د نوي زېلنډ بهرنيو چارو وزيره (وینستون پیترز) اردوعان پسې ترکيې ته ورځي

روهي (څلورنۍ/۲۹ د کب)، د نوي زيلانډ بهرنيو چارو وزيره (وینستون پیترز) په يو رسمي سفر د ترکيې پلازمېنې انقرې ته ځي چې له ولسمشر اردوغان او نورو لوړپوړو چارواکو سره به وګوري.

د نوي زېاڼد لومړۍ وزيرې (جسیندا آردرن) د ميرمن (وینستون پیترز) د سفر تائيد کړی دی. نوموړې وروسته له هغې ترکيې ته سفر کوي چې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په نوي زېلنډ کې د مسلمانانو په جوماتونو د بريدونو په اړه سختې او توندې څرګندونې وکړې.

ولسمشر اردوغان ويلي دي چې که چېرې د نوي زېلنډ حکومت اسټراليايي بريدګر ته سزا ورنه کړي، نو ترکيه به نوموړي ته سزا ورکړي.

ولسمشر دا هم ويلي دي چې دغه اسټراليایی بريدګر او داعش جنګياليي هېڅ توپير نه لري بلکې تروېستان دي.

د اردوغان له دغو خبرو وروسته په اسټراليا کې د ترکيې سفير احضار شو او د ولسمشر اردوغان د وروستيو څرګندونو په اړه ورته شکيات وشو.

د نوي زېلنډ چارواکو ويلي دي چې بهرنيو چارو وزيره به د اردوغان د خبرو د جزئياتو پوښتنه وکړي او د شوې پېښې په اړه به هم مالومات شريک کړي.