وو .
وروستي