
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب امریکا ته د خپل سفر پرمهال د افغان سولې په برخه کې د ښاغلي زلمي خلیلزاد له چل او نیرنګ څخه پرده پورته کړه او په ډېر وضاحت یې د ده اوسنی رول نقد کړ، ځکه چې هیڅ افغان ته هم دا د منلو وړ نه ده چې زموږ د ولس په لویه هیله او ملي ارمان چې سوله ده د پټو دروازو تر شا معامله وشي.
د ښاغلي حمدالله محب د دغه دریځ او نقد پر وړاندې د امریکا متحدو ایالتونو توند غبرګون وښود او په افغانستان کې یې پراخ او تود هرکلی وشو. امریکا وویل، پر خلیلزاد نیوکه د امریکا متحدو ایالتونو په بهرنیو چارو وزارت نیوکه ده او دا دوی ته د منلو وړ نه دی، مګر دوی دا هېروي چې پر افغان سوله معامله هغه هم د پردیو له لوري او د بندو دروازو تر شا پر افغانستان او زموږ د ولس پر برخلیک معامله ده او دا نه یوازې زموږ لپاره د منلو وړ نه ده، بلکې ولس به په ټول قوت د دغه ډول بدرنګه معاملې پر وړاندې په ټول قوت ودرېږي.
په دې کې شک نشته چې امریکا د افغانستان ستراتیژیک ملګری دی او په تېرو کلونو کې یې له افغانستان سره په هره برخه کې زیاتې مرستې کړې دي، چې افغان ولس یې د دې مرستو منندوی دی، مګر دا مرستې په دې مانا هم نه دي چې امریکایان دې د افغانستان په سرنوشت هر ډول معامله او لوبه کوي او افغانان به یې پر وړاندې خاموشي اختیار کړي.
زموږ ملي ګټې او ارزښتونه زموږ سرې کرښې دي او هیچاته هم د دې اجازه نه ورکوو چې زموږ دغه سرې کرښې کراس کړي. حمدالله محب پر افغانستان، زموږ په ملي ګټو او ارزښتونو ننګ کړی او موږ یې د دې ننګ بشپړ قدردانی کوو، ځکه هغه د ټولو افغانانو د زړه خبره وکړه. که امریکایان فکر کوي چې د طالب په نوم به د افغانستان د سر نوشت په سر له پاکستان سره پټه معامله وکړي، نو هیڅ وخت به هم افغانان دداسې څه اجازه ورنه کړي، ځکه ټول افغانان له پاکستان څخه کرکه لري او د یو دښمن په سترګه ورته ګوري.
دویمه موضوع داده چې افغانستان اوس هغه پخوانی افغانستان نه دی، اوس په هر لحاظ بدل شوی دی او کرار کرار په خپلو پښو د ودرېدو توانایي پیدا کوي. افغانانو تل خپل برخلیک په خپله ټاکلی او دا ځل به یې هم ټاکي، د امریکا په ګډون هیچاته د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانانو له سلا مشورې مه واره زموږ د مهمو مسایلو په اړه تصمیم ونیسي او یا پرېکړه وکړي. د وروستي تصمیم او پرېکړې صلاحیت یوازې او ویازې د افغانستان منتخب دولت لري.
موږ له امریکا سره دوستانه روابط غواړو، مګر دا روابط باید په دې مانا نه وي چې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه وشي او زموږ له مجبوریتونو څخه ناوړه ګټه واخیستل شي. امریکا ته ښایي د افغانستان استقلال، ملي ګټو او ارزښتونو ته دراوی وکړي.