شعار  نه؛ بلکې عمل 

په هېواد کې دشعارونو لړۍ دومره توده شوې، چې آن تر ماشومانو پورې  غځیدلې؛ خو ددې لپاره چې دغه شعارونه په عملي بڼه واړول شي، تر یو اندازه به دخلکو ذهنیتونه جوړ شي.

دشعار او عمل ترمنځ نن باید توپیر  او دواړه سره وپیژندل شي، چې دیو بل په پوهاوي کې ولسونه پوه شي. دا څو لسیزې جګړو  زموږ  هېواد  داقتصادي ویجاړیو ، وژنو او تر څنګ يې په ذهنیتونو ناوړې اغیزې کړي او ولسونه يې په دې بوخت ساتلي، چې دشعارونو او ویناو نه  پرته؛ تردمګړۍ  په عمل کې خلکو ته په هاغه اندازه چې لازم ګڼل کیدل، کار نه دی ترسره شوې . ځکه په موږ کې اوس دخبرو او شعار ورکولو انګازې زیاتې شوي او دیو فرهنګ په ګرځیدو له ځوانانو تر مشرانو او بیا تر ښځو پورې دغه لړۍ اوږده شوې.

بېلګې يې په رسنیو کې یادولای شو، که هغه لیدیزې، غږیزې او چاپیزې  دي، له سیاسي شنونکو نیولي بیا تر ښه قلموال، ادیب، عالم، ملا او داسې نور ...  هغه څه لیکي یا وايي، چې که په رښتوني او په عمل کې پیاده شي، ډیر ژر به هېواد پرمختللي ډګر ته ځان کېکاږلی  وي یا همدارنګه به په هېواد کې تلپاتې سوله او امنیت راشي.

اوس څنګه کولای شو، چې دخبرو په وړاندې عمل غوره کړو، څنګه دشعار ورکولو رېښې غوځ يې کړو او دعمل میدان ته راودانګو.

ددې شته پوښتنو  ته ځوابونه شته ولې په خپلو خبرو به مو نېوکې کړي وي، ځکه چې وایو او تر خلکو يې رسو، نو بیا پکې خپله پاتې رانشو. اوس ددغو تحلیلونو په وړاندې هرڅوک مسؤلیت لري، چې څومره ووايي او ترکومه بریده يې په عملي کولو کې خلکو ته ثابت کړي.