
افغانستان د سیمې د هغو هیوادونو له ډلې څخه یو دی چې د پخواني شوروي اتحاد پرمهال یې اکثریت اوسېدونکي ګاونډیو او د سیمې او نړۍ نورو هیوادونو ته کډوال شوي او هملته یې کافي زده کړې کړي او تجربې یې ترلاسه کړې دي. له همدې امله یوه بله لویه پانګه چې افغانستان یې لري او تراوسه ورڅخه موثره استفاده نه ده شوې هغه ځوان نسل دی چې په بېلابېلو هېوادونو کې یې زده کړې کړي.
دغه ځوانان پر مسلکي پوهې او تجربو سربېره د یادو هیوادونو بنسټونو، مطرح شخصیتونو سره اړیکې لري او همدارنګه د هغوی د ټولنو او هیوادونو په اړه هر اړخیز معلومات لري چې د پالیسیو لپاره ورڅخه استفاده کېدلی شي. دوی نه یوازې له یادو شویو هېوادونو سره شناخت پېدا کړی؛ بلکې له ډېرو خلکو سره یې په پراخه کچه ملګرتوب او اړیکې هم پیدا شوي دي.
حکومت کولی شي له دغو کدرونو څخه د افغانستان د اقتصادي،سیاسي او ټولنیزو سرچینو په توګه د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا لپاره ګټه واخلي او د دوی له لارې ډېرې مرستې او پانګې جلبولی شي.
د سیمې وضعیت له اقتصادي او امنیتي پلوه ښيي،چې سیمه ییزه همکاري نه یوازې د اقتصادي ګټې اخیستو لپاره یو ګټور شرط دی؛بلکې د پایښت یو ضروري اصل هم دی. ولسونه، هیوادونه او حکومتونه د سیمه ییزې همکاریوله لارې هم خپلې ستونزې په اساسي توګه حلولی شي او هم خپلې اړتیاوې پوره کولی شي. دغه دوه اړخیزې اړیکې او سیمه ییزې همکارۍ د ټولنو په امنیت او ثبات کې هم پام وړ رول لرلی شي.
د هغو بدلونونو له مخې چې په ننني نړۍ کې رامنځته شوي،هیڅ هېواد نه شي کولای د اوسپنیزو سرحدونو په منځ کې ژوند وکړي یا د سرحد په نوم د دنګو دېوالو او کلکو اوسپنیزو قلاګانو په منځ کې ځان خوندي وساتي، بلکې دغه د وګړو، حکومتونو، دولتونو، بنسټونو او ټولنو اړیکې، راکړې ورکړې، مشترکات او سیمه ییزې همکارۍ دي چې هم د وګړو ژوند خوندي کوي. هم یې امنیت تامینوي او هم یې اړتیاوې پوره کوي.
ولسمشر غني چې د سیمه ییزه اړیکو او همکاریو په ارزښت تر نورو زیات پوهېږي، نو ځکه یې دغې برخې ته پام او تمرکز زیات کړی دی او اذربایجان ته د وروستي سفر پرمهال یې هم په فرهنګي او نورو برخو کې د همکاریو سندونه لاسلیک کړل.
له دې کبله یوازینی څه چې عمومي ثبات او خوندیتوب تامینوي،هغه سیاسي لیدلوري ته رسېدل دي،چې له مخې یې سیمه ییزه همکاري یو منل شوی بنسټیزاصل وي او په چوکاټ کې یې ټولې هغه ستونزې،چې غړو هېوادونو ته مهمې دي،مشترکې حل لارې پیدا کړي.
همدارنګه د ملي یووالي حکومت د ولسمشر غني د ځانګړې پاملرنې له برکته په تېرو څلورنیمو کالو کې د سیمه ییزې همکارۍ تړونونه له بېلابېلو په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا هیوادونو سره لاسلیک کړي او دا مهال افغانستان له ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان او اذربایجان سره د ثبات،امنیت،ترانزیت،فرهنګ،انرژۍ،طبیعي پېښو سره مبارزه او اقتصادي همکاریو په برخو کې تفاهم لیکونه او تړونونه لري. د همدغو سندونو په اساس ملي او سیمه ییزې لویې پروژې د تطبیق په حال کې دي.