دلاجوردو لار؛ افغانستان به دګاونډيو هیوادونو دسوداګري انحصار نه خلاص کړي

دلاجوردو لار؛ افغانستان به دګاونډيو هیوادونو دسوداګري انحصار نه خلاص کړي
افغانستان چې دآسیا په زړه کې موقعیت لري، دجغرافیايي نقطې له پلوه؛ په وچه کې پروت هیواد دی، چې داقتصاد له نظره، ډیری سوداګري راکړې ورکړې له ګاونډیو هیوادونو سره لري، خو دغه راکړه ورکړه دیو ټاکلي نړیوال معیار له مخې نه ترسره کیږي.

ځکه په هیواد کې دڅو کلونو جګړو اوناامنیو له امله دهیواد ګاونډي هیوادونه په ځانګړې ډول ایران او پاکستان خپل صادراتي توکي په لوړه بیه زموږ دهیواد سوداګرو باندې پلوري او زموږ ولس اړ دي، چې دسوداګرو څخه داړتیا وړ توکي په لوړه بیه وپیري.
همداراز دافغانستان پیداوار چې ګاونډیو هیوادونو ته لیږدول کیږي، دیادو هیوادونود بې عدالتۍ له مخې دافغان سوداګرو؛ سوداګریز توکي په هغه اندازه پیري، چې دخپلو ګټو کچه يې لس برابره په سوداګرو حسابوي او افغان سوداګر دمجبوریت له کبله، چې توکي يې دطبیعي آفتونو څخه وژغورل شي، د دې پر ځای چې ګټه وکړي، څو برابره تاوان سره مخ کیږي.

ناامنۍ او جګړه دهیواد په دننه کې یوه ستره بدمرغي ده، آن تردې ګاونډهیوادونه هم دخپل اقتصاد دپرمختیا او ودې ورکولو په موخه ډیري بې کیفیته توکي په هماغه بیوزلو او جګړو ځپلو هیوادونو باندې پلوري، چې افغانستان یې یوه ستره بیلګه ګڼلی شو او تجربو هم داثابته کړې، چې نه یوازې دوی خپل سوداګریز توکي واردوي، بلکې دهیواد د ورانولو، ملي شتمنیو ته زیان ، ملي کلتور ته بدلون او نورداسې ناوړه کارونه دي، چې خپلې ګټې پکې ګوري اوزموږ هیواد له بیوزلۍ سره مخ کوي.

خو له نیکمرغه اوس زموږ هیوادوال ډیرهیله من دي، چې کلونه کلونه يې دې ته انتظار ایستل، چې څنګه وکولای شي، افغانستان داقتصادي پرمختګونو لوري ته مزلي ووهي.

دغې سترې بریا ته هغه مهال افغانان ورنږدې شول، کله چې دلاجوردو لار پرانیستل شوه او په دې پرانیسته لار افغانستان به له منځنۍ آسیا او اروپا سره ونښلول شي.

دهیواد ولسمشر محمداشرف غني دیادې لارې دپرانستلو پرمهال هیوادوالو ته ډاډ ورکړل، چې دهیواد محصولات او توکي به ترمنځني آسیا، ختیځې اروپا او افریقا پورې ورسیږي.

نودا زموږ دهیواد لپاره لویه لاسته راوړنه ده، چې نن ورځ به دافغانستان نوم دنړۍ په ګوټ ګوټ کې یادیږي اودهیواد د سوداګریزو توکوڅخه نړیوال ګټه پورته کوي.

په پورته کې یادونه وشوه، چې دظالمو هیوادونو وارداتي توکي، چې دکیفیت له مخې کچه (بدل) او هم دکمیت له ورایه په لوړه بیه په افغانانو داقتصادي سیاست له پلوه پلورل کیدل، له دغې لوبې نورافغانانو خلاصی وموند، چې ورسره به زموږ دهیواد کرنیز توکي، لکه : تازه او وچې میوې، زعفران ، غلې، دانې او قیمتي ډبرې، غالۍ او نور هغه سوداګریز مالونه چې پخوا به په ډیر ناڅیزو بیه باندې پلورل کیدل اوس به په لوړه بیه دلاجوردو له لارې اروپايي او افریقايي هیوادونو په بازارونو کې پلورل کیږي. نو دې سره به دافغانستان هویت نړیوالو هیوادونو ته ثابت هم پاتې شي.

دلاجوردو لار ګټه نه یوازې افغانستان ته؛ بلکې ټولو هغو هیوادونو ته ده، چې په دې لار کې وصل دي، خو ددې لارې ستراهمیت په هیواد کې دادی، چې دبهرنیو سوداګرو پام افغانستان ته اوړي، په هیواد کې دسوداګرو کار اوبار وده مومي، ډیری سوداګر په هیواد کې پانګونې ته مخه او ورسره به دهیواد بې روزګاره ځوانانو لپاره کاري زمینه هم برابره شي.

ځیني ناراضه وروڼه چې د دولت سره مخالفت لري، دهیواد په جوړونه کې لاس په کار کیږي، چې داهم دامنیت په ټینګولو کې یو ستر ګام بللی شو. بزګران خپلو کروندو ته زیاته پاملرنه کوي، دسوداګریزو بیو انډول یوشان او په یوټاکلې معیار برابریږي، کرنیز فرهنګ ته وده او پراختیا ورکول کیږي . دهیواد دبزګرانو میوې به نور دخرابیدو څخه په امن کې وي. سوداګر به له دولت نه د سړو خونو دجوړیدو غوښتنه کوي، چې هم به د دولت په عوایدو کې زیاتوالی راشي او هم به دهیواد میوې او دانې تر ډیره وساتل او په لوړه بیه وپلورل شي .لنډه داچې دلاجوردو لار به دافغانستان په سوداګري راکړه ورکړه کې لا زیاته وده وکړي او افغانستان به ددې لارې له ټرانزیټ ډیر عواید ترلاسه کړي. دا به یوه بااهمیته ټرانسپورټي لار وي، چې اقتصادي ارزښت یې د افغانستان لپاره ډير زیات دی او نور غړي هیوادونه به هم په دې لار کې ګټې ولري.

داقتصادي کارپوهانو په اند؛ دلاجور لار کولای شي، چې افغانستان دآسیا په څلورو لارې بدل کړي او په اوږدمهال کې به يې ګټې دافغانستان لپاره ډیر زیاتې وي، چې له دې سره به دهیواد ددوه اړخیزو او څو اړخیزوسوداګري ټرانزیټ او ترانسپورټ پراخیتا پیدا کړي او ډیرامکان شته، چې د نورو هیوادونوسره دسوداګریزو برخو کې غړیتوب ترلاسه او افغانستان به بحر ته لار ومومي او له دې برکته افغانستان او افغان سوداګر وکولای شي، د نورو هیوادونو له بېړیو او ریل ګاډو څخه هم ګټه پورته کړي . نو په پایله کې ویلای شو، چې دلاجوردو لار افغانستان لپاره یوه سوکالي او نېکمرغي ور په برخه کولای شي، داقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې ستر او مثبت ګام شمیرل کیږي، چې افغانستان به نور دګاونډیو هیوادونو دسوداګرۍ له انحصاره خلاص او له نورو هیوادونو سره په ګډه پروژو کې ډیرې ګټې ترلاسه کړي.