د افغان سرتېري سپکاوی د زغم وړ نه دی

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې شپه او ورځ د هیواد د دفاع، امنیت، عزت او وقار لپاره جنګېږي او غواړي خپلو هیوادوالو ته ډاډمن چاپيریال رامنځته کړي، نو د زړه له تله باید د دوی قدرداني او درناوی وشي، مګر له بده مرغه څو ورځې وړاندې په ولسي جرګه کې د کوچیانو وکیلې له افغان سرتېري سره پلازمېنه کابل کې داسې توند، سپک او له تاوتریخوالي ډک چلند وکړ چې د ټولو افغانانو احساسات یې را وپارول.

په روغتیا څلور لاره کې چې کله د اغلې پروین درانۍ موټر د امنیتي مسوولینو له لوري د پلټنو لپاره ودرول کېږي او اسناد یې غوښتل کېږي. نو پروین درانۍ له موټره راښکته کېږي. اول پر واټ ولاړ افغان سرتېري ته سپکې سپورې وایي، بیا یې تهدیدوي او په مخ یې په څپېړه وهي. د اغلې درانۍ څپېړه د افغانستان پر حیثیت، عزت او وقار څپېړه ده. هغه باید د دغه سپکاوي سزا وګالي.

د هیواد دغه صادق بچیان چې د خلکو د امنیت د تامین لپاره هر ډول خطر پرځان مني د وهلو او سپکولو پرځای د قدردانۍ او درناوي وړ دي. اغلې درانۍ باید نه یوازې له یاد افغان سرتېري بښنه وغواړي، بلکې مجازات شي، ځکه هغې په دې کار سره نه یوازې یو سرتېري بلکې ټول ولس ته سپکاوی کړی دی.

هر ځل چې په هیواد کې کوم تروریستي برید او چاودنه کېږي، نو د ډېرو شک دا وي چې له ترهګرو او بریدګرو سره له داخله مرسته شوې او تر ډېره دغه ډول شک په ځینو مقاماتو او د ولسي جرګې په استازو کېږي او ویل کېږي چې دوی ترهګر او بریدګر او د دوی چاودېدونکي توکي په خوندي توکه په خپلو وسایطو کې له یوه ځایه څخه بلې سیمې ته انتقالوي.

د اغلې پروین درانۍ دغه سپک او ناوړه چلند دا شک نور هم زیاتوي چې که چېرې د دې په موټر کې داسې څه نه وو چې هغې یې د پټولو هڅه کوله، نو ولې یې د افغان سرتېري پر وړاندې دغسې توند غبرګون وښود. اغلې درانۍ باید عدلي او قضایي ارګانونو ته ځواب ووایي او هیڅوک هم حق نه لري چې له پارلماني مصونیت څخه په استفادې د خلکو ژوند، د وطن امنیت ، وقار او د افغان سرتېرو شخصیت ته دغسې سپک او پرېوتی چلند وکړي.

کورنیو چارو وزارت مسوولین او عدلي اوقضایي ارګانونه باید د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړانډې د دغسې سپک چلند پوښتنه وکړي. عاملین یې مجازات کړي ، تر څو په راتلونکي کې هیڅوک هم پر افغان سرتېري د لاس پورته کولو جرئت ونه لري. که چېرې په دې برخه کې جدي اقدام ونشي، نو نه یوازې چې د افغان سرتېرو د وطنپالنې روحیه او د دندې د ښه ترسره کولو انګېزه به ورسره مړاوې شي، بلکې د دې وېره هم شته چې د جنایتونو، جرمونو او تروریستي پېښو ګراف هم ورسره لوړ شي.

ښاغلي صالح چې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو، نو په خپله وینا کې یې په صراحت او ټينګار وویل چې له دې وروسته به هیڅوک هم پر افغان سرتېري لاس پورته نه کړي او نه به دومره مظلوم وي چې د ترحم وړ وګرځي، هیله ده چې کورنیو چارو وزارت له اغلې درانۍ څخه د دغه سپک چلند له امله پوښتنې ګرویږنې وکړي.