دغه ۸ کالن ماشوم خپل ویښتان د سرطان ناروغانو ته ډالۍ کوي

 هغه وخت چې توماس موري خپله مور ولیدله چې په فیسبوک باندې د یوې داسې نجلۍ په اړه ويډيو ګوري چا چې خپل ویښتان د سرطان له کبله له لاسه ورکړو و، نو ده یو فکر وکړ. دغه اته کالن ماشوم تصمیم ونیوه چې خپل ویښتان لوی کړي او بیا یې هغو ماشومانو ته د مصنوعي ویښتانو په شکل ورکړي، چې خپل ویښتان یې بایللي دي. هماغه وو چې نوموړی له دوو کالنو وروسته په خپل دغه کار کې بریالی شو.

لکه څرنګه چې موږ یې په انځورونو کې هم لیدلی شو، دغه هلک په ډېره حیرانوونکي ډول خپل ویښتان لوی کړي دي! په حقیقت کې د وخت په تېریدو هغه خپله دغه زړه نرموونکي دنده په ښه ډول سرته رسولي ده.

اوس د ماريلنډ ښار اوسیدوونکی توماس، کافي ویښتان لري چې یوه اندازه یې نورو ته هم هدیه کړي. کله چې هغه خپل ویښتان قیچي کړل، نو د هغه ترور د ده انځورونه پر ټویټر باندې خپاره کړل چې له خپریدو نه تراوسه ۵۷۰۰۰ ځلې د لس زرو څخه زیاتو کسانو لخوا خوښ کړل شوي دي. دغه ماشوم په رښتیني ډول نرم زړه لري، داسې زړه چې مونږ ټول یې باید ولرو.