زموږ ژوند او خلک!  ۸ سپارښتنې چې خلک درپېژنې

 مونږ او تاسې ټول په ټولیز ډول ژوند کوو، او د ژوند ډېره برخه مو د خلک تر څنګ تېریږي. ځينې خلک د خپلې منغي فکرۍ سره یوځای زموږ ژوند ته را داخلیږي او خرابوي یې، دا چې څنګه یې مخنیوي کولای شو؛ دغه لنډې څرګندونې درسره مرسته کولی شي.

دلته په ډېر لنډ ډول د خلکو په اړه داسې حقیقتونه لوستلی شئ چې تر اوسه به مو اوریدلي او لوستلي نه وي. دا تاسو ته در زده کوي چې خلک څه غواړي او دوی ستاسو په ژوند کې څه نقش لري؟

• هڅه وکړئ او بیا هم هڅه وکړئ چې د تیاره فکر لروونکو اشخاصو او وګړو څخه په واټن کې ژوند وکړئ او هوسا واوسئ.

• ځینې خلک داسې دي چې تاسو ته به یې درد درکړای وي خو دوی به داسې تمثیلوي لکه تاسو چې هغوی دردولي دي، داسې افراد پریږدئ او لرې ترې لاړ شئ.

• هېڅکله هم دغه خبرې ته مه اندیښمن کیږئ چې تاسو د خلکو ولې نه خوښیږئ. زیات خلک یوازې د ځان په خوښولو او جوړولو کې ښه قابل دي.

• بدبختنه، تاسو هغه وخت د خلکو اصلي رنګ تشخیص کولای شئ کله چې دوی ته مو ګټه ور ونه رسیږي.

• تاسو هېڅکله نشئ کولای چې د خپل ځان په اړه د خلکو فکر بدل کړئ. ژوند وکړئ او خوشحاله واوسئ. مه پریږده چې د دوی ویجاړوونکي فکرونه او لاس وهنې ستاسې خوښۍ ورانې کړي.

• د اوسني وخت خلک هغه وخت ښه کارونه کوي چې نور یې ویني، که چا نه لیدل بدې بلاوې ترېنه جوړیږي او نورو ته شر رسوونکي انسانان کیږي.

• که وپوهیږو چې له مرګ وروسته به مونږ خلک څومره ژر هېر کړي، هېڅکله به د دوی لپاره او د دوی په خوښه ژوند ونه کړو.

• د خلکو او نورو افرادو د متاثره کولو لپاره د خپل ژوند طرز او طریقې ته تغیر مه ورکوئ. ستاسو هغه جامې چې ښکلي دي خو د خلکو نه خوښیږي، هېڅکله یې مه غورځوئ دا چې د تاسو خوښې دي نو خوند ترې واخلئ.