
په څو دلایلو د افغانستان خودکفایي تر بل هر وخت اسانه او ممکن ده. لومړی دلیل یې دادی چې ولسمشر غني ورته عملي برنامې او پلان لري. دویم دلیل یې دادی چې د نړیوالو پام یې ورته رااړولی او هغوی یې دېته هڅولي دي چې په افغانستان کې شته فرصتونو ته په استفادې پانګونه وکړي او یا هم له افغانستان سره د اوبو او ځمکو او کانونو د مدیریت په برخه کې تخنیکي مرسته وکړي.
دریم دلیل یې دادی چې افغانستان اوس کافي ظرفیتونه لري. هغه ځوانان چې په بهرنیو هیوادونو کې یې مسلکي او لوړې زده کړې کړي. دوی له نړیوالې پوهې او تجربې سره هیواد ته راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې پر دندو ګومارل شوي، نو باور دی چې د دوی پوهه به د افغانستان د خودکفایۍ په برخه کې پام وړ رول او اغېز ولري.
له نېکه مرغه د افغانستان طبیعي زېرمې د دې جوګه دي چې هېواد مو خودکفایۍ ته ورسوي. د همدې لپاره د ولسمشر غني زیلا تاکید د مرستو په جلبولو نه، بلکې له خپلو زېرمو څخه په موثرې استفادې دی. هغه غواړي د مرستو روش بدل شي، عایداتي سرچینې زیاتې، مؤثریت او روڼتیا تامین شي او د ملي عوایدو لوړولو سره پر بهرنیو مرستو تکیه کمه کړي.
په همدې موخه په تېرو څلور نیمو کالو کې سیمه ییز اتصال، سوداګري، ترانزیت او د نړیوالو پانګونو جذب ته پاملرنه زیاته شوې ده. ولسمشر غني اذربایجان ته په خپل وروستي سفر کې هم اذربایجاني پانګوال او تاجران دېته وهڅول چې په بېلابېلو برخو کې په افغانستان کې پانګونې وکړي.
څومره چې افغانستان خودکفا شي، نو دغه خودکفایي پایدارې سولې او دایمي ثبات سره هم مرسته کوي، ځکه خلکو ته د ژوند اسانتیاوې او کاري زمینې برابرېږي. متحرک اقتصاد ټولشموله ودې او د غربت له منځه وړلو ته زمینه برابروي. همدا اوس که موږ په دقت وګورو، نو د وسله والو طالبانو په لیکو کې اکثره خلک د لوږې، فقر، ناچارۍ او وزګارتیا له امله د دوی لیکو ته جذب شوي دي. د پخوانیو جنګیالیو جذب، طالبانو سره مرسته تر څو په یو سیاسي حزب بدل شي او داسې میکانیزمونه رامنځته کول تر څو د دوي مشروع اندېښنو ته رسیدګي وکړي، او د اعتماد جوړونې لپاره قدمونه پورته کول د یو واقعي پخلاینې اساسي مواد دي.
پخلاینه یوه ټولنیزه پروسه هم ده چې باید یو بل په صداقت ومنو. د اساسي قانون حقونو او وجیبو په چوکاټ کې د ملت جوړونې پروسه هم په مساوي توګه پاملرنې ته اړتیا لري.
له ګډوډۍ، جګړې، جنایت او فساد څخه ثبات، سولې، سوکالۍ او شمولیت دغه سفر کې د افغان ځوانانو او ښځو ونډه حیاتي ده. په میلیونونو هغه افغانان چې نن په وېره کې ژوند کوي باید هیله مندۍ ته مخه کړي او داسې فرصتونه رامنځته کړي چې موږ د خپل برخلیک ټاکونکي کړي.
د خودکفایي لپاره پر منابعو سربېره د ټولو ګډې همکارۍ ته اړتیا ده. هر افغان باید په خپله برخه کې فعال واوسي. داسې کار او ابتکار وکړي چې د هیواد، ولس او ټولنې لپاره ګټور واوسي او خلکو ته د ارام، هوسا او سوکاله ژوند د برابرېدو لامل شي.