کرونا مرګونې ده، له ګوره کور ښه دی

کرونا مرګونې ده، له ګوره کور ښه دی!
کرونا مرګونې ناروغۍ وژونکې ده، چې دهېواد په ګډون ټوله نړۍ کې خپره شوې او ورځ تر بلې په پراخیدو ده، په هېواد کې دیادې ناروغۍ په خپریدو تردې مهال (۵۲۱) مثبتې پیښې ثبتې شويدي او (۱۵) کسه مړه شوي، چې دخلکو اندښنې هم ورسره زیاتې شوېدي.
 ددغه ویروس خپریدل په هېواد کې اصلي سرچینه يې له ایران څخه وه، ایران له چین وروسته هغه هېواد دی، چې په کې دیادې ناروغۍ له کبله ډیری کسان پرې اخته شوې او له هغه وروسته امریکا، ایټالیا، هسپانیا او نورو هېوادونو ته ورسیدل، چې تر دې مهاله په امریکا او افریقايي هېوادونو کې ډیری کسان پرې اخته او مړه شويدي.

دکرونا ویروس له امله نړۍ په سخت حالت کې قرار لري او وګړي يې سخت له ګواښ سره مخ کړې دي. یاد ویروس ټول بشریت ګواښي، چې یو هېواد هم ورنه خوندي نه دی، تر دې مهاله دنړۍ پرمختللي هېوادونه  نه دي توانیدلي، چې ددغه ویروس لپاره درمل  یا واکسین جوړ کړي، خو  د روغتیا نړیوال سازمان یوازینۍ درملنه اوله خلکو نه يې غوښتنه داده، چې په خپلو کورونو کې پاتې شي، څو  دیادې ناروغۍ څخه خوندي واوسي.

که څه هم په دې ورستیو وختونو کې دهېواد او دکابل په شمول ښارونه قرنطین او دخلکو پر وړاندې ګرځبندیز لګول شو ې، بیا هم دخلکو ګڼه ګوڼه دپخوا په څیر لیدل کیږي او خلک بې تفاوتي دیادې ناروغۍ په وړاندې ښکاره کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان اودهېواد دعامې روغتیا وزارت له خلکو نه هیله من دي، چې دکرونا ناروغۍ جدي ونیسي، ټوکې او ټکالې دې نه ګڼي، همدارنګه توصیه کوي، چې دیادې ناروغۍ څخه ځان ژغورل روغتیايي پیغامونه چې د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارې خپریږي ورباندې سم عمل وکړي.

افغانان دسنتي او مذهبي کلتور په درلودو، نه غواړي، چې یاد کلتور لکه؛ په غېږه او لاس ورکولو روغبړ، دښادیو او غمیزو ورځو په لمانځنه کې ګڼه ګوڼه جوړل او ورته حالات  دي، چې د دوی په باور به له منځه لاړ شي، نه هیڅکله دغه اسلامي او افغاني کلتور له منځه نشي تللی، بلکې دیو څه وخت لپاره چې کرونا ویروس له منځه یوړل شي، بیا به دپخوا په څیر خپل کلتور پیاوړې او وده به ورکړو، ځکه دا ویروس خطرناک او وژونکې ده، چې ډیر په اسانۍ له یو انسانه بل ته انتقالیږي.

دروغتیايي کارپوهانو او دچین هېواد د تجربو نه دا ثابته شوې، چې باید ځانونه قرنطین کړو او د ګڼه ګوڼو ځایونو، ناستو او غونډو نه په جدي ډول پرهېز وکړو.

سمه ده، چې افغانستان یو غیور ملت دي او افغانان په اسلامي عقایدو ولاړ خلک دي، خو اسلام کې هم ویل شوي، چې هغه ځایونو نه  پرهېز وکړئ، چې تاسو ته پکې زیان واقع کیږي. کرونا ویروس داپولې نه پیژني، نه مسلمان پیژني او نه غیر مسلمان.

که موږ افغانان همداسې دبې ځایو سرتمبګۍ له کبله کرونا ویروس جدي ونه ګڼو، نو لرې به نه  وي، چې په خپل لاس  به مو ځان، کورنۍ او ټولنه  دهلاکت کندې ته غورځولي وي.

دخدای په لحاظ په خپل عظیم ملت، خپل ځان، کورنۍ او نورو باندې زړونه وخوږوئ، له دغې خطرناکې ناروغۍ په وړاندې مبارزه، چې په کورونو کې ځان قرنطین کول او د روغتیايي پیغامونو باندې عمل کول د ټولو هېوادوالو ایماني او وجداني دنده او مسؤلیت ده،چې پر ځان يې تطبیق کړي.

که چیرته بې غوري  ښکاره کوو، نو ژر به دهېواد په کچه یو لوی انساني ناورین به خدای مه کړه رامنځته شي، بیا به مو په وس هیڅ څه نه وي پوره چې ځان ورنه خوندي کړو.

نور راځئ، درنو هېوادوالو!  دکرونا ویروس پر وړاندې جدي واوسو، دخلکو ژوند ته ګواښ پیښ نه کړو، ولس  ته  ددغه کرغیړن ویروس په اړه عامه پوهاوی وکړو او دخپل وس په توان له بېوزلو سره مرسته په دغه دردېدلې حالاتو کې وکړو.

حکومت، ملي او نړیوال سوداګر، شتمن او بډایه ولس باندې غږ کوو، چې دبېوزلو کورنیو سره خپلې مرستې ونه سپموي، همدارنګه  سوداګر او هټیوال دې نه باید دتوکو په پیرلو کې له حده زیات  نرخونه لوړ کړي؛ بلکې په دې لویدلي حالاتو کې د بې چاره ولس لاسنیوی وکړي. 

اړونده اداره دې لاس تر زنې نه کیني، چې دخلکو اقتصادي وضعیت له نېشت سره مخ شي؛ بلکې دنرخونو څارنه او د بهرنیو هېوادونو څخه دمرستو په راجلبولو کې هڅې وکړي، څو دهېوادوالواړتیاوې پوره  کړي.

سوداګراو هټیوال ترڅو کولای شي، داسلامیت او انسانیت له مخې بېوزلو هېوادوالو باندې هر ډول توکي په ارزانه او ټیټو بیو وپیري او هېوادوال دې په جدي توګه دکرونا ویروس  په وړاندې مبارزه وکړي . ځکه کرونا مرګونې ناروغۍ ده، له ګوره؛ کور ښه دی او په خپلو کورونو کې پاتې شئ، څو له یادې ناروغۍ نه په امن کې شئ!