دغه ميوه څلور حيرانونکې ګټې لري

دغه ميوه څلور حيرانونکې ګټې لري
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

دغه مي،ه ناک ته ورته شکل او خوږ خوند لري. دغه ميوې ته په انګليسي کې Avocado (آکادو) وايي او تر ډېره په استوايي اقليم لرونکو سيمو کې پيدا کيږي. Avocado (آکادو) نه يوازې د خولې په خوند ښه لګي او د مړښت سبب کيږي بلکې لاندې څلور روغتيايي طعبيي ګټې هم لري.

۱- Avocado (آکادو) د کيلو په پرتله ډېر پوتاشيم لري: په وجود کې د پوتاشيم شتون اړين دی او مهمې بيلا بيلې دندې تر سره کوي. Avocado (آکادو) د کيلې په پرتله ۱۰ سلنه ډېر پوتاشيم لري، چې خوراک يې د وجود اړ پوتاشيم پوره کولی شي.

۲- Avocado (آکادو) د زړه ناروغۍ درملنه کوي: Avocado (آکادو) په خپل طعبيي جوړښت کې په لوړه اندازې سره د کلسټرول کمونکي مواد لري. هغه کسان چې په نړۍ د زړه په ناروغيو اخته دي عمدا لامل يې لوړ کلسټرول دي. د Avocado (آکادو) خوراک کلسترول کموي او په پايله کې يې د زړه نارغيو ګواښ هم کمېدای شي.

۳- ښايي Avocado (آکادو) د سرطان مخنيوی هم وکړي: تازه څېړنې ښيي چې د Avocado (آکادو) په خوړولو سره د دوا په اساس وجود کې پيدا کوونکي څنډيز عوراض کمېدای شي. ځيني درمل لامل کيږي چې سرطان ته لار هواره کړي خو Avocado (آکادو) بيا د درملو د ضرري جانبي عوارضو مخه نيسي.

۴- Avocado (آکادو) د وزن په کمېدو کې هم مرسته کوي: څېړنې ښيي چې که چېرې له ترکاريو سره Avocado (آکادو) وخوړل شي، نو بيا بل ځل ډوډۍ ته په ځنډ سره اشتها راځي. هغه کسان چې په خپل خوراک کې تر ۲۵ سلنه Avocado (آکادو) کاروي نو بل ځل ډوډۍ شپږ يا پنځه ساعتونه وروسته خوري، چې په دې سره يې وزن کمېدای شي.