غزل

څومره شائست چی خدای درکړی زه به څه ووايم
لـــمبه لــــمبه يی دزړه ســــــره زه به څـــــــه وو ا يـــم
زړه په مــــنګول وړی نازنين لکه شاهين دغرونو
پـــــرهــــــرپــــرهــــر خونی ځـــــګره زه به څه وو ايم
دزړه مـــــراد مـــــی غـــنم رنګ په زيارتو نومدام
ته يـــــې سورګـــــل ای نازپروره زه به څـــه ووايم
ســـــتادشائست ليــــــــونی ډير ای بی منزله اشنا
بـــــنګړی دی مات ژړمازيګــــــره زه به څه ووايم
لــــــکه لړم په زړه چـــــــيچل کړی دشکلا برجونه
زه دی قـــــــربان شــــــــمس القمره زه به څه ووايم
بادامی سترګی شرابی حسن دی لوکړی ځوانئی
دسهــــــارسترګــــــيه خـــــــيبره زه به څــــه وو ايم
دستـــــــورو ورا کـــــــی بدرګه ای دجنت فرشتو
سپـــوژمئ دګونګه روڼ ســـحره زه به څه ووايم
ســـــــره اننـــــــګی الــــــــــکوزيه دی دميو پيالی
په ربا ب مـــــــسته کی سنـــــدره زه به څه ووايم

 
په درناوی منان الکوزی کوټه